د فاریاب له جهادي مسؤل قاري صلاح الدین سره مرکه

درنو لوستونکو ! فاریاب دافغانستان په شمال کي موقعیت لري چي له جوزجان سرپل غور او بادغیس ولایتونو سره ګډه پوله لري دفاریاب شمالي سیمي دمنځنۍ اسیاله ترکمنستان جمهوریت سره نښتې دی دفاریاب ولایت مرکز دمیمني ښار دی او نوري ولسوالۍ په لاندي ډول دي .پشتون کوټ ،خواجه سبزپوش (جمعه بازار)شرین تګاب ،دولت اباد،اندخوی،شاخ ،قرم […]

درنو لوستونکو !

فاریاب دافغانستان په شمال کي موقعیت لري چي له جوزجان سرپل غور او بادغیس ولایتونو سره ګډه پوله لري دفاریاب شمالي سیمي دمنځنۍ اسیاله ترکمنستان جمهوریت سره نښتې دی دفاریاب ولایت مرکز دمیمني ښار دی او نوري ولسوالۍ په لاندي ډول دي .پشتون کوټ ،خواجه سبزپوش (جمعه بازار)شرین تګاب ،دولت اباد،اندخوی،شاخ ،قرم قل ،خان چارباغ ،المار ،قیصار، قرغان ، بندر،ګورزوان ،بلچراغ ،خواجه موسی ،لولاش .

سږکال د خیبر عملیاتو په لړ کې مجاهدینو دفاریاب په ولایت کې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې ، په دې ولایت کې ګڼ شمیر سیمې ددښمن له شتون څخه پاکې شوي دي او داسلامي امارت تر تسلط لاندې راغلي دي .

قاري صلاح الدین چې دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ اوسیدونکی دی او له څو کلونو راپدیخوا د فاریاب ولایت مسؤلیت په غاړه لري په دې ولایت کې د سږنیو پرمختګونو په اړه مو ورسره مرکه کړې چې ستاسو توجه ورته راګرځوو.

پوښتنه

محترم قاري صاحب ! هرکلی درته وایو ، که لومړی د خیبرد سږنیو عملیاتو په لړ کې په فاریاب کې دترلاسه شویو فتوحاتو او بریاوو په اړه معلومات راکړئ ؟

ځواب

الحمد لله وکفی و الصلوة و السلام علی عباده الذین اصطفی امابعد ، تاسو او ټولو لوستونکو ته سلام او نیکې هیلې وړاندې کوم، باید ووایم چې د پخوا غوندې سږ کال هم په فاریاب کې د جهادي عملیاتو نتائج خورا په زړه پورې و، په نظامي برخه کې که د ټولو لاسته راوړنو په اړه خبرې کوو، شاید دا مرکه یې حوصله ونلري، خو په لنډو به د وروستیو لاسته راوړنو یادونه داسې وکړم .

د شاخ په ولسوالۍ کې مجاهدینو سږ کال څو د پاموړ عملیات ترسره کړل، د تهاجمي عملیاتو په لړکې ددې ولسوالۍ دوه مهم بازارونه چې پخوا ددښمن په سلطه کې وه د مجاهدینو تر واک لاندې راغلل، دښمن ددې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره بیا بیا کوښښ وکړ چې هر ځل یي عملیات له ناکامي سره مخامخ شول،په دې ولسوالۍ کې اوس مجاهدین قوي حضور لري،او حتی نورو سیمو ته ترې عملیات رهبري کوي .

د بندر په ولسوالۍ کې مجاهدینو د اربکیانو او محلي ملیشې د شړلو لپاره ستر عملیات وکړل، په دې عملیاتو کې شپږ سوه مجاهدینو برخه درلودله چې به نتیجه کې یي ددې ولسوالۍ پنځه نوي فیصده سیمه ددښمن له شتون څخه پاکه شوه، ددې ولسوالۍ څخه داربکیانو ټغر مکمل ټول شو، او ټولې اطرافي سیمو د مجاهدینو تر تسلط لاندې راغلي چې اوس لله الحمد له ښه امنیت څخه برخمني دي .

د کوهستاناتو د سیمې مربوط په المار ، قیصار او پشتون کوت ولسوالیو کې هم ستر عملیات وشول، باید ووایم چې ددې سیمو هم ۹۵ فیصده سیمې دمجاهدینو تر تسلط لاندې راغلي دي، او ددښمن ګڼ شمیر پوستې فتحه شوي دي.

دغه راز په ګورزیوان ، خواجه موسی او چهلګزي ولسوالیو کې هم مجاهدینو د پام وړ عملیات ترسره کړي دي، ددې عملیاتو هم ډیری سیمې له محلي ملیشو او اربکیانو څخه تصفیه شوي دي ، په دې ټولو عملیاتو کې لله الحمد زموږ تلفات خورا کم و، سره له دې چې دښمن د خپل شکست د پټولو لپاره همیشه د ډیرو تلفاتو آوازې خپرولې و خو واقعیت هغسې نه و چې دښمن یي په میډیا کې په اړه ویل ، مثلا د چهلګزي په ولسوالۍ کې په یوه اوږده جنګ کې چې دښمن ته ډیر تلفات ورسیدل زموږ یوازې یو تن شهید او څلور تنه نور زخمیان وو خو دښمن په راډیو ګانو کې د ۱۴۰ تنو مجاهدینو د له منځه وړلو تبلیغات خپرول .

پوښتنه

په فاریاب ولایت کې له مجاهدینو سره د ولسي خلکو خواخوږي او ملاتړ څرنګه دی که په دې اړه معلومات راکړئ ؟

ځواب

د نور افغانستان غوندې په فاریاب ولایت کې هم ولس د مجاهدینو ترڅنګ ولاړ دی، په لومړنیو کلونو کې ځیني خلک ددښمن دتبلیغاتو تر اثر لاندې راغلي وو اما اوس ټول اولس په ډیر اخلاص د مجاهدینو ملګری دی، سږ کال چې موږ کوم ستر فتوحات درلودل ، ټول داولس د همکارۍ نغد ثبوت دی.

په دې سربیره چې په ولسوالیو کې خلک د مجاهدینو ملګري دي حتی په مرکز میمنه ښار او نور مرکزي سیمو کې ۹۰ فیصده خلک دمجاهدینو خواته میلان لري، دښارونو خلک دحکومت له ظالمانه کړنو، بي انصافي، اداري فساد غصب او نورو بدو کړنو څخه تر پوزې رسیدلي دي، بیا بیا یي دحکومت په ضد مظاهرې کړې دي، خلک د حکومت له کړنو په تنګ شوي دي او دمجاهدینو او شرعي نظام په اړه ډیر خوشبینه دي .

پوښتنه

له نظامي عملیاتو پرته که په فاریاب ولایت کې داسلامي امارت د مجاهدینو د نورو فعالیتونو په اړه معلومات راکړئ چې آیا نور فعالیتونه شتون لري ؟

ځواب

بلې لکه څنګه چې خبریاست اسلامي امارت په ټولو هغو سیمو کې چې تر تسلط لاندې یي لري، د شرعي قانون دتطبیق،تعلیم او تربیې او نورو خدمتونو لپاره ځانګړي ادارې لري، په فاریاب ولایت کې هم په ټولو مفتوحه سیمو کې د همدې اداراتو فعالیتونه جریان لري، مثلا د محاکمو، جلب و جذب ،تعلیم و تربیې او نورو ټولو برخو اړوند فعالیتونه جریان لري.

د معارف په برخه کې په فاریاب کې په ټولو سیمو کې مدارس، مکاتب ، دارالحفاظونه او نور تعلیمي مراکز فعال دی، اسلامي امارت د دې مراکزو اصلاح ته زیاته توجه کوي ترڅو مو نوی نسل په دیني فکر وروزل شي،د دعوت او ارشاد په برخه کې خلکو ته په رهنمایي سربیره ددښمن په صف کې ولاړو کسانو ته هم دعوت جریان لري په تیرو څو میاشتو کې په فاریاب کې ترسلو زیات اربکیان او نور ټوپکوال چې مخکې ددښمن سره په صف کې ولاړ و د مجاهدینو خوا ته راغلي او له مخالفت څخه یي لاس اخیستی دی .

دغه راز د اطلاعاتو او خبررسانۍ په برخه کې زموږ فرهنګي ملګري په ډیر دقت سره د جهادي جبهاتو خبرونه راټولوي او بیا یي د نشر لپاره داسلامي امارت خبري مراجعو ته استوي،د بندیانو دچارو په برخه کې دپام وړ نظم او ترتیب رامنځته شوی دی، د مجاهدینو لخوا چې ددښمن کوم بندیان نیول کیږي دهغو لپاره ځانګړي محبسونه جوړ شوي دي، پرته له سختی او ظلم له هغوی سره شرعي چلند کیږي، قضایا یي شرعي محکمې ته راجع کیږي او دشریعت په رڼا کې ورسره تعامل ترسره کیږي .

تراوسه پورې چې داسلامی امارت د مشرتابه لخوا کوم هیئتونه فاریاب ولایت ته راغلي دي او د مجاهدینو بیلابیل فعالیتونه یي لیدلي دي، هغه یي بریالي بللي او د خوشالۍ اظهار یي کړی دی، چې له همدې ځایه موږ په فاریاب کې دمجاهدینو فعالیتونه مثبت او بریالی بللی شو.

پوښتنه

په فاریاب کې له څو کلونو راهیسې ددښمن ملیشې یا اربکیان فعال وو دغه راز دښمن په اطرافي سیمو کې ځیني عملیات هم ترسره کړل، داسې ویل کیدل چې دښمن په دې عملیاتو کې ولسي خلکو ته سخت زیانونه اړولي دي که ددښمن ددې مظالمو او وحشیانه چلند په اړه معلومات راکړئ ؟

ځواب

لکه تاسو چې یادونه وکړه ،په فاریاب ولایت کې رښتیا هم په تیرو څوکلونو کې دښمن د مؤمن مظلوم اولس په وړاندې سخت مظالم سرته رسولي دی، خو په لومړیو کې یوازې خودسره ملیشو، بهرنیو عسکرو او داخلي پولیسو خلک ځورول ، کورونه یي تلاشي کول او خلک یي وژل ، په وروستیو څو کلونو کې د اربکیانو د فتنې په راپیدا کیدلو سره د خلکو د ځور او اذیت لړۍ ډیره چټکه شوه، اربکیانو داسې ظلمونه سرته ورسول چې له خلکو یي دپخوانیو ملیشو مظالم هیر کړل، دوی نه یوازې خلک ووژل، لوټ یي کړل بلکې سلامت کلي یي داور په لمبو کې وسوزول .

دبیلګې په توګه دوی د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې ګڼ شمیر کورونه وسوزول ، حتی د ښځو او ماشومانو په شمول بي وسلې ولسي خلک یي په ډزو ووژل ،د پشتون کوټ ولسوالۍ په قره وایلي، چوبکي او نورو سیمو کې دوی دخلکو شاوخوا ۸۰ کورونه له چورتالان څخه وروسته وسوزول چې ددښمن ددې ظلم ځیني مستند شواهد د الاماره سټوډیو لخوا په نشر شوي ویډیو کاروان خیبر کې چې د فاریاب ولایت په اړه ده راغلي دي .

ددښمن بي جلبه عسکرو او اربکیانو نه یوازې خلکو ته د سراومال زیانونه رسولي بلکې ډیر ځله خو دې وحشیانو دخلکو په عزت او ناموس هم تیری کړی دی، چې ددوی لخوا د جنسي تیریو د شنیعو افعالو خبرونه بیا بیا په رسنیو کې هم راغلل، ددښمن همدا وحشیانه اعمال ددې سبب شوي چې عام اولس ته ددښمن اصلي ماهیت بربنډ شي او اولس له حکومت څخه متنفر شي .

پوښتنه

لکه تاسو چې خبریاست په افغانستان کې د امریکایانو تر اشغال لاندې نوې حکومت په دنده شروع کړې ده، او په سیاسي ډګر کې لوی تحول راغلی دی غربي مطبوعات ددې نوي تحول لپاره ډیر تبلیغات کوي او مثبت یي ارزوي تاسو دغه نوي تغیر ته په کوم نظر ګورئ ؟

ځواب

په کابل کې چې کوم حکومت راغلی، زما په نظر هسې په ظاهره به یې د سر کوم خلک تبدیل شوي وي خوپه حقیقت کې دهماغه زاړه حکومت دوام دی،په دې سیاسي تغیر کې د پام وړ نقطه دا وه چې دامریکایي اشغال ماهیت ډیر ښه په کې روښانه شو.

هیوادوالو ولیدل چې له تیر یوه کال راهیسې د انتخاباتو اوازې خپرې وې، په سلګونو ملیونو ډالر مصرف شول،خلکو ته سخت ډير مشکلات ایجاد شول، دښمن هڅه کوله چې افغانان وغولوي او ظاهرا د یوه قانوني حکومت درامنځته کولو پروسه تمثیل کړي، خو په اخر کې الله تعالی دښمن وشرماوو او ټولو هیوادوالو ولیدل چې حکومت دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر جان کیري لخوا وټاکل شو، د یرغلګرو هغه ګوډاګیان چې د خپلواکۍ دعوه یي لرله ، غلام ماهیت او ګوډاګیتوب یي ډیر ښه راښکاره شو، موږ ولیدل چې دوی د نانځکو غوندې امریکایانو راوستل او په زور یي په ګډ حکومت کې سره یوځای کړل .

له امریکایي انتصاب وروسته ددې نوي ګوډاګي حکومت ترټولو بد اقدامات له امریکا سره د ستراتیژیک تړون لاسلیک او ځینی نور دین دښمنه اقدامات و، دې ته په پام سره باید دافغانستان خلک نوي حکومت ته هم دپخواني رژیم په سترګه وګوري چې یوازې دیرغلګرو د ګټو لپاره انتصاب شوی دی، په نوي حکومت کې جنرال دوستم چې ځان د شمال دخلکو استازی بولي ، ددوهم مرستیال په حیث ټاکل شوی دی،دافغانستان خلک باید دنوموړي پخوانیو جنایاتو ته په پام سره دخیر تمه ترې ونکړي،چا چې په ټول ژوند کې له چور چپاول ، قتل ، ظلم او دکفارو له غلامي پرته بل څه نه وي کړی له هغه به څه د خیر تمه وشي.

د افغانستان خلک بایدخپل دین ته په ژمنتیا سره خپل یووالی وساتي، دیرغلګرو په بي بنیاده تبلیغاتو ونه غولیږي، دکفر په وړاندې باید د جهاد ډګر ته راووځي تر څو دالله تعالی دنصرت او خپل منځي یووالي په برکت کفري یرغلګرو ته شکست ورکړي او له افغانستان یي وباسي .

پوښتنه

د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون د چارو او نشراتو په اړه مو نظر دی ، که خپل تأثر او مشورې راسره شریکې کړئ ؟

ځواب

ډیر د شکر او دویاړ ځای دی چې لله الحمد دافغانستان اسلامي امارت د مبارزې په ټولو برخو کې ښه ځلیدلی دی او ددښمن مقابله یي په احسنه طریقه ترسره کړې ده ، په دې لړ کې دفرهنګ او مطبوعاتو په برخه کې کارونه ډیر ښه روان دي، زه خپله داسلامي امارت نشرات لکه الاماره ویب پاڼه چې په ګڼو ژبو نشرات کوي، دغه راز الصمود، څرک ، حقیقت ، شهامت ، شریعت او مورچل مجلات ګورمه چې ډیر ښه مضامین او دجهاد په اړه تازه خبرونه او مطالب په کې نشریږي .

زما ټولو مجاهدینو وروڼو ته دا توصیه ده چې له مطبوعاتو سره علاقه وساتي، مجلات مطالعه کړي، اوله پرمحتوا مطالبو یي استفاده وکړي،هغه مجاهدین چې په فرهنګي برخه کې په خدمت بوخت دي او زحمات تیروي له الله تعالی څخه ورته پوره پوره اجرونه غواړم .

پوښتنه

محترم قاري صاحب که په پای کې د فاریاب ولایت د اوسیدونکو یا عام مؤمن اولس په نامه څه پیغام لرئ هیله ده راسره شریک یي کړئ .

ځواب

د فاریاب ولایت اوسیدونکو او خپل ټول مؤمن اولس ته مې پیغام دادی چې لله الحمد دالله تعالی د نصرت او مجاهدینو دقربانیو په برکت د جهاد قافله د فتحې منزل ته نږدې شوي ده ،له دوی څخه مې غوښتنه ده چې له مجاهدینو سره مرستې او ملاتړ ته ادامه ورکړي او هغه چې په جهاد کې یي شرکت نه دی کړی باید له مجاهدینو سره یوځای شي.

هغه کسان چې ددښمن د زهرجنو تبلیغاتو له امله غولیدلي او ددښمن صف ته ورغلي ، دوی باید له وطن فروشي او خیانت نه لاس واخلي،دوی باید مجاهدین وپیژني چې دهمدې مؤمن اولس زامن دي، نوځکه باید کافرو دښمنانو تبلیغات ونه مني،دغه کسان باید په خپل ځان رحم وکړي د خپلې دنیا او عقبی د نجات لپاره باید هڅه وکړي، دکفر له مزدورۍ لاس واخلي،د مجاهدینو غیږه ددوی په مخ خلاصه ده او همیشه ورته هرکلی وایي .

د فاریاب خلک شاهدان دي چې مجاهدینو بیا بیا هغه عسکر چې په جګړه کې نیولي له لازمو هدایاتو وروسته یي بیرته پرې ایښي دي له دې څخه باید دوی وفهموي چې مجاهدین یوازې دخلکو دوژلو لپاره نه دي راپورته شوي ، بلکې د خلکو اصلاح غواړي د کفر له صف څخه یي راګرځوي او د خلکو دنیا او اخرت د سعادت لپاره هڅه کوي .