پکتيا: د تعليم او تربيې اړوند د ټولو ولسواليو مديرانو ته درې ورځنی تربيوي سيمنار ورکړی شو

دا تربیوي سمينار چې د شوال المکرم میاشتې د ۱۴۴۲/۱۰/۹ نېټې څخه پیل تر ۱۱ نېټې پورې یې داوام وکړ، د پکتيا ولايت د تعليم او تربيې د رئیس، د جنوبي حلقې د اداري مسئول تر نظارت لاندې او دپکتيا ولايت د تعليم او تربيې د معاون لخوا ورکړی شو. په ياد سمينار کې مديرانو […]

دا تربیوي سمينار چې د شوال المکرم میاشتې د ۱۴۴۲/۱۰/۹ نېټې څخه پیل تر ۱۱ نېټې پورې یې داوام وکړ، د پکتيا ولايت د تعليم او تربيې د رئیس، د جنوبي حلقې د اداري مسئول تر نظارت لاندې او دپکتيا ولايت د تعليم او تربيې د معاون لخوا ورکړی شو.

په ياد سمينار کې مديرانو ته د اداري چارو په سربېره په بيلا بيلو برخو کې معلومات ورکړل شو، تر څو د مديرانو کاري لوړتيا او ظرفيت لوړل شي.

همدا راز د علماء کرامو لخوا هم د سيمنار ګډونوالو ته د اطاعت، مسئوليت او د تعليم او تربيې د اهميت په اړه بيانونه وشول، مديران يې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل تر څو هغه مسئوليتونه چې دوی ته ورکړل شوي په سمه توګه تر سره کړي.

د يادولو وړ ده چې د همدې څلور ورځني سفر په ترڅ کې د سيدکرم ولسوالۍ مربوط د جهاد کلي، د خوشحال خېلو، کلګرو او د سيجنک د مکاتبو او مدارسو څخه هم وخت په وخت ليدنه او کتنه وکړی شوه.

ياده کتنه چې د پکتيا ولايت د تعليم اوتربيې د رئيس او د جنوبي حلقي ادارې مسئول په ملتيا تر سره شوه د يادو تعليمي ادارو مسئولينو ته د تعليم اوتربيې د رئيس لخوا د شاګردانو د ښې روزنې، د تعليم او دتربيې  په اړه مفصلې لارښووني او هدايات ورکړل شول.

د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسيون طرز العمل او لوايح د جنوبي حلقې د ادارې مسئول لخوا تشريح او توضيح کړی شول او د يادو ادارو د مسئولينو څخه يې د عملي کولو غوښتنه وکړه ديادو ادارو مسئولينو ژمنه وکړه چې دوی به داسلامي امارت ټول لوايح عملي کوي.

همدا راز د تعليم او تربيې رئيس او د جنوبي حلقې ادارې مسئول په جهاد کلي کې د منګلو د قوم د مرلخېلو، ايوبيو او د خوجوړيو دمشرانو سره هم ناسته وکړه، په ياده ناسته کې د جهاد کلي د مدرسې په سر چې کومه لانجه موجوده وه د تعليم او تربيې د رئيس او د جنوبي حلقې دمسئول په منځګړیتوب حل اوفصل کړی شوه.
۲۰۲۱/۵/۲۷