پکتيا: ۲۰ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل وسوځول شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) نن سه شنبه، د پکتيا عامه روغتيا رياست له لورې د دې ولايت په مرکز ګرديز کې ۲۰ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل له درملتونونو، شرکتو او عمده فروشيو راټول شوي ؤ، وسوځول شول. د عامې روغتيا رياست اړوند د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د بررسۍ کميسيون […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) نن سه شنبه، د پکتيا عامه روغتيا رياست له لورې د دې ولايت په مرکز ګرديز کې ۲۰ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل له درملتونونو، شرکتو او عمده فروشيو راټول شوي ؤ، وسوځول شول.

د عامې روغتيا رياست اړوند د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د بررسۍ کميسيون مدير ډاکتر محمد شريف احمدزي رسنیو ته وويل چې د دغه کميسيون له لورې د تېرو ۹ مياشتو په جريان کې د مرکز ګرديز په شمول د دې ولايت بېلابېلو ولسواليو څخه ۷۲ قلمه او ۲۰ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل راټول شوې ؤ، وسوځول شول.

احمدزی زياتوي چې دغه درمل عمده فروشيو او درملتونو له مسؤلينو سره په همغږۍ راټول کړل شوې ؤ.

د عامه روغتيا رياست د مسؤلينو په وينا د اسلامي امارت په راتګ سره دا دوهم ځل دی چې بې کيفته او تاريخ تېر درمل راټولېږي او له منځه وړل کېږي.

د يادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه رياست لخوا ۶ ټنه ورته درمل سوځول شوي ؤ.