زابل او کونړ ولایتونو کې د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې تر سره شوې

د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ اړوند دمعافانو په سیمه کې په نور العلوم مدرسه کې د دستار فضیلت په ویاړ پرتمینه غونډه تر سره شوه. د غونډې په وروستی برخه کې د عالمیه درجې ۱۵ تنو فاضلان ته ویاړمنې پګړۍ د سیمې د معتبرو علماء کرامو لخوا ور په سر کړل شوې. په ورته مهال […]

د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ اړوند دمعافانو په سیمه کې په نور العلوم مدرسه کې د دستار فضیلت په ویاړ پرتمینه غونډه تر سره شوه.

د غونډې په وروستی برخه کې د عالمیه درجې ۱۵ تنو فاضلان ته ویاړمنې پګړۍ د سیمې د معتبرو علماء کرامو لخوا ور په سر کړل شوې.

په ورته مهال د یاد ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوند د ګزي د سیمې د محمدیه مدرسې په انګړ کې د دستار فضیلت ویاړمنه غونډه تر سره شوه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د عالمیه درجې ۴ تنو فاضلانو ته ویاړمنې پګړۍ د معتبرو علماء کرامو لخوا ور په سر کړل شوې.

په دواړو پرتمینو غونډو کې علماء کرامو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون کړی وو، د غونډو برخه والو ته جیدو علماء کرامو د تعلیم او تعلم په اړتیا او ارزښت خورا مهمې خبرې وکړې، دا پرتمینې او بابرکته غونډې د دعاوو په غوښتلو سره پای ته ورسېدې.

بلخوا د کونړ ولايت وټپور ولسوالۍ د دهوز جديد په کلي کې د مکاتبو او مدارسو د فراغت په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت وټپور ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسئولینو لخوا غونډه جوړه شوې وه، په دې غونډه کې علماء کرامو په خپل نوبت د علم او تعليم د اهميت په اړه هر اړخيزې ویناوې وکړې او ولسونه يې تعليم ته وهڅول.
۲۰۲۱/۴/۴