کونړ: د خوارځواکه ماشومانو لپاره شپږ بستریزه عصري څانګه پرانیستل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د کونړ ولایت روغتیا ریاست په چوکاټ کې د         PU- AMI موسیسې په مالي مټ د څه کم ۶،۱ میلیونه  افغانیو په ارزښت د BHA موسیسې په تخنیکي همکارۍ د خوارځواکه ماشومانو لپاره د لومړنيو طبي خدمتونو عصري څانګه جوړه او د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د ولایت مقام […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د کونړ ولایت روغتیا ریاست په چوکاټ کې د         PU- AMI موسیسې په مالي مټ د څه کم ۶،۱ میلیونه  افغانیو په ارزښت د BHA موسیسې په تخنیکي همکارۍ د خوارځواکه ماشومانو لپاره د لومړنيو طبي خدمتونو عصري څانګه جوړه او د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي سید انور شاه، خاص استازي مولوي جان محمد او روغتیا رییس قاري مظفر مخلص په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
له همدې امله جوړ شویو مراسیمو کې ویناوالو روغتیایي خدمتونو لاس رسی د خلکو اساسي حق وباله او دغه برخه کې د لازیاتو پرمختیاوو رامنځته کولو ډاډ وښود.