کونړ: د کانونو د استخراج له درکه میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته اضافه شوي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د کونړ ولایت د کانونو او پترولیم رییس مولوي صدیق الله عابد وایي، تیر یو کال کې یې د معادنونو له درکه ۲۴،۷۵۲،۰۱۱ عواید راټول کړي، چې د تیر په پرتله پکې د پام وړ زیات والی راغلی دی د نوموړي په وینا،د کانونو او پترولیم وزارت له خوا د کونړ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د کونړ ولایت د کانونو او پترولیم رییس مولوي صدیق الله عابد وایي، تیر یو کال کې یې د معادنونو له درکه ۲۴،۷۵۲،۰۱۱ عواید راټول کړي، چې د تیر په پرتله پکې د پام وړ زیات والی راغلی دی
د نوموړي په وینا،د کانونو او پترولیم وزارت له خوا د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د نفرایټ کانونو شپږ بلاکونه او نورګل ولسوالۍ کې د مرمرو کان بېلابېلو شرکتونو ته  په قرارداد ورکړل شوي او اکتشافي چارې یې جریان لري، چې په استخراج سره به میلیاردونه افغانۍ د دولت خزانې ته تحویل شي.

ښاغلی عابد زیاتوي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کوچني مقیاس قراردادونو له مخې د شپږ کانونو اکتشافي چارې د بېلابېلو شرکتونو له خوا جریان لري چې له جملې د  ډي بلاک چې د عبید ایوب نوري لمیټیډ شرکت له خوا یې چارې پر مخ وړل کېږي استخراج پیل شوی او دولتي خزانې ته یې لومړۍ جوفه کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ ورکړې دي.

نوموړي وویل، ((دلته د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي، د ملي سوداګرو مو غوښتنه ده چې راشي او پانګونه وکړي او دلته په پانګونې د ملي عوایدو لوړاوي او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي.))