یو بل مهم ګام واخیستل شو

د اونۍ تبصره: همدا نن شنبه د سبتمبر په دوولسمه نیټه د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو افتتاحي مراسم ترسره شول. معلومه خبره ده چې د افغانستان موضوع دوه مهم ابعاد لري چې یو یې خارجي او دوهم داخلي بعد دی. په خارجي بعد کې اسلامي امارت د امریکا له […]

د اونۍ تبصره:

همدا نن شنبه د سبتمبر په دوولسمه نیټه د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو افتتاحي مراسم ترسره شول. معلومه خبره ده چې د افغانستان موضوع دوه مهم ابعاد لري چې یو یې خارجي او دوهم داخلي بعد دی. په خارجي بعد کې اسلامي امارت د امریکا له متحده ایالاتو سره بریالي مذاکرات ترسره کړل او لله الحمد ټول مسائل د یوولس پړاوه مذاکراتو په لړ کې حل او وروسته د یوې توافقنامې په امضاء سره دغه بهیر نهایي شو.

د مسئلې د داخلي بعد اړوند د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د اعتماد سازۍ په مقصد ځینې شرایط ایښودل شوي وو چې مهم یې د زرګونو بندیانو تبادله وه. د بندیانو تبادله که څه هم په ځنډ او بیا بیا توقف سره ترسره شوه، خو دا یو لوی پرمختګ و. د دواړو اړخونو له محابسو څخه شاوخوا شپږ زره بندیان آزاد شول. د دې معنی دا ده چې شپږ زره افغانې کورنۍ چې خپلوان یې ترې بیل وو له خوشالۍ او ډاډ څخه برخمنې شوې.

اوس چې د زرګونو بندیانو له خلاصون وروسته بین الافغاني مذاکرات هم عملا پيل شول، زموږ د هیواد لپاره ښه زیری دی او باید ټول اړخونه او د ټولنې اقشار یې په نیک فال ونیسي.

لکه د بین الافغاني مذاکراتو افتتاحي مجلس چې څومره پرتمین و، له افغاني اړخونو پرته د سیمې او نړۍ د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملل متحد، اسلامي هیوادونو او نورو بیلابیلو سازمانونو استازو په کې ویناوې واورولې. دغه راز دغه ټوله مرحله له لوړ اهمیت څخه برخمنه ده.

په دې مرحله کې به زموږ د هیواد راتلونکی ټاکل کیږي. د څلویښت کلن بحران د حل او پای ته رسولو لارې به لټول کیږي. د یوه اسلامي، خپلواک او سرلوړي افغانستان لپاره زموږ د ملت د څلویښت کلنو قربانیو، هجرتونو او تکالیفو ثمره به راټولیږي.

لکه څنګه چې د افغانستان اسلامي امارت دې مرحلې ته په ډیر اهمیت قائل دی او د هغه لپاره یو لوړ رتبه او په هر لحاظ بشپړ پلاوی ټاکلی دی. دغه راز د مسئلې نور اړخونه هم باید په دې حساسه مرحله کې مسؤلانه چلند وکړي. اسلامي امارت باور لري چې د مسئلې د خارجي بعد له حل وروسته د دې امکان شته چې افغانان په یوه ټغر سره راټول او د یوه اسلامي او خپلواک نظام تر سیوري راتلونکی ژوند وکړي.

څرنګه چې دا ولس د یوه دین، یوه فکر او ګډو ارزښتونو څښتن دی. نو ځکه نور باید د بحران د تطویل لپاره بهانې ونه لټول شي. اسلامي امارت لکه څنګه چې له امریکایانو سره په مذاکراتو کې یې د تفاهم اصل ته خپله ژمنتیا ثابته کړه او دا یې وښودله چې له اشغالګر دښمن سره هم د خبرو په مټ یوې نتیجې ته رسیدلی شي. دغسې په داخلي کچه هم د مسائلو سوله ییز حل ته تعهد لري.

زموږ په نظر بین الافغاني مذاکرات هغه وخت د بریا مخه موندلای شي چې ټول اړخونه د مسائلو د حل لپاره خپل اسلامي او ملي معیارونه د اصل په حیث وټاکي. دا چې دغه مذاکرات بین الافغاني دی نو ځکه له پردیو مداخلو، پردیو افکارو او پردیو معیارونو څخه باید پاک وساتل شي. زموږ خپل دیني او ملي ارزښتونو چې زموږ ولس پرې قناعت لري باید د پردیو وارداتي افکارو قرباني نه شي.