پر کابل د غلو او شوکمارو سلطه

د اونۍ تبصره: که څه هم د افغانستان په پلازمینه کابل ښار کې د غلو، لوټمارانو، اختطافګرو او نورو مجرمینو د شتون خبره کومه نوې موضوع نه ده، اما په دې وروستیو کې دغه وړ جرائم دومره زیات شوي چې نور یې له ښاریانو هم د تیښتې لوری ورک کړی دی. له کابل ښار څخه […]

د اونۍ تبصره:

که څه هم د افغانستان په پلازمینه کابل ښار کې د غلو، لوټمارانو، اختطافګرو او نورو مجرمینو د شتون خبره کومه نوې موضوع نه ده، اما په دې وروستیو کې دغه وړ جرائم دومره زیات شوي چې نور یې له ښاریانو هم د تیښتې لوری ورک کړی دی.
له کابل ښار څخه هره ورځ د لسګونو مسلحانه سرقتونو، قتلونو، اختطاف او نورو جرمي کړنو راپورونه ورکول کیږي. شوکماران نه یوازې له خلکو نغدې پیسې، موټر او نور قیمتي اجناس غلا کوي، بلکې د ښاریانوله لاسونو مبایل ټیلفونونه تښتوي، د خلکو کورونو ته وراوړي، حتی په ډیرو کم ارزښته شیانو پورې په رڼا ورځ خلک وژني. په دې وروستیو څو و رځو کې په اجتماعي رسنیو کې مسلسل د هغو ځوانانو انځورونه خپریږي چې په کابل ښار کې غلو وژلي دي. د شوکمارو لخوا د خلکو د وژلو پیښې دومره ډیرې شوي دي چې څه موده وړاندې د کابل ځینو ښاریانو د خواله رسنیو له لارې یو کمپاین تر سره کړ چې په کې یې له غلو غوښتنه کړې وه چې ( مال مو واخلئ خو ژوند رانه مه اخلئ)
کابل ښاریان وایي چې دوی ځکه غلو ته مراجعه کړې او خپله غوښتنه یې هغوی ته وړاندې کړې، چې نور له چارواکو په بشپړ ډول مایوسه دي. بله دا چې اکثر چارواکي له غلو سره ملګرتیا لري او دا چې شوکماران په رڼا ورځ د کابل ښار په تر ټولو امن سیمه کې غلاوې کوي، معلومه خبره ده چې ځواکمنه پشتوانه لري. له دې علاوه داسې هم لیدل شوي چې ولسي خلکو غله نیولي وي خو چې کله یې پولیسو ته سپارلي وي هغو بیرته خوشي کړي دي.
په کابل ښار کې د غلا او لوټماریو ډیرې پیښې د دې ښار په مرکزي سیمو کې ترسره کیږي. د کابل ښار د اطرافو هغه سیمې چې د اسلامي امارت مجاهدین په کې پټ یا ښکاره فعالیت لري، خلک یې وایي چې د مجاهدینو له راتګ سره غله او شوکماران ورک شوي دي.
کابل ښار داسې مهال د غلو او اختطافګرو په مرکز بدل شوی دی، چې د ارګ واکمن اشرف غني د درست افغانستان د جوړولو دعوه لري. نوموړی چې یوازینی فعالیت یې نمایشي غونډې، تظاهر او سیاسي ریاکاري ده د لویو دعوو باوجود یوازې دومره توان او میړانه هم نه لري چې دا څو مربع کیلومتره کابل ښار امن کړي او هغه ښاریان د شوکمارو له اذیت څخه وژغوري چې دی یې خپل رعیت ګڼي.
دا چې د ارګ واکمن د کابل ښار د نظم او امن په ساتلو کې پاته راغلي، له دې څرګندیږي چې اصلا دوی د دې قابل نه دي چې د دې څو میلیوني ښار د اوسیدونکو د سر، مال او عزت د ساتنې مسؤلیت په غاړه واخلي. کوم واکمن چې د کوڅې او محل د شوکمار، غله او اختطافګر سره د مقابلې توان نه لري او د پلازمینې واک ترې شوکمارو او کیسه برانو اخیستی وي، هغه ته نه ښایي چې د حکومت او مردم دارۍ دعوه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې په تیر ځل واکمني کې د کابل په شمول د افغانستان په ټولو سیمو کې مثالي امن قائم کړی و، اوس یې هم په خپلو تر واک لاندې ساحو کې خلکو ته د آرام ژوند فضا اماده کړې ده. اسلامي امارت هڅه کوي چې د اطرافي سیمو غوندې د ښارونو اوسیدونکي هم د لوټمارو او شوکمارو له ظلم او اذیت څخه آزاد کاندي.