لوی اختر د قربانۍ او ایثار فرصت

د اونۍ تبصره: سږ کال لوی اختر ( عیدالاضحی) په داسې حال کې راغلی چې اسلامي امت بلکې ټوله نړۍ له یوه ستونزمن او غیر عادي حالت سره مخامخ ده. د کرونا بحران چې درسته نړۍ یې وځپله د عامه ژوند بیلابیل اړخونه یې اغیزمن کړي دي. سږ کال مسلمانان د قربانۍ اختر په داسې […]

د اونۍ تبصره:

سږ کال لوی اختر ( عیدالاضحی) په داسې حال کې راغلی چې اسلامي امت بلکې ټوله نړۍ له یوه ستونزمن او غیر عادي حالت سره مخامخ ده. د کرونا بحران چې درسته نړۍ یې وځپله د عامه ژوند بیلابیل اړخونه یې اغیزمن کړي دي.
سږ کال مسلمانان د قربانۍ اختر په داسې حال کې لمانځي، چې د اسلام د ستر رکن (حج) مراسم محدود شوي دي. هغه ستره اجتماع چې په نړیواله سطحه د مسلمانانو د یووالي، اخوت او پرتم نښه ګڼل کیدله، سږ کال د پخوا په شان نه لمانځل کیږي. بل اړخ د کرونا بحران له امله خلکو ته درانه اقتصادي زیانونه رسیدلي دي.
که د ګران هیواد افغانستان په سطحه ووایو، د مسلسلو نارامیو، حاکم فساد، اشغال او نورو ستونزو نه علاوه د کرونا بحران د هیوادوالو ستونزې تر پخوا څو چنده اضافه کړي دي. بې کاري اوج ته رسیدلې او د فقر کچه د هرکله په نسبت لوړه شوې ده.
د قربانۍ اختر چې د ایثار، سرښندنې او د الله تعالی په لار کې د قربانۍ ورکولو فلسفه په کې نغښتې ده، په دې خاصو شرایطو کې د مسلمانانو لپاره ځانګړی پیغام لري چې باید هر مؤمن ورباندې ځان پوه کړي او تر خپله وسه یې عملي کړي.
د ستونزو او غمیزو په اوج کې د قربانۍ د اختر پیغام دا دی چې مسلمانان د یوه جسد په شان باید یو د بل دردونه حس کړي. له حاله یې ځان خبر کړي. که څوک د اختر د لمانځلو وس نه لري باید تر خپل توانه ورسره کومک وکړي. د اختر په خوښیو کې یې شریک کړي. که نور هیڅ نه وي د قربانۍ د غوښو په تقسیم کې باید هغو اصول په پام کې ولري چې اسلام یې لارښوونه کوي. تر څو زموږ غریب او بیچاره وروڼه بې برخې پاته نه شي.
له دې علاوه د شهیدانو، یتیمانو، کونډو، اسیرانو او نورو مظلومانو د کورنیو خاص پوښتنه وکړي. تر څو لږ تر لږه د اختر خوښۍ احساس کړي. همدا د اسلام لارښوونه ده او همدا د اسلامي اخوت عملي مصداق دی.
دا چې یوه اړخ ته په هیواد کې د بې کارۍ، فقر، لوږې او نورو ستونزو کچه په لوړیدو ته او بل اړخ ته حاکم فساد کوونکي تر پخوا زیات په لوټماریو او د ملي شتمنیو په چورتالان بوخت دي، اسلامي امارت یې د جدي اندیښنې وړ بولي. نږدې هره ورځ داسې خبرونه خپریږي چې د فاسدو چارواکو لخوا په بیلابیلو پروژو کې د منظم اختلاس، له بانکونو څخه د غلا او بهرنیو هیوادونو ته د پانګو د لیږد حکایت کوي. د کرونا له بحران سره هم مهال د ولس د وینو زبیښل د افغان ولس په حق کې د ارګ د چارواکو هغه جفا او ظلم دی چې تاریخ به یې کله هم هیر نه کړي.
زموږ په نظر د فقر د کچې د لوړیدو یو ستر عامل د چارواکو هغه منظم اختلاس او فساد دی چې په اساس یې ملي شتمنۍ او پانګې په بیلابیلو نومونو غلا کیږي او له هیواده ایستل کیږي. دا چې د پرديپالو چارواکو حساب له ولس څخه جدا دی نو ځکه ولس باید په خپل د خپلو بې وسه کورنیو لاسنیوی وکړي، او د لوی اختر په ورځو کې د ایثار او مهربانۍ له دې ستر فرصت څخه استفاده وکړي.