قرآن کریم د الله تعالی عظیم الشان کتاب او د انساني کرامت میزان دی

د اونۍ تبصره نړۍ شاهده ده چې د امریکایي ناروا اشغال له ابتدا نه د اسلام د سپیڅلو مقدساتو او افغاني درنو عنعناتو د سپکاوي لړۍ پیل شوې ، مګر د امریکا د بهرنیو چارو  وزیر جان کیري په لارښوونه د کابل د اوسنۍ فاسدې او دوه سره اداري د تشکیل وروسته یې خورا زور […]

د اونۍ تبصره
نړۍ شاهده ده چې د امریکایي ناروا اشغال له ابتدا نه د اسلام د سپیڅلو مقدساتو او افغاني درنو عنعناتو د سپکاوي لړۍ پیل شوې ، مګر د امریکا د بهرنیو چارو  وزیر جان کیري په لارښوونه د کابل د اوسنۍ فاسدې او دوه سره اداري د تشکیل وروسته یې خورا زور اخیستی دی، نیږدي هره اونۍ په یو ډول نه په یو ډول د اسلامي شعائرو سپکاوی کېږي. کله د الله جل جلاله د مقدس ذات په وړاندې بې ادبي کېږي، کله په جهاد او کله په اسلامي حجاب مسخرې کېږي. او کله مدرسې او جوماتونه د سخت دریځۍ مرکزونه ګڼل کېږي.

 د الله جل  جلاله مقدس کتاب قرآن کریم د ټول انسانیت د لارښووني لپاره پر حضرت محمد صلی الله علیه و سلم نازل شوی دی، او رسول الله صلی الله علیه  وسلم د الهي کرامت میزان بللی: ( إن الله يرفع بهذا الكتاب أقواماً ويضع به آخرين) رواه مسلم.

ژباړه: بیشکه چې الله جل جلاله په دې کتاب ځينې خلک ( منونکي ) لوړوي، او ځينې ( نه منونکي ) پرې ټيټوي.

 دا عظیم کتاب هم د اشغالګرو د غیر اخلاقي کړنو نه په امن کې پاتې نشو، د بګرام، کندهار او ګوانتنامو په محبسونو کې څو څو ځله والعیاذ بالله سپکاوی ورته وشو، چې د افغان مسلمان ولس لخوا له شدید عکس العمل سره مخامخ شو.

   تېره اونۍ د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې د ملي اردو په نامه اوباشانو لخوا چې کومه ناوړه  پېښه رامینځته شوې، د انسانیت، تمدن او عقل په چوکاټ کې ځای نلري، دا د اشغالګرو د هغي منحوسي تربیې نتیجه ده چې تل پرې ویاړي او داسي فکر کوي چې د افغان ولس د درانه کلتور د لمنځه وړلو لپاره روزل شوي لوچکان به د دوی ځای ناستي او د دوی د ګټو ساتونکي وي.

د تاسف ځای دا دی چې د قرآن کریم سپکاوی د هغو کسانو لخوا کیږي چې ځانونه د ولس او د ولس د ارزښتونو محافظین او مدافعین ګڼي، په داسې حال کې چې د ملي اردو او ملي پولیسو په نامه دغه لاسپوڅی ځواک د اشغالګرو د اهدافو د تحقق په خاطر رامینځته شوی دی.

د تعجب وړ ده چې د قرآن کریم په دغه شکیدلو مباركو پاڼو کې د (الاحقاف) سورت د (۲۶) آیت کریمه دا جمله ډیره واضحه ښکاري: {إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ}

ژباړه: او هغه وخت یاد کړه چې دوی (  عادیان  ) د الله جل جلاله له آیتونو څخه انکاریان وو، او هغه څه ( الهي عذاب ) پرې را نازل شو چې دوی به ټوکې ور پورې کولې.

  په لومړۍ فقره کې پر قوم عاد د دنیوي عذاب د راتللو علت ذکر شوی چې د الله تعالی د آیاتونو څخه انکار دی او په دویمه فقره کې د دوی بیباکۍ ته اشاره ده چې د الله پاک د عذاب وعده یې بابیزه ګڼله او ټوکي یې پوري کولي، ابن کثیر فرمایي: أي : فاحذروا أيها المخاطبون أن تكونوا مثلهم ، فيصيبكم مثل ما أصابهم من العذاب في الدنيا والآخرة.

ژباړه: نو اې مخاطبانو له دې ځان وژغورئ چې ددوی ( کفارو ) په څېر شئ؛ ځکه چې بیا به په دنیا او آخرت کې هغه عذاب درته ورسي کوم چې دوی ( کفارو ) ته رسېدلی و.

 د په نامه ملي اردو هغو جنایتکارانو چې د الله جل جلاله د سپیڅلي کتاب والعیاذ بالله توهین، بي قدري او بي عزتي کړې د الله جل جلاله له شدید عذاب څخه دې وویریږي، توبه دې وباسي؛ ځکه د توبي دروازه لا خلاصه ده او الله جل وعلا بخښونکی او مهربان ذات دی، د خپلو بندګانو په توبه خوشحالیږي، ددې پر ځای چې دا په نامه ملي اردو د الله جل جلاله د کتاب سپکاوی کوي، د ولس احساسات ټپي کوي، باید د کفارو په مقابل کې وجنګېږي،  ځکه هر مسلمان مکلف دی چې قرآن کریم زده کړي، په لارښوونو یې عمل وکړي، حلال یې حلال او حرام یې حرام وبولي او د الله پاک د سپیڅلي کتاب څخه په سر او مال دفاع وکړي؛ ځکه چې د قرآن کریم ددنیا او آخرت د نجات او نیکبختۍ اصل او اساس دی. والله الموفق