طبعي ناورین او د خواخوږۍ ضرورت

د اونۍتبصره: څو ورځې وړاندې د هیواد په بیلابیلو ولایاتو کې د مسلسلو بارانونو له امله خطرناک سیلابونه راوتلي او عامو وګړو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي. دغه سیلابونه په ۱۳ ولایاتو کې راوتلي دي خو ډير تلفات یې په پروان، کابل، پکتیا، پنجشیر، میدان وردګ، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو […]

د اونۍتبصره:

څو ورځې وړاندې د هیواد په بیلابیلو ولایاتو کې د مسلسلو بارانونو له امله خطرناک سیلابونه راوتلي او عامو وګړو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي. دغه سیلابونه په ۱۳ ولایاتو کې راوتلي دي خو ډير تلفات یې په پروان، کابل، پکتیا، پنجشیر، میدان وردګ، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې اړولي دي.

د وروستیو ورکړل شویو شمیرو له مخې د سیلابونو له امله د سر زیان تر سلګونو رسیږي. دغه راز د ولسي وګړو ګڼ شمیر کورونه، دوکانونه، کښتونه او نور املاک هم یا بشپړ له منځي تللي او یا هم ورته زیان رسیدلی دی. د سیلابونو دغه ناورین داسې مهال پیښیږي چې هیوادوال د کرونا د بحران له امله هم ډیر متأثره شوي دي. له دې علاوه روان اشغال او د لوټمارو چارواکو کړنې هم د فقر د کچې په زیاتوب کې لوی لاس لري.

د سیلابونو د بحران په وړاندې د کابل ادارې عکس العمل تر ډیره یوازې په تبلیغاتي او نمایشي کړنو پورې محدود دی. فاسد چارواکي چې همیشه یې د ولس په بده ورځ کې شخصي ګټې لټولې او د ولس په نوم راغلې پیسې یې غلا کړې دي په اوسني بحران کې هم هیڅوک ورباندې باور نه شي کولای.

د افغانستان اسلامي امارت له سیلاب ځپلو سره د خواخوږۍ او غمشريکۍ له شریکولو علاوه په خپلو مجاهدینو غږ کړی چې په خپل ټول توان سره د ناورین ځپلو مرستې ته ودانګي. هغوی ته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو، روغتیایي مرستو، سرپناه او نورو کومکونو په رسولو کې بشپړه همکاري وکړي.

په محلي کچه د ولسي خلکو هم دا مسؤلیت دی چې د اسلامي اخوت او انساني خواخوږۍ له مخې د خپلو متأثرو وروڼو سره په ځان او مال کومک وکړي. ولسي وګړي باید یوازې د مرستندویه ادارو د کومک په تمه شپې سبا نه کړي. بلکې په خپله باید لاس په کار شي. لکه څنګه چې دغه درد او ناورین تر بل هر چا دوی ښه حس کوي، همداسې خپلو ناورین ځپلو وروڼو ته تر بل هر چا د دوی ډیر خیر رسیدلی شي. له ناورین ځپلو سره د مرستې او همکارۍ اشر لکه څنګه چې په دیني لحاظ له اجر او ثواب ډک کار بلل کیږي، د خلکو تر منځ د یووالي، اخوت او پیوستون د رشتو په پياوړي کولو کې هم لوی نقش لري او ټولنې ته د ناورینونو په مقابل کې د مقاومت توان وربښي.

د افغانستان اسلامي امارت همداراز په مرستندویه ادارو او خیریه ټولنو غږ کوي چې باید زموږ د هیواد ناروین ځپلو ته هم په همدومره کچه توجه او رسیدګي وکړي لکه د نړۍ په نورو برخو کې چې د ناورین ځپلو لپاره د مرستو کمپاینونه او د کومک رسولو پراخ فعالیتونه ترسره کیږي.

کومکي ادارې د تشو احصائیو او رسنیز نمایش پر ځای باید عملي کار ته ډیره توجه وکړي ځکه د ناورین ځپلو زخمونه یوازې په عملي مرستو سره مرهم کیدلای شي. اسلامي امارت په دې برخه کې له مرستندویه ادارو سره هره نوع همکارۍ ته بشپړه امادګي لري او ناورین ځپلو ته د مرستو په رسولوکې به له هیڅ راز هڅو دریغ ونه کړي.