د ملي شتمنیو ساتنه او ژغورنه اسلامي او ملي وجیبه ده(د اونۍ تبصره)

د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د ملي شتمنیو ساتنه، ژغورنه او رغونه یوه ستره دیني او ملي وجیبه ده، ځکه له یوه لوري د هیواد د اقتصادي نظام مهمه ستن تشکیلوي، له بلې خوا د افغان مسلمان ولس د لومړنیو دیني، تعلیمي او ټولنیزو اړتیاو په پوره کولو کې بنسټیز رول لري، […]

د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د ملي شتمنیو ساتنه، ژغورنه او رغونه یوه ستره دیني او ملي وجیبه ده، ځکه له یوه لوري د هیواد د اقتصادي نظام مهمه ستن تشکیلوي، له بلې خوا د افغان مسلمان ولس د لومړنیو دیني، تعلیمي او ټولنیزو اړتیاو په پوره کولو کې بنسټیز رول لري، د عام المنفعه تاسیساتو جوړول او ساتل، د اسلامي نظام د ټنګښت او بقا لپاره یو مبرم ضرورت دی.

په دې کې هیڅ شک نشته چې عام المنفعه تاسیسات – لکه لارې، پلونه، تونلونه، د اوبو بندونه، د اوبه خور سیستمونه، بریښنا کوټونه، د بریښنا د انتقال مرکزونه، د کانونو د استخراج، د نفتو د تصفیې مراکز او سامان آلات،  تعلیمي ادارې، مدرسې، مساجد، ښونځي، پوهنتونونه، صحي مراکز، کلینکونه، روغتونونه او نور – دا ټول د ملت مشترک مال دی، ګټه او تاوان یې عام ولس ته رسیږي او ورانول یې نه یوازې دا چې د انسانیت ضد جنایت دی، بلکې د اسلامي شریعت له مخې یو ناروا عمل دی؛ ځکه عام المنفعه تاسیسات د بیت المال یوه برخه ده، او د اسلام د مبارک دین د احکامو له مخې له بیت المال سره په لوی لاس بې پروايي کول یا یې له منځه وړل لویه ګناه ده.

که د خلفاء الراشدینو رضی الله عنهم او له هغوی څخه را  وروسته د نورو اسلامي امیرانو تاریخونه مطالعه کړو نو وبه مومو چې هر یوه د خپل عصر او حالاتو مطابق خپلو جهادي قوماندانانو ته امر کړی دی چې د جهادي عملیاتو په ترڅ کې تر خپله وسه د فساد او تخریب مخنیوی وکړي، د ابو بکر صدیق رضي الله عنه وصیت خو ډیر وضاحت لري، هغه مجاهدینو ته په خطاب کې وفرمایل: ودریږئ تاسو ته د لسو خبرو وصیت کوم، هغه یاد کړئ… د هغه په وصیت کې د خیانت، غدر، مثلي، د غیر جنګي خلکو د وژلو، د میوه دارو ونو د پریکولو او د څارویو د تلف کولو نه منع راغلي ده.

د مخکنیو صالحو امیرانو په پیروۍ عالیقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله هم په خپلو پیغامونو کې مجاهدینو ته په مکرر ډول د شخصي او ملي شتمنیو د حفاظت امر کړی دی، د بېلګي په ډول: نوموړي د ۱۴۳۵هق کال د کوچني اختر په پیغام کې مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي دي: ( دا ستاسو دیني او ملي وجیبه ده چې د خلکو دهوساینې .. لپاره زیار وباسئ .. د ولس .. سر، مال او عزت ته تاوان رسول هغه ستر جنایت دی چې دارتکاب له امله به یې نه په دنیا او نه هم په آخرت کې له محاسبې خلاص شئ، دخلکو په وړاندې ستاسو اخلاق باید یوازې زغم ، تواضع، بردباري، ایثار او متقابل احترام وي .. د جهادي عملیاتو په مهال باید دولس د سراو مال پوره خیال وساتئ ترڅو خدای مکړه متضرر نه شي … )

د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د خپل هېواد او ولس د خپلواکۍ، او له هېواد څخه د یرغلګرو د شړلو، او د یو خپلواک اسلامي نظام د قیام لپاره مقدس جهاد پیل کړی، ځکه نو د هېواد د عام المنفعه تاسیساتو ساتنه او ژغورنه خپله دنده بولي، بلکې دا د هر مجاهد شرعي او ملي مسولیت دی، او هر مجاهد شرعا مکلف دی چې تر خپله وسه د بیت المال د ورانېدو او تخریب مخنیوی وکړي، اسلامي امارت به د هر هغه چا په وړاندې د اسلامي شریعت په رڼا کې کوټلي ګامونه پورته کوي چې ولس او هېواد ته د زیان رسولو مرتکب شي.