د لویې جرګې له نامه یو ځل بیا غلطه استفاده

د اونۍ تبصره: په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او د مسئلې د سوله ییز حل پر خوا په پوره صداقت ګامونه اخلي، بالمقابل د کابل ادارې چارواکي مسلسل هڅه کوي چې د نویو پلمو او بهانو په تراشلو سره دغه بهیر ټکنی کړي. اسلامي امارت […]

د اونۍ تبصره:

په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او د مسئلې د سوله ییز حل پر خوا په پوره صداقت ګامونه اخلي، بالمقابل د کابل ادارې چارواکي مسلسل هڅه کوي چې د نویو پلمو او بهانو په تراشلو سره دغه بهیر ټکنی کړي.
اسلامي امارت که له یوې خوا د اختر په شپو کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ، له بلې خوا یې له خپل جانبه ټول هغه بندیان خوشي کړل چې په اړه یې توافق شوی و. اسلامي امارت په دې برخه کې د حسن نیت د اظهار په حیث له زر تنو څخه اضافه بندیان آزاد کړل تر څو یې په دې برخه کې خپل مسؤلیت په ښه طریقه سرته رسولی وي.
اما د کابل ادارې مشر اشرف غني د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې یو ځل بیا د تعهد شویو څلور سوه بندیانو له خلاصون څخه انکار وکړ او زیاته یې کړه چې د دې موضوع د نهایي کولو لپاره به لویه جرګه راوبولي.
لویې جرګې د افغانستان په تاریخ کې همېشه د خورا سترو او اساسي موضوعاتو د حل لپاره راغوښتل شوي دي. د معاصر افغانستان په څه کم درې پیړۍ تاریخ کې موږ د ګوتو په شمیر لویې جرګې لرو چې په هیواد د بهرني یرغل د دفاع، د زعامت د ټاکلو او یا نورو مهمو مسائلو په اړه راغوښتل شوي دي. اما په تیرو شلو کلونو کې د کابل ادارې واکمنو چې هیڅ قانوني پشتوانه یې نه درلوده، بیا بیا یې هڅه کړې چې د لویې جرګې له عنوان څخه ابزاري استفاده وکړي، دوی هرځل د محدود شمیر دولتي منسوبینو او په اجوره راوستل شویو کسانو په مټ د جرګې تمثیل کړی چې له تبلیغاتي هنګامې پرته یې هیڅ اغیز او پایله نه ده درلودلې.
د ارګ چارواکي چې د سوله ییز حل پر خوا د پیل شوې پروسې په جریان کې کاملا د ولس د هیلو برعکس عمل کوي او د سیاسي موضع ګیرۍ لپاره هیڅ منطقي سوژه نه لري اوس هڅه کوي څو ورځې د لویې جرګې د جوړولو په موضوع عامه اذهان مشغول کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه وځنډوي. له دې پرته د بندیانو د موضوع د څیړلو لپاره د لویې جرګې رابلل هیڅ معنی او د توجیه وړ مبنا نه لري.
د افغانستان اسلامي امارت د دوحې د تړون سره سم خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي او په دې برخه کې به نور هم د توافق شویو مواردو سره سم عمل کوي. اما افغان ولس دې ته متوجه کوي چې باید په دې حساسه مرحله کې هغه څيرې وپیژني چې د خپلو شخصي ګټو او نامشروع اقتدار د دوام لپاره د ټول ولس په هیلو لوبې کوي. د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لپاره بیلابیلې بهانې او پلمې رامخته کوي، خو یوازینی مقصد یې دا دی تر څو د اشغال او بحران تمدید ته لاره هواره کړي.