د دین او دیانت په وړاندې ښکاره دښمني

د اونۍ تبصره: هسې خو افغانستان ته د یرغلګرو او د هغوی د پلویانو له راتګ سره سم دلته د دیني اقدارو او شعائرو د ځپلو کار پیل شوی دی او هڅه روانه ده تر څو غیر اسلامي فرهنګ، ارزښتونه او اخلاق زموږ په مؤمن ولس وتپي. د افکارو او باورونو د ترویج او خپرولو […]

د اونۍ تبصره:

هسې خو افغانستان ته د یرغلګرو او د هغوی د پلویانو له راتګ سره سم دلته د دیني اقدارو او شعائرو د ځپلو کار پیل شوی دی او هڅه روانه ده تر څو غیر اسلامي فرهنګ، ارزښتونه او اخلاق زموږ په مؤمن ولس وتپي.
د افکارو او باورونو د ترویج او خپرولو یو مهم بخش د معارف ډګر دی. په اکثره هیوادونو کې غیر دیني افکار د معارف د کتابونو له لارې خپاره شوي او د معصومو مؤمنو ماشومانو اذهان ورباندې میکروبي شوي دي.
خو دا چي زموږ د ولس دیني شعور لوړ او د اسلامي غیرت جذبه ژوندۍ ده، دلته په نصاب کې د تحریف کار په تدریج سره پيل شو. دین ستیزانو لومړی د جهاد، شریعت، اسلامي نظام، شرعي حدود او دې ته ورته موضوعات له نصاب څخه وغورځول او د دې په ځای یې ځینې غیر دیني پردي اصطلاحات ور اضافه کړل.
د ارګ اوسنی حاکم اشرف غنی چې په سیکولر نظریه روزل شوی، د واکمن کیدو له ورځې یې په هره برخه کې د غیردیني فرهنګ د ودې او ترویج کار ته ملاتړلې ده. نوموړی لکه څنګه چې د اختلاط، بي سترۍ، فساد او نورو ناروا اعمالو د ترویج په برخه کې مخکښ دی، له خپل اسلامي ثقافت څخه د ځوان نسل بیګانه کول یې هم مهم هدف ټاکلی.
د نوموړي تر واکمنۍ لاندې د مطالعاتو او څیړنو یو مرکز د دې په ځای چې د هیواد نورې مهمې ستونزې راوسپړي، د مکاتبو او پوهنتونو په نصاب کې یې په دیني مضامینو او دیني اصطلاحاتو پسې را اخیستې او هڅه کوي دغه دیني موضوعات په رادیکالیزم تورن او له نصاب څخه حذف کړي.
دغه مرکز چې د رژیم د مهمو چارواکو لخوا حمایه کیږي، تیر کال یې د لوړو زده کړو په نصاب کې د اسلامي ثقافت مضمون د خپلو حاسدانه تبلیغاتو هدف ګرځولی و او سږ کال یې د ښوونځیو په نصاب کې د ایمان، اسلام، الله تعالی، قرآن، حمد، نعت، دعاء، اسلامي عقائدو او اخلاقي ارزښتونو یادول د راډیکالیزم او توندلارۍ عوامل ګڼلي دي.
موږ پوهیږو چې د اسلام د سترو شعائرو په وړاندې دا جسارت یوازې او یوازې د بې دینه واکمنو په ملاتړ کیدلای شي. کنه یو ګمنام څیړنیز مرکز هیڅکله دومره جرأت نه شي کولای چې د اسلام او مسلمانانو په خاوره کې په دومره سپین سترګۍ په دیني ارزښتونو برید وکړي.
زموږ په نظر په تعلیمي نصاب کې د دیني مضامینوپه نښه کول، بیا یې په اړه بیلابیل اتهامات او غلط تبلیغات بیانول د دین ستیزۍ د هغه پراخ تهاجم یوه وړه برخه ده چې تر اشغال لاندې افغانستان کې په بیلابیلو اشکالو جریان لري. زموږ مؤمن ولس، علماء کرام، منور شخصیتونه او د فکر او قلم خاوندان باید د دښمن د دغو دسیسو په وړاندې چوپ پاته نه شي، بلکې په ټولو ممکنه وسائلو یې مخنیوی وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د دیني مضامینو پر خلاف دغه شیطاني توطئه په کلکو ټکو غندي او زموږ د مؤمن ولس په وړاندې یې څرګند تیری او بې احترامي ګڼي. په عین حال کې د دغو دسیسو ترسره کوونکو ته وایو چې دلته له دې پخوا هم داسې هڅې شوې خو الله تعالی په شکست محکومې کړي دي. تاریخ راښيي چې د دین دښمنانو په داسې غیر موجهو حرکاتو سره یوازې خپل ځان او سیاسي شتون ته قبرونه کیندلي او د مؤمن ولس مجاهدانه غبرګون یې ټولې هڅې نابودې کړي دي.