د جنرال ‪“‬جان‪ ‬کېمپبل‪“‬ غیر معقولې غوښتنې؟!!

د اونۍ تبصره / د اشغالګرو قواوو د جګړمار قوماندان ‪“‬جان‪ ‬کېمپبل‪“‬ وروستنۍ څرګندونې د سولې د سبوتاژ کولو تازه هڅه ده، نوموړي د هغه دسیسې نه پرده پورته کړې چې امریکا یې د سولي ترنامه لاندې پلي کول غواړي، هغه دا ځل د امریکایې اشغال د دوام خوب ته د خندا وړ تعبیر وړاندې کړی، […]

د اونۍ تبصره /

د اشغالګرو قواوو د جګړمار قوماندان ‪“‬جان‪ ‬کېمپبل‪“‬ وروستنۍ څرګندونې د سولې د سبوتاژ کولو تازه هڅه ده، نوموړي د هغه دسیسې نه پرده پورته کړې چې امریکا یې د سولي ترنامه لاندې پلي کول غواړي، هغه دا ځل د امریکایې اشغال د دوام خوب ته د خندا وړ تعبیر وړاندې کړی، د اسلامي امارت مجاهدینو ته یې د طالبانو په نامه داسې مشوره ورکړې ده: “خپلې وسلې پرځمکه کېږدئ او د افغانستان او خپل هېواد برخه وګرځئ…”.

لومړی خو اسلامي امارت د خپل هېواد لپاره سوله نه یوازې اړینه ګڼي بلکې د افغان ولس د فرد فرد مسئولیت او الهي فریضه یې بولي، په هر مناسبت، هره سیاسي او عادي ناسته او حتی په خپلو خصوصي غونډو کې ټینګار کوي چې د افغانستان د خلکو نیکمرغي او سعادت د سر تاسري سولي سره غوټه دی، د هېواد اقتصادي، علمي او اجتماعي پرمختګ او بنسټیزه رغونه د افغانانو په اتحاد، سوله او په ذات البیني اصلاح پورې تړلې ده، د پګواش په وروستۍ غونده کې چې په (۲۳ ۲۴ جنوري ۲۰۱۶ز) نیټه د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې دائره شوه په هېواد کې د تل پاتي سولې په هکله د اسلامي امارت عادلانه موقف د برخوالو له لوري تایید شو او د اسلامي امارت غوښتنې یې د رېښتینې سولې لپاره اړینې وبللې.

“.. د افغانستان او خپل هېواد برخه وګرځئ…” دا جمله د نوموړي جنرال عارفانه تجاهل دی، ځکه هغه ډېر ښه پوهیږي چې اسلامي امارت د ولس له غیږې راپورته شوی، نوموړي ته هغه پراخې سیمې ښې معلومې دي چې د اسلامي امارت تر واک لاندې دي، نه دی، نه یې پوځیان او نه د لاسپوڅي ادارې اړوند کسان هلته د تللو جرأت کولای شي، نو ښکاره ده چې اسلامي امارت د خپل ګران هېواد برخه ده او وي به، د اشغالګرو سره دا څوارلس کلونه څوک ډغر وهي؟ د څلویښتو هېوادونو موډرن پوځ ته چا ماتې ورکړه؟ البته که د افغانستان څخه د نوموړي جنرال مطلب د کابل ګوډاګۍ اداره وي او له شرمه یې نوم نشي یادولای نو دا بیا بله معمی ده.

د اشغالګرو قواوو تلونکی قوماندان د امریکایې سولې لپاره امریکایې تعریف وړاندې کوي، لومړی په تهدیدي او ګستاخانه لهجه وایې: طالبان د سولې له پروسې سره د یو ځای کیدو پرته بل انتخاب نلري.. بیا په ناصحانه انداز کې وایې: … خپلې وسلې باید پر ځمکه کیږدي او خپل ترهګر فعالیتونه بند کړي“.

 دوی په کږو وږو او غیر منطقي خبرو کې مهارت لري، تل د خپلو غیر عادلانه او غیر معقولو غوښتنو لپاره پېچلي او معکوس عبارات کاروي، د عدالت او حق څخه تعبیر په فساد کوي، ظلم د عدالت په لباس کې وړاندې کوي، دې ظالمانو ته د سلګونو زرو افغانانو وژل، خپل وحشت، بربریت، په نیمو شپو د بیګناه خلګو کورونو ته ننوتل، د کورونو په خزلو او خاورو کې د ماشومانو او ښځو ژوندي ښخول، د ولس قتل عام، د هېواد په استقلال خیټه اچول او نور ترهګر فعالیتونه عدالت بلکې پرمختګ ښکاري، بلخوا د اشغالګرو د ظلم او بربریت د لمنځه وړلو، د اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د دفاع او د هېواد د استقلال د بیا اعادې په موخه د اسلامي امارت مقدس جهاد ترهګري ګڼي؟!!.

 د امریکې ولس دې د سرزورو جنرالانو په دغو اوتو بوتو ځانونه نه غولوي، دا د عقل، انصاف او عدالت نه لیري فیصلې دې رد کړي، د اسلامي امارت موقف دې په غور مطالعه کړي، د دې پرځای چې مونږ ته نصیحت وکړي په خپل ګریوان کې دې وګوري، زمونږ له هېواده دې خپل پوځیان وباسي، اشغال دې پایته ورسوي، ظلمونه او د بیګناه افغانانو وژنه دې بس کړي، دوی دي دا خبره په غور واوري چې: مقدس جهاد به تر هغه دوام لري چې ظلم او اشغال پایته رسیږې، دا صرف د اسلامي امارت غوښتنه نه ده بلکې د الله جل جلاله حکم، او پر مسلمانانو فرض دی: {أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ} (الحج۳۹). والله المستعان