د امریکا په سفر کې د دوه سرې ادارې د چارواکو رسوایي ؟!!(د اونۍ تبصره)

په کابل کې د بلواکې او کاواکې دوه سرې ادارې مشرانو د تېرې اونۍ (۲۲- ۲۶ مارچ ۲۰۱۵م) سفر چې واشنګتن ته د واشنګتن په لارښوونه تر سره شو، په حقیقت کې د اشغالګرو د جګړیېزې استراتیژۍ یوه برخه وه چې د خپلو لاسپوڅو په ذریعه یې ننداري ته وړاندي کړه. د تش په نامه […]

په کابل کې د بلواکې او کاواکې دوه سرې ادارې مشرانو د تېرې اونۍ (۲۲- ۲۶ مارچ ۲۰۱۵م) سفر چې واشنګتن ته د واشنګتن په لارښوونه تر سره شو، په حقیقت کې د اشغالګرو د جګړیېزې استراتیژۍ یوه برخه وه چې د خپلو لاسپوڅو په ذریعه یې ننداري ته وړاندي کړه.

د تش په نامه رئیس جمهور او اجرائیه رئیس دغه بې پایلو سفر یا د ګران هیواد د ملي مصالحو خلاف دا خطرناکه لوبه په څرګنده د اشغالګرو د اهدافو د تحقق په منظور رامینځته شوه، ټولې نړۍ دا د شرمه ډکه صحنه ولیده چې په وازه خوله د اشغال د دوام غوښتنه کیږي او د هغو وحشي پوځیانو قدرداني کیږي کومو چې د افغان ولس پر سپیڅلي خاوره تېری کړی، استقلال، ازادي او ملي حیثیت ته یې صدمه رسولې، د افغان ولس ماشومان، ښځې او مظلوم خلک یې کړولي، وژلي او ژړولي دي.

راپورونو لیکلي چې اشرف غني پر افغانستان د امریکا د تېري مننه وکړه، د اشغالګرو هغه وحشت او بربریت یې وستایه چې په تاریخ کې ساری نلري، نوموړي داسې وویل: موږ د ۲۳۱۵ ښځینه او نارینه سرتیرو د وژل کیدو او ترشل زره د زیاتیو ټپي شویو پوروړي یوو چې ستاسو او زموږ د هېواد لپاره یې قرباني ورکړه.

دا په داسې حال کې چې د لس هاوو زره افغانانو شهادتونو، ټپونو، بې کوره کېدلو، مهاجرتونو، د کورونو، ښارونو، کلیو اوجوماتونو ورانېدلو ته یې یوه معمولي اشاره هم ونه کړه! آیا داسې کس د افغان ولس مشر کېدی شي؟

   اشرف غني د امریکایې کانګرس غونډې ته د تېري چارشنبي په ورځ (۲۵- مارچ ۲۰۱۵م) دا هم وویل چې: امریکا موږ ته هیلې راکړې، موږ هیلې نه لرلي نا امیده شوي وو خو تاسو موږ ته هیلې راوړې نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د امریکا یرغل او تېری یوه تحفه وبلله چې د هغه په وینا بي ځوابه به نه پاتیږي.

د نړۍ په سطحه او د تاریخ په اوږدو کې – له ګوډاګیانو پرته – داسي کسان وجود نه لري چې د خپل هېواد او ولس د ازادۍ دښمنانو ته یې ستاینلیکونه ورکړي وي یا پر خپلي خاوري تېرې کوونکي یې اتلان بللي وي، دا یوازې غلام منطق دی چې د اشغالګرو پر مړو او ټپیانو اوښکي تویوي او ستایي یې، اشرف غني بالکل صحي ویلي، ځکه چې د دوی هیلې او امیدونه یوازې او یوازي په اشغالګرو پوري تړلي دي؛ ځکه دوی بیچاره ګان نه کومه ویاړمنه سابقه لري او نه هم په ولس کې ځای لري، بلکې د پردیو لخوا د هغوی د چوپړ په موخه ګمارل شوي، او دوی هم د خپلي غلامۍ د ثبوت لپاره مکلف دي چې دا ډول څرګندونې وکړي.

     ټولو ته معلومه ده چې د امریکایې اشغال په دوران کې په سل هاوو زره افغانان شهیدان او معیوب شول، په میلیونونو خلک د رنګارنګ کړاوونو سره مخ شول: بندیان شول، د ړندو بمباریو له امله یې کورونه ړنګ شول، هجرت ته مجبور شول، جایدادونه او ځمکي یې غصب شوې، او له داسي نورو ډیرو تکالیفو سره مخ شول، نو ایا زموږ د هیوادوالو دغو ربړو ته په کتو سره د یرغلګرو پوځیانو مدح او توصیف او د اشغال د دوام غوښتنه د مظلومو افغانانو سره لوی ظلم نه دی؟ د دوه سرې ادارې مشران د شهیدانو کورنیو، ربړیدلو افغانانو او په ټولیز ډول زمونږ ولس ته څه ځواب لري؟!!