د امریکا لخوا توظیف شوې اداره له نفرتونو سره مخ ده!!!

د اونۍ تبصره/ کله چې اشرف غني تیر کال (۷ تله ۱۳۹۳هـ) د یوي غونډي په ترځ کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه د کابل د دوه سرې ادارې د مشر په توګه لوړه وکړه، د لوړي تر مراسمو وروسته یې وویل: “اغیزناکه حکومتولي د خلکو غوښتنه ده، خلک تر دي زیات فساد […]

د اونۍ تبصره/

کله چې اشرف غني تیر کال (۷ تله ۱۳۹۳هـ) د یوي غونډي په ترځ کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه د کابل د دوه سرې ادارې د مشر په توګه لوړه وکړه، د لوړي تر مراسمو وروسته یې وویل: “اغیزناکه حکومتولي د خلکو غوښتنه ده، خلک تر دي زیات فساد نه شي زغملی”.

نوموړي څو ساعته وروسته او په ډېره بیړه له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او د اشغالګرو ښه ډېر ستاینلیکونه او باورلیکونه یې تر لاسه کړل، د بلواکې ادارې دغه مشر مامور – چې د انتخاباتو د شپږو میاشتو کشمکشونو، جنجالونو او درغلیو یې مغز خوړلی و او ډیرې ستړیاوې یې ګاللې وې – د امریکا تر ډاډګیرنې وروسته د ګلخاني په ماڼۍ کې د آرام ساه واخیستله، د اداري اصلاحاتو او د فساد د مخنیوي ژمنو ته یې شا کړه، د اغیزناکې حکومتولۍ په لور ېې ګامونه ورو شول، دادي د هغه تاریخ نه تر نن (۲۲ حمل ۱۳۹۴هـ) تاريخ پورې شپږ نیمې میاشتې (۱۹۵ ورځي) تېرې شوې دي خو د ادارې لومړنۍ چارې لا ندي بشپړې شوې!!.

نوموړي د لوړي تر مراسمو وروسته دا هم وویل چې: “د ثبات او امنیت راتلل د موازي حکومت له منځه وړلو پرته ممکنه نه ده، موږ ژمنه کوو چې .. ټولو موازي حکمتونو ته د پای ټکی ږدو”.

خو نوموړی – چې خپل ملګري یې د مفکر په لقب ستایې- متوجه نه و چې موازي حکومت خو د امریکایې وزیر جان کیري د تشکیل له مخي په ارګ کې دننه غوښنه برخه او لوړ مقام لري، اوس به دی بیچاره هرو مرو پوه شوی وي چې د ارګ د مخکنیو چارواکو په نسبت اشغالګرو پر ده باندې کړۍ ډیره تنګه کړې ده؛ ځکه هغه مهال موازي حکومتونو د ارګ نه لږه ډیره فاصله لرله او ارګ والو هم خپل ځانونه نسبتا قوي احساسول مګر اوس خو یې د ارګ مشر مامور تر ستوني نیولی دی او هر فرمان یې ویټو کیږي، که چېرې کوم فرمان یې د ارګ نه د وتلو لاره پیدا کړي هغه هم په څو شیبو کې واپس د مفکر ساب د دفتر میلمه وي!!.

په دي وروستیو اونیو کې د کابل په بي کفایته او دوه سرې اداره کې اختلافاتو دومره زور اخیستی چې د له منځه تلو له خطر سره لاس او ګریوان ده، هیواد یې د لا زیاتې بي نظمۍ سره مخ کړی دی، اقتصادي وده په ټپه ولاړه ده، د ولس ورځنۍ چاري ټکنۍ دي، د بي کارۍ کچه ورځ تر بلي لوړیږي، د ادارې کورنۍ وضعه دومره خرابه ده چې حتی اشغالګر یې هم د لویې رسوایۍ سره مخ کړي دي او خپل ملګري هم بد ورته وایې: په اصطلاح د ولسي او مشرانو جرګو غړي، سیاست وال او اقتصاد پوهان ټول نا راضه دي، د خبري رسنیو د راپورونو له مخي هغوی وایې چې د نوموړې ادارې د مشرانو اختلاف یوازې د قدرت طلبۍ هڅې دي او هیواد یې له خطر سره مخ کړی دی.!!

د تېر یوه کال په موده کې د اشغالګرو کړنو وښوده چې راغلي بهرنیان او پردي زموږ نه پخلا کیدونکي دښمنان دي، هغوی د انتخاباتو په نامه زموږ ولس د یوې فتنې لوري ته کش کړ، د درغلیو له امله تهمتونه او جګړې رامنځته شوې، د جعلي ټاکنو پایلي په اوبو لاهو شوې، آخر دغه بي مفهومه پروسه د امریکا په غیر منطقي طرحه پایته ورسیده، د ارګ واګي یې داسي کسانو ته په لاس کې ورکړې چې متضاد فکر او بیلي بیلي عقیدي لري، تر څو افغان ولس له نورو زیاتو کړاونو سره مخ کړي او د اشغال د نه منلو غچ ځیني واخلي.