د افغانستان قضیه او د دیني علماوو مسؤلیت

د اونۍ تبصره: لکه دوه کاله وړاندې چې د امریکایي جنرال نیکولسن (د مذهبي فشار) د تیوري په اساس د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه د ځینو عالمانو غږونه راپورته کیدل او په اسلامي امارت یې تاکید کاوه چې باید د امریکایي اشغال په وړاندې له فرض عین جهاد څخه لاس واخلي. اوس یو ځل […]

د اونۍ تبصره:
لکه دوه کاله وړاندې چې د امریکایي جنرال نیکولسن (د مذهبي فشار) د تیوري په اساس د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه د ځینو عالمانو غږونه راپورته کیدل او په اسلامي امارت یې تاکید کاوه چې باید د امریکایي اشغال په وړاندې له فرض عین جهاد څخه لاس واخلي. اوس یو ځل بیا هماغه سلسله پیل شوې ده او د هیواد له دننه او بهر څخه ځینې علماء پرته له دې چې د افغانستان د قضیې په پس منظر ځان پوه کړي له اسلامي امارت څخه د یو اړخیز تنزل غوښتنه کوي.
که په هیواد دننه ځینې علماء د واکمنې ادارې لخوا استخدامیږي او د زر او زور په توسط دغسې اظهاراتو ته مجبوریږي د نړۍ په نورو برخو کې ځیني دیني علماء بیا د افغانستان په اړه د معلوماتو له فقر سره مخامخ دي. دوی د افغانستان د قضیې په اړه یوازې په هغه څه باور لري چې له غربي نړیوالو رسنیو یې اوریدلي دي. دوی نه د افغانستان له تاریخ او دیني تشخص څخه معلومات لري او نه هم دلته د دیانت او بې دینۍ تر منځ د پیل شوې څلویښت کلنې مقابلې له پس منظر څخه خبر دي.
دوی په دې نه دي خبر چې خارجي اشغال د افغانستان د قضیې یوازې یو بعد دی، له دې علاوه په داخلي کچه د نظام څرنګوالی او د سیاسي حاکمیت، فرهنګ، تعلیم او تربیې او حکومتدارۍ نور مسائل هغه څه دي چې په اړه یې له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې نزاع موجوده ده. د افغانستان ولس چې په اسلام رښتینی باور لري غوښتنه یې دا ده چې باید د حکومت او سیاست ټول اساسات په اسلامي معیار برابر شي. همدا زموږ د روس ضد جهاد د شهیدانو ارمان هم وو او همدا زموږ د اوسني جهاد هغه مهم هدف دی چې په هیڅ ډول له نظره نه شي غورځیدلی.
نو بناء په کور دننه او د نړۍ په هره برخه کې هغه علماء کرام چې د افغانستان د قضیې په اړه دلچسپي لري له هر څه مخکې باید زموږ د ولس په جهادي داعیه ځان پوه کړي. د څو پردي پالو چارواکو او مزدورو رسنیو د خوشالولو پر ځای باید د اسلام لوړتیا او زموږ د مؤمن ولس پاکې هیلې او امیدونه برتر وبولي او د افغانستان مسئله په همدې میزان وارزوي.
له دې علاوه د افغانستان په شان د مهمو قضایاوو په اړه ړانده قضاوتونه او فرمایشي فتواوې صادرول نه یوازې له اسلام او اسلامي امت سره ستر خیانت دی، بلکې د افغانستان د مجاهد او په دین مین ولس په حق کې هم لویه جفا ده. زموږ مؤمن ولس چې د اسلامي نظام لپاره خورا درنه قرباني ورکړې دا یې حق دی چې دغه انعام ترلاسه کړي.
زموږ په نظر د نړۍ د علماء کرامو دا مسؤلیت جوړیږي چې د شعائر الله د لوړتیا، د شریعت د نفاذ او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره هڅه وکړي، خپله ژبه، قلم، علمي استعداد او ټولنیز وجاهت په همدې مسیر کې وکاروي. ځکه د دیني عالم همدا وظیفه ده چې د دین د ارتقاء او بریا لپاره کوښښ وکړي نه دا چې د حق او باطل په مبارزه کې د باطل اړخ ونیسي او د اسلامي مبارزو د بریا په لاره کې خنډونه جوړوي.