د ارګ چارواکي یا د داعش مدافع وکیلان

د اونۍ تبصره: دا څووم ځل دی چې په هیواد کې خصوصا د کابل ښار کې د داعش د مرموزې ډلې لخوا بوږنوونکي جنایات او قتل عام ترسره کیږي خو د ارګ چارواکي د دې پر ځای چې ولس ته د پیښو اصلي عاملین معرفي کړي هڅه کوي چې عامه اذهان مغشوش او د ولس […]

د اونۍ تبصره:

دا څووم ځل دی چې په هیواد کې خصوصا د کابل ښار کې د داعش د مرموزې ډلې لخوا بوږنوونکي جنایات او قتل عام ترسره کیږي خو د ارګ چارواکي د دې پر ځای چې ولس ته د پیښو اصلي عاملین معرفي کړي هڅه کوي چې عامه اذهان مغشوش او د ولس سترګو ته خاورې وروشنیدي.
پرون د دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون د داعشي بریدګرو لخوا وحشیانه برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې لسګونه محصلین شهیدان یا ټپيان شول. له پیښې څو ساعته وروسته د داعش لخوا رسما د پیښې مسؤلیت ومنل شو. د بریدګرو عکسونه یې خپاره کړل او ویې لیکل چې د برید هدف یې د قاضیانو د فراغت مراسم وو. له دې علاوه د پيښې ټول کوائف هغو بریدونو ورته وو چې پخوا د داعش لخوا ترسره شوی وو.
اما له دې ټولو شواهدو سره سره د اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح او د ملي امنیت شوری مشر حمد الله محب د دې پر ځای چې خلکو ته داعش د پیښې د اصلي عاملینو په حیث معرفي کړي او دا کار یې تقبیح کړي د رسنیو په وړاندې د داعش د مدافع وکیلانو په حیث راڅرګند شول. دوی داعش له خپل دې جنایت څخه په بشپړ ډول تبرئه کړ، ویې ویل چې داعش داسې کارونه نه کوي او علاوه یې په دروغو د دې کارونو نسبت د اسلامي امارت مجاهدینو ته وکړ.
دا چې د ارګ چارواکي له دومرو غلیظو جنایاتو سره سره بیا هم د داعش خلاف څرګندونې نه کوي. علاوه دا چې په رسنیو کې د هغه تصفیه او تبرئه کوي، د هغوی د مدافع وکیلانو په حیث یې جنایات نورو ته منسوبوي او حتی په اړه یې یوه ترخه خبره او نقد هم نه کوي. له دې معلومیږي چې د داعش او ارګ تر منځ خامخا د اړیکو او دوستۍ یو داسې تار شته چې د ولس له سترګو پټ دی، هغه تار چې په واسطه یې ارګ د داعش وژونکې ډله کنترولوي او د خپلو کرغیړنو اهدافو لپاره ورباندې بوږنوونکې او فجیعانه ډرامې تمثیلوي.
ولس پوهیږي چې د داعش مرموزه ډله د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې ټولو سیمو کې ځپل شوې او له منځه وړل شوې ده. خو د کابل ادارې تر واک لاندې ښارونو کې لا هم فعالیت لري، درګرده په ولسي ځایونو بریدونه کوي او د عام ولس وینې بهوي.
له کابل ادارې سره د داعش د اړیکو بل ثبوت دا دی چې داعش کله هم په حکومتي چارواکو او نظامي مراکزو بریدونه نه کوي. بلکې همیشه په غیر دولتي ځایونو لکه روغتون، مسجد، پوهنتون، ورزشي کلب، د واده صالون او یا تعلیمي کورس باندې حملې ترسره کوي چې تلفات یې هم ټولو ولسي وګړو ته رسیږي او چارواکي یې په بریدونو کې هیڅ زیان نه ویني. همدا لامل دی چې د ارګ چارواکي متقابلا په رسنیو کې د دې ډلې دفاع کوي او جنایات یې نورو ته منسوبوي.
د افغانستان ا سلامي امارت د د ارګ د چارواکو دا دروغ چې د داعش جنایات اسلامي امارت ته منسوبوي په کلکه ردوي او د تقبیح وړ بې شرمانه عمل یې ګڼي. د ارګ چارواکي باید دومره سپین سترګي نه شي چې د ټول ولس په مخکې لمر په دوو ګوتو پټوي او د ولس له سترګو د پیښو عاملین ورکوي. دغه وړ اعمال یوازې دا خبره ثابتوي چې د ارګ چارواکي هم د دې جرائمو شریکان دي نو ځکه یې اصلي عاملین تبرئه کوي او د رسنیو په وړاندې د داعش د مدافع وکیلانو رول ترسره کوي.