توافقنامه په بریا سره تطبیقیږي

    د اونۍ تبصره: د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه شوې توافقنامه که څه هم په پیل کې د څه ځنډ او خنډونو ښکار وه مګر ښه خبره دا ده چې اوس هغه خنډونه تر ډېره حده لري شوي […]

 

 

د اونۍ تبصره:

د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه شوې توافقنامه که څه هم په پیل کې د څه ځنډ او خنډونو ښکار وه مګر ښه خبره دا ده چې اوس هغه خنډونه تر ډېره حده لري شوي دي او ټول افغانان په نورمال ډول د توافقنامې د تطبیق شاهدان دي.
په تیرو څو اونیو کې له داوړو خواوو ګڼ شمیر بندیان آزاد شوي دي او مقابل جانب وعده کړې چې په نږدې راتلونکې کې به پاتې دوه زره بندیان هم خوشي کړي. د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین ویلي چې د بندیانو له خلاصون وروسته اسلامي امارت د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته آمادګي لري.
د افغانستان ولس چې د اشغال د خاتمې او سولې ارمان لري له ټولو اړخونو تمه لري چې د یاد هدف پر خوا پیل شوی سفر همداسې جاري وساتي او د دوحې په توافقنامه کې له شویو هوکړو سره سم ګامونه واخلي. په دې برخه کې هغه څه چې د ولس لپاره د اندیښنې او نارضایتۍ سبب دي د ځینو اشخاصو یا مطرحو جهتونو لخوا خپریدونکې هغه بې اساسه ادعاوې دي چې دغه شفاف بهیر مختل کولای شي.
د بیلګې په توګه څه موده وړاندې د ملل متحد له ادرس څخه د اسلامي امارت په خلاف له تورونو ډک راپور نشرول او ورپسې څو ورځې وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکايي قواوو د عمومي قومندان جنرال فرانکلین میکینزي لخوا د هماغو بې اساسه اتهاماتو تکرارول هغه څه دي چې د روانې پروسې له بې اعتباره کولو پرته بله ګټه نه لري.
دغه راز په داخلي کچه د کابل ادارې د ځینو چارواکو اظهارات او له وخت وړاندې څرګندونې هم د باور رامنځته شوې فضاء ته زیان اړوي. نو ځکه باید په دې شرائطو کې د ولس او هیواد د لویو مصالحو په نظر کې نیولو سره سیاسي مانورو ته د پای ټکی کیښودل شي.
په کابل ښار کې په مساجدو او علماء کرامو بریدونه هم د اسلام او هیواد د دښمنانو هغه دسیسه ده چې غواړي په دا ډول خبرسازو جنایاتو سره د اشغال د خاتمې پر خوا پیل شوی سفر ټکنی کړي او د توافقنامې د تطبیق مخه ونیسي. له همدې امله خو کله چې دغه مرموز بریدونه ترسره کیږي نو یو شمیر چارواکي او مغرضې رسنۍ یې سمدستي پړه د اسلامي امارت په مجاهدینو اچوي. خو اسلامي امارت همیشه له دغسې اسلام ضد کړنو څخه برائت اعلان کړی او هغه یې په سختو ټکو غندلي دي. موږ باور لرو چې هیواد وال د دغسې مرموزو جنایاتو اصلي عاملین پیژني هغه چې نولس کاله یې د پردیو په اشاره د افغان ولس وینې تویې کړې او اوس غواړي تر یو بل پوښ لاندې دغه خونریزي جاري وساتي.
په پای کې باید ووایو چې اسلامي امارت موجوده وضعیت مثبت ارزیابي کوي او هیله لري چې راتلونکې پړاوونه به هم همداسې په بریا سره ترسره شي تر څو د الله تعالی په فضل او مرحمت سره زموږ ځوریدلی ولس د اسلامي نظام او خپلواک افغانستان څلویښت کلن ارمان ته ورسیږي. په همدې هیله.