اسلامي نظام د ملت غوښتنه ده

د اونۍ تبصره: له کله چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پیل شوې او ورسره د اسلامي امارت لخوا په رسمي بیاناتو کې اسلامي نظام د مهم او عمده هدف په حیث مطرح شوی دی، ځینې رسنۍ دا موضوع داسې تعبیروي لکه اسلامي نظام چې د اسلامي امارت یوه داسې شخصي غوښتنه وي چې یوازې […]

د اونۍ تبصره:

له کله چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پیل شوې او ورسره د اسلامي امارت لخوا په رسمي بیاناتو کې اسلامي نظام د مهم او عمده هدف په حیث مطرح شوی دی، ځینې رسنۍ دا موضوع داسې تعبیروي لکه اسلامي نظام چې د اسلامي امارت یوه داسې شخصي غوښتنه وي چې یوازې تر همدې جهادي خوځښت پورې اړه لري او نور د افغانستان ولس ورسره هیڅ نوع علاقه نه لري.

اما واقعیت دا دی چې اسلامي نظام یوازې د اسلامي امارت نه بلکې د دې ولس د فرد فرد غوښتنه ده. ځکه د افغانستان تقریبا سل فیصده خلک د اسلام په مبارک دین عقیده لري. اسلام یې یوازې په خوله او زړه نه دی منلی بلکې اسلامي احکامو ته عملي التزام لري. زموږ ملت د ځمکې پر مخ یو له متدینو او خپل دین ته له متعهدو ولسونو څخه دی. که همدې نږدې تاریخ ته سر ورښکاره کړو زموږ ولس د خپلې اسلامي عقیدې او دیني تشخص د ساتنې لپاره یو ځل د کمونیزم پر خلاف په مبارزه کې درنې قربانۍ ورکړې او وروسته یې د امریکایي اشغال په وړاندې له توان پورته مبارزه وکړه. دغه درنې مبارزې او قربانۍ د کوم مادي هدف لپاره نه وې، بلکې د اسلامي معنوي ارزښتونو د ساتنې او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره وي.

که د عقل او منطق له زاویې ورته وګورو هم، هر ملت او انساني ډله د ځان لپاره هغه نظام خوښوي چې په هغه باندې اعتقاد او باور لري، هغه ته په تقدس قائل وي او هغه د ژوند لپاره تر ټولو عادلانه، بریالی او سعادتمند طرز العمل ګڼي.

دا چې ځینې خلک دا خبره زمزمه کوي چې اسلامي نظام په اوس وخت کې د تطبیق وړ نه دی، دا خبره ځکه د منلو نه ده چې اسلام آخري دین او د انساني ژوند د رهبرۍ لپاره وروستنی دستور دی چې الله تعالی رالیږلی دی. دا نظام یوازې په ماضي او حال کې نه بلکې تر قیامته د تطبیق وړ او د هرې زمانې ستونزې حل کولای شي.

دا یوازې اسلامي امارت او د افغانستان مؤمن ولس نه دی چې د اسلامي نظام جوړولو ته د یوې فریضې په نظر ګوري. بلکې په مخالف صف کې ډيری ولاړ کسان چې اوس په مذاکراتو کې د مقابل اړخ د پلاوي غړیتوب لري او څو لسیزې وړاندې یې په جهادي تنظیمونو کې شمولیت درلود، که دوی په خپله حافظه زور راوړي نو شاید ور په یاد به شي چې یوازې درې لسیزې وړاندې اسلامي نظام د دوی په مرامنامو کې هم اساسي ځای درلود. دا چې د حالاتو توپان ځیني کسان له خپل مسیر څخه په بله کړل، باید پوه شو چې اوس هغه توپان تېر شوی دی. اوس د دې وخت دی چې د اسلامي داعیې ټول بیرغداران باید په خپل علیا دیني اهدافو او مبادئو ټینګار ولري. خپل هیر شوي شعارونه یو ځل بیا را تاند کړي او په دې ډول باید د مؤمن ملت له هغې داعیې سره ملګري شي چې هم دنیوي نیکنامي او سرلوړي لري او هم اخروي سعادت په کې نغښتی دی.

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور لري چې زموږ د ولس ټولې ستونزې یوازې د اسلامي نظام په حاکمیت سره حل کیدلای شي. د اسلام عادلانه نظام د دې ځپل شوي ولس زخمونه مرهم کولای شي. له غلا، ظلم، غصب، اختلاس، فساد او نورو مظالمو څخه ولس ژغورلی او د یوه سوله ییز او بختور ژوند چاپیریال ورته مهیا کولای شي.