نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
یرغلګرو ځواکونو دتېر په څېر یو ځل بیاافغان مظلوم ولس دویر پر ټغر کښېناوه ، وروستي راپورونه ښیې چي دنیواکګرو الوتکودلوګر ولایت دبرکي برک ولسوالۍ په ابجوش سیمه کي په ولسي هیوادوالو بمبار کړی چي پنځه تنه پکي شهیدان شوي اوپنځه پکي ژوبل شوي دي .بمبار په یو دوه پوړیزه ودانۍ شوی چي مکمله پکي […]
په کابل کي دنوي ایتلافي حکومت پیل دافغانستان دخرڅلاودقرار داد په لاسلیک اودشپینوعملیاتوپه بیا پیل سره پیل شو،دعین وغین دګډوله رژیم دانتصاب سره دکرزي دکرغیړني دورې مظالم نه یوازي تمدید شول ،- البته دکرزي په وروستي کال کي شپني عملیات څه محدودشوي وو- بلکي سربیره پر هغو دهیواد په مختلفو سیموکي یو وار بیاشپنيو وحشي […]
سیدسعید دروان (۲۰۱۴ز) کال دنومبردمیاشتي په ۲مه نیټه دهلمندولایت دمارجې ولسوالۍ دترخه ناور په سیمه کي دروستم دپوستې اربکیان دمسجد دامام کورته ورغلي، ملا امام یې په خپل کورکي وهلی اوبیایې یوقرآن مجید په برچو وهلی اوپه ډز وسوری – سوری کړی دی . ددې پیښي په غبرګون کي په زرهاوو خلګودلښکرګاه دبولان په سیمه […]
دروان (۲۰۱۴،ز) کال داکتوبر دمیاشتي په ۵ مه نیټه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ دڅاروان کلا په کوټې سیمه کي دداخلي عسکرودهاوان په ډزو کي چي یوه مرمۍ یې دحاجي محمد اکا پر کور لګیدلې یوولس تنه ملکي وګړي زیانمن شوي دي ،په دغه توغندیزبرید کي پنځه ښځي او یوماشوم شهیدان شوي اوپنځه تنه نارینه اوښځینه […]
دروان (۲۰۱۴،ز) کال دسپټمبر دمیاشتي په ۲مه نیټه اربکیانواوپولیسود ننګرهار ولايت د غني خيلو ولسوالۍ د ۲۷، ۲۸ او ۲۹ ويالو سيموباندي چاپې وهلې، دتلاشۍ پرمهال یې خلګو ته زیات مالي زیانونه اړولي اوپنځه نوي (۹۵)تنه ولسي هیوادوال یې دځان سره دبندیانو په توګه وړي دي . دسپټمبر په ۲مه دزابل ولایت د میزاني ولسوالۍ دشملزو په کلي کي کورنیو عسکرو یوملکي وګړی شهید کړی دی . دسپټمبر […]