جنګي جنایتونه (سپټمبر2014)

دروان (۲۰۱۴،ز) کال دسپټمبر دمیاشتي  په ۲مه  نیټه اربکیانواوپولیسود ننګرهار ولايت د غني خيلو  ولسوالۍ د ۲۷، ۲۸ او ۲۹ ويالو سيموباندي چاپې وهلې، دتلاشۍ پرمهال یې خلګو ته زیات مالي زیانونه اړولي  اوپنځه نوي (۹۵)تنه ولسي هیوادوال یې دځان سره دبندیانو په توګه وړي دي . دسپټمبر په ۲مه دزابل ولایت د میزاني ولسوالۍ دشملزو په کلي کي کورنیو عسکرو یوملکي وګړی شهید کړی دی . دسپټمبر […]

دروان (۲۰۱۴،ز) کال دسپټمبر دمیاشتي  په ۲مه  نیټه اربکیانواوپولیسود ننګرهار ولايت د غني خيلو  ولسوالۍ د ۲۷، ۲۸ او ۲۹ ويالو سيموباندي چاپې وهلې، دتلاشۍ پرمهال یې خلګو ته زیات مالي زیانونه اړولي  اوپنځه نوي (۹۵)تنه ولسي هیوادوال یې دځان سره دبندیانو په توګه وړي دي .

دسپټمبر په ۲مه دزابل ولایت د میزاني ولسوالۍ دشملزو په کلي کي کورنیو عسکرو یوملکي وګړی شهید کړی دی .

دسپټمبر په ۳ مه دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ دلام له سیمي څخه یرغلګرو دچاپې پرمهال پنځه تنه ولسي هیوادوال دبندیانوپه توګه له ځان سره وړي دي .

دسپټمبر په ۵مه نیواکګرو ځواکونو د پکتيکا ولايت د ګيان ولسوالۍ روضې غره ته څېرمه پر ملکي خلګو بمبار کړ ی ، چي له امله یې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي .

دسپټمبر په ۵ مه دیرغلګروبې پیلوټه الوتکې دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د سرو غونډو په سیمه کي یوتنکی شپونکی( جلیل   د شادي زوی )شهید کړی دی .

دسپټمبرپه ۶مه د لغمان ولايت د بادپښ ولسوالۍ په توده چینه سیمه کي داردو عسکرویو۱۲ کلن ماشوم شهید کړی دی .

دسپټمبر په ۷ مه دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د چینو دسیمي  اربکیانودرې تنه ماشومان  (نور الله   دسرورقلعه ، سعیدالرحمن او حضرت محمد دمانده دکلي اوسیدونکي )لومړی وهلي او بیاشهیدان کړي دي .

دسپټمبر په ۷ مه د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ په اچین سیمه کي کورنیوعسکرودچاپې پرمهال یو ملکي وګړی شهید کړی اودرې تنه یې بندیان کړي دي .

دسپټمبر په ۹ مه دکندهارولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ځنګله  په سیمه کي یرغلګرودالوتکو په برید کي دوه کوچیان شهیدان کړي دي .

دسپټمبر په ۱۰ مه دکونړ ولایت دنرنګ ولسوالۍ په باډیل دره کي داشغالګرو په  وحشیانه بمبار کي څوارلس تنه ولسي هیوادوال دکوچنیانوپه ګډون شهیدان شوي اودیارلس نفره ژوبل شوي دي، دکونړ والي شجاع الملک  هم تائیدکړې  چي په یادشوي بمبار کي ملکي وګړي په پراخه پیمانه متضرر شوي، دنوموړي په وینادبهرنیو ځواکونو په دغه بریدکي لس تنه عام افغانان وژل شوي اودوولس کسه ټپیان شوي دي .

دسپټمبر په ۱۱مه د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ په سبکه سيمه کي یرغلګرو ځواکونودداخلي عسکروپه ملتیاچاپه وهلې ، دتلاشۍ پرمهال یې درې تنه ولسي وګړي (مستري حبيب الله، معلم خليل او د هغه کمکی زوی  )شهیدان کړي ،دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولي ، دتیلو۱ پمپ او۴ دوکانونه یې سوځولي دي .

دسپټمبر په ۱۲ مه اشغالګرو دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ په چینارتو سیمه  باندي تر چاپې وهلو وروسته بمبار کي پنځه نفره ولسي وګړي شهیدان کړي دي .

دسپټمبر په ۱۲مه دکندهارولایت د ارغستان ولسوالۍ د پیتاوي په سیمه کي سرحدي عسکرویودوکان چور کړی اودخلګوڅلور موټر سایکلونه یې سوځولي دي ،اوهمدا راز دیادي شوي ولسوالۍ دماکیانوپه کلي کي   یې یوملکي سړی شهیدکړی دی .

دسپټمبر په ۱۴مه دفراه ولایت دښاروالۍ په مربوطاتو کي داخلي عسکرویوپنځه شپیته کلن سپین ږیری (حاجي فیض محمداکا)شهید کړی دی .

دسپټمبر په ۱۴ مه  اشغالګرو عسکرود نورستان ولايت د واما ولسوالۍ په کودر دره کي پر یو کور بمبار کړی چي له امله یې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي .

دسپټمبر په ۱۵مه دکندهارولایت د میوند ولسوالۍ دکلانکیچي   دغونډۍ په سیمه کي داردو عسکرودرې تنه ملکي وګړي چي په لاره روان وو،نیولي ،لاسونه یې ور تړلي اوبیا یې شهیدان کړي دي .

دسپټمبر په ۱۵ مه دکندهارولایت دمیوند ولسوالۍ په  بند تیمور سیمه کي یرغلګرو اوداخلي عسکروپه ګډو عملیاتو کي یوسپین ږیری دوه کوچنیان بندیان کړي اودولسي خلګو۳ موټر او۹ موټر سایکلونه یې سوځولي دي .

دسپټمبر په ۱۶مه د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ دچاناک او اوزبین ترمنځ غره کي دیرغلګروځواکونوپه بمبار کي دولس تنه ولسي هیوادوال  شهیدان شوي دي .عیني شاهدان وایې چي : شهیدان شوي کسان دجلغوزو دشکولوپه موخه غره ته ختلي ووچي دامریکایې الوتکوپه  بمبارکي ټول شهیدان شول .

دسپټمبر په ۱۶مه دزابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په کاټلي سیمه کي اربکیانویو شپونکی  د رمۍ  څرولو پرمهال شهید کړی دی .

دسپټمبر په ۱۷ مه د اشغالګروپه بمبار کي  د پکتيا ولايت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په موتي سیمه کي یو ملکي وګړی شهیدشوی اودوه تنه ژوبل شوي دي .

دسپټمبر په ۱۸ مه یرغلګروځواکونودشپنیوعملیاتو په لړکي  د پکتيکا ولايت د نکه ولسوالۍ  په صدقو او توري خيل سيمو چاپې وهلې،خلګوته یې دتلاشۍ پرمهال مالي زیانونه اړولي اوپه اخر کي یې پنځه تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړي او دوه نفره یې بندیان کړي دي .

دسپټمبر په ۱۸ مه دهرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتوکي دکورنیو عسکروپه ډزوکي یوه ښځه او یوماشوم شهید شوی دی .

دسپټمبر په ۲۱مه دهلمندولایت د مرکز( لشکرګاه) د خوشکاوې د دربار په سیمه کي نیواکګروځواکونودداخلي عسکروپه ملتیاچاپه وهلې،دچاپې پرمهال یې دوه تنه ولسي هیوادوال (عبدالصمداومحمدرسول )له خپلو کورنو څخه را ایستلي اوشهیدان کړي دي،د عیني شاهدانوپه وینایرغلګرووروسته دشهیدانوجسدونه سوځولي هم وو.

دسپټمبر په ۲۲مه د خوست ولايت د باک ولسوالۍ په انار کلي کي دکورنیو عسکرودهاوان په ډزوکي پنځه کسه ملکي هیوادوال دښځوپه شمول شهیدان شوي دي .

دسپټمبر په ۲۴مه دکندهارولایت د ارغستان ولسوالۍ په    شګو ګودر  سیمه کي داخلي عسکرو یوسپین ږیری کلیوال شهید کړی دی .

دسپټمبر په ۲۴مه اشغالګرو دکونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په هيل ګل ګرداو سيمه کي پر یوه  مدرسه بمبار کي یوطالب شهیدکړی دی .

دسپټمبر په ۲۵ مه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په بازار کي ځایې اربکیانودوه تنه ولسي وګړي (پلار اوزوی)دخلګو په مخ کي شهیدان کړي دي .

دسپټمبر په ۲۵مه د غزني ولايت  مرکزته څېرمه  شهباز سیمه کي  ځایې عسکرو دشلګر ولسوالۍ یو کلیوال ( محمدطاهر)چي دسودا لپاره ښار ته راغلي ؤشهید کړی دی  .

دسپټمبر په ۲۷مه دزابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په  شیرواني کلي کي دداخلي عسکرودهاوان په برید کي یوملکي سړی شهید شوی دی .

دسپټمبر په ۲۷ مه د ننګرهار ولايت د رودات ولسوالۍ  په بړو سيمه کي دیرغلګروځواکونو په ډرون حمله کي دوې ښځي شهیداني شوي اویوماشوم ژوبل شوی دی .

دسپټمبر په ۲۹مه دهلمندولایت د کجکي ولسوالۍ دګندم ریز بازار په سیمه کي نیواکګرو ځواکونوچاپه وهلې،دخلګو ۱۲۰ دوکانونه یې سوځولي اوددغه بازار جامع مسجد یې په بمونو الوزولی دی، همدا راز یرغلګرو پردغه بازارپه  بمبار کي دیوې ښځي او ماشوم په شمول دولس تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړي هم  دي .

دسپټمبر په ۳۰مه یرغلګرو دهلمندولایت د ګرشک ولسوالۍ په  میرمندو سیمه باندي چاپه وهلې،  وروسته یې پرسیمه بمبارکړی چي  څلور تنه ولسي وګړي پکي شهیدان شوي دي .

دسپټمبرپه ۳۰مه ددایه کندي ولایت داجرستان ولسوالۍ دعباس خېلو پرسیمي داخلي عسکروبرید کړی ، دتلاشۍ اوعملیاتو په پلمه یې دخلګو پیسې ، دښځوګېڼې اونور قیمتي شیان وړي ، کورونواوفصلونو ته یې اورونه اچولي اوحیوانان یې  وژلي دي ،تردې یوه ورځ مخکي پرسیمه دیرغلګروځواکونوپه بمبار کي هم خلګوته ځاني اومالي زیانونه اوښتي دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=خبرپاڼه = اوبینوا=]