په تېرو دریو میاشتو کې د معارف په حریم د ګډ دښمن تېری او جنایات

د اکتوبر په ۳۰ نېټه غزنې کې په ملکي هیواد والو د سلیس بربریت په لړ کې د شپې ۱بجه امریکایي اشغالګرو او د دوی کرایه شوو قاتلانو د د دغه ولایت، واغظ مفتوحه ولسوالۍ اړوند، سر بلند کلا کې د مولوي موسی خان په مدرسه وحشیانه چاپه ووهله. د بشر دښمنو ځواکونو په دغه […]

د اکتوبر په ۳۰ نېټه غزنې کې په ملکي هیواد والو د سلیس بربریت په لړ کې د شپې ۱بجه امریکایي اشغالګرو او د دوی کرایه شوو قاتلانو د د دغه ولایت، واغظ مفتوحه ولسوالۍ اړوند، سر بلند کلا کې د مولوي موسی خان په مدرسه وحشیانه چاپه ووهله.
د بشر دښمنو ځواکونو په دغه چاپه کې چې د څرخکو په مټ ترسره شوې، د یادې مدرسې (۷ ) تنه زده کوونکي طالبان یې په شهادت رسولي دي.
د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه صلیبي یرغلګرو دهلمندولایت، دسنګین ولسوالۍ داسټیشن په سیمه کښې په مدرسه وحشیانه بمباروکړ چي دمدرسې څلورتنه کوچني شاګردان یی په شهادت ورسول.
د اکتوبر په ۱۴ نېټه د بادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ اړوند د لودینانو په سیمه کې مزدور دښمن یوه دیني مدرسه د ( خالد بن ولید) مدرسې په نوم یوه برخه ویجاړه کړه او دمدرسې ټول لوازم یې له ځان سره وړي وو.
د اکتوبر په ۱ نېټه د پنجشنبي دشپي پرلس نيمو بجوداشغال ګروامریکایي عسکرو اودهغوی د اجیروکمانډویانوله خواد هلمندولایت دګرشک ولسوالۍ دیخچال په سیمه کې چاپه ووهل شوه.
یرغلګر او ورسره مزدوران یې په سیمه کې دماشومانو یوې دیني مدرسې ته ورغلل دوړوکوحافظانو څخه يې پوښتنې وکړې وروسته یې شاګردان له مدرسې څخه وایستل خو دقرآن شریفونودوړلوڅخه یې حافظان منعه کړل اومدرسه یی په ماینونووالوزوله چې مدرسه له نورو ټولو لوازمو سره تر(۴۰) زیات دقرآن پاک نسخې اویو مسجد هم په شهادت ورسول .انالله واناالیه راجعون.
د نوامبر په ۳۰ مه نېټه په هیوادوالو د اشغالګر او مزدور دښمن د مظالمو په لړ کې د شپې په ۹ بجو وحشي اشغالګرو د غزني ولایت، شلګر ولسوالۍ اړوند مستوفي سیمه کې په مشهوره دیني مدرسه نور المدارس او علیزو کلي باندې چاپه وهلې چې د شپې تر ۲ بجو یې دوام درلود.
په دغه وحشیانه چاپه کې ځناور صفته اشغالګرو د مدرسی کتاب خانه تخریب کړې، د وطاقونو دروازې او کړکینان یې مات کړي، ۲ شخصي موټر یې سوځولي او کلیوال کورونه یې په بمونو الوزولي دي.
همدارز وحشي دښمن د حاجي نصیر په نوم کلیوال په شهادت رسولی،۲کلیوال او د مدرسې اداري مدیر او اشپز یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.
د نوامبر په ۲۳ مه نېټه د غور ولایت په فیروز کوه کې مزدور دښمن ددیني مدرسې کتابونه او قرآن کریمونه ټوټه ټوټه کړي.
دغه جنایت دښمن مازدیګر ۴ بجې د غور ولایت د مرکز چخچران اړوند د فیروزکوه د خرمرده سیمي ته ګڼ شمېر مزدور عسکر دعملیاتو په موخه راووتل .
دښمن په سیمه کې یوه دیني مدرسه ( مجمع العلوم) ته هم ورغلل چې هلته یې دمدرسې ټول اسباب او ګڼ شمېر قرآن کریمونه ، اونور دیني کتابونه ټوټه ټوټه کړي او څیري کړي وو.
د نوامبر په ۱۵ د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړوند د شرشرک جامعه اسلامیه مدرسې باندې اجیرو عسکرو وحشت تر سره کړ او د مدرسې دارالحفاظ شعبه کې کوچني حافظان پاتې وو عسکر مدرسې ته ورغلي او د مدرسې دروازې کړکۍ يې ماتي کړي دي کوچنې حافظان يې وهلي او یوتن تنکی حافظ يې په برچو ټپي کړی دی.
د نوامبر له ۱۱ نېټې څخه را په دېخوا د چمتال ولسوالۍ د ینګي قلعه په سیمه کې کورنیو اجیرو عسکرو ستر وحشت روان کړی چې دوام لري د سیمې مدرسې او مسجدونه يې بند کړي دي د دغې سیمې ۷ واړه او جامع مسجدونه بند کړي دي نه ماشومان ورتلای شي چې سبقونه پکې ووايې او نه ولسي خلک د پنځه وخته لمانځونو لپاره ورتګ کولای شي.
او دښمن دغه سیمه پهDC توپونو ولي د سیمې خلک کډه کولو ته اړشول او ډیر خلک ووتل او یاده سیمه يې خالي کړه، د خبر له مخې د یادې سیمې ځيني مدرسې او مسجدونه تخریب شوي دي او په DC لګیدلي دي دروازې کړکۍ او چتونه يې زیانمن شوي دي او د دښمن دا ستر وحشت تراوسه جریان لري.
د نوامبر په ۷ نېټه میدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍکې ګډ دښمن په دیني مدرسه چاپه کې (۵) تنکي حافظان په شهادت ورسول .
دغه وحشت د ګډ دښمن وحشي عسکرو دمیدان وردګ ولایت، جغتو ولسوالۍ اړوند، اختوم په کلي کې د ضیاء العلوم په نوم په یوه دیني مدرسې د چاپې پر مهال ترسره کړ.
دغه وحشیانه چاپه کې اشغالګرو او کرایه شوو قاتلانو یې د قاری حامد، قاری ذبيح الله، قاری فضل محمد، قاری مبشر او طالب محمدنسیم په نومونو د مدرسې پنځه تنه تنکي حافظان په خورا ستر وحشت او بې رحمۍ سره په شهادت رسولي او د مدرسې تعمیر یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.
په دې برسېره یې د مدرسې لویه کتابخانه چې د قرآن کریم په ګډون بیلا بیل دیني کتابونه پکې وو سوځول شوې او مدرسې ته نزدې ملکي کورونو ته هم د دروازو په ماتولو ځناور خصلته وحشیان داخل شوي او خلکو ته یې دروند مالي زیان اړولی دی.
د نوامبر په ۳ مه نېټه د شپې امریکايي اشغالګرو ځواکونو د خپلو کورنیو مزدورانو په ملتیا د پکتیا ولایت مرکز اړوند د وچ غړک سیمه کې د سیمې په لويې سراج العلوم دیني مدرسې چې لسګونه طالب العلمانو او حافظانو درسونه په کې ویل چاپه وهلې.
د لومړنیو معلوماتو په اساس دښمن لومړی مدرسې ته بمونه ور اچولي او بیا ورننوتلي د مدرسې داخل ته د خونو دروازې او کړکۍ يې ورماتې کړي دي او د مدرسې تعمیر ته يې زیان اړولی ګڼ شمیر ولسي خلک او د مدرسې استادان يې هم له ځان سره بندیان کړي دي.
امریکايي وحشي ځناورو او د هغو غلامانو د عام ولس په وړاندې خورا لوی وحشت پيل کړی چې په دې لړ کې يې د خلکو بازارونه او تجارتي مراکز ورسره دیني تعلیمي ادارې او مساجد تر خاص هدف لاندې راوستي دي.
د دسمبر د میاشتې په ۴مه نېټه د فراه ولایت مرکز کې فراه ښار اړوند د قلعه زمان په سمیه کې د شپې د مزدور دښمن د جاسوسي شبکې له لوري یو باب ښوونځی سوځول شوی و، د تعلیم او تربیې سیمه یز مسؤلین وايي چې مزدور دښمن غواړي په دې توګه مجاهدین بدنام کړي.
خو د اسلامي امارت مجاهدین یاده پېښه په کلکه غندي او کوشش کوي ترڅو دپېښي اصلي عاملین پیدا او د خپل شوم عمل په سزا یې ورسوي.
د دسمبر د میاشتې په ۵مه نېټه د ورځې شاوخوا یوه بجه د غزني ولایت، ګیلان ولسوالۍ اړوند شنکي کلي کې شریرواربکیانو د مدرسې هغه تنکی حافظ چې څو ورځې وړاندې د ګډو وحشیانو په بربریت کې ژوبل شوی و، د صاحب زاده صاحب د مدرسې په انګړ کې په خورا ځناورتوب او بې رحمۍ سره په شهادت ورساو او بل کلیوال ماشوم یې سخت ژوبل کړ.
د دیسمبر په۸ نیټې صلیبي یرغلګرو او ددوی کرایه شوي اجیرانو د خوست ولایت مرکز د لټکو د کلی په مدرسه امدادالعلوم باندې وحشیانه چاپه ووهله چې لوی وحشت یې ترسره کړ.
د تعلیم او تربیې مسؤلینو د خبر په استناد ټوله شپه يې طالبان په دې سخته یخنۍ کې د سهاره پورې درولي وو ټول شیان یې ورڅخه لوټ کړل.
ان تردې چې موبایلونه يې هم له ځان سره وړي دي اوپه سهار کې ۵ تنه طالبالب العلمان له ځان سره یوړل چې د ولسي خلکو په غوښتنه ۴ تنه طالبان بیرته راخلاص شول یوتن لاتراوسه په اسارت کې دی.
د دسمبر په ۱۲ مه نېټه د چهاربولک ولسوالۍ د شرشرک په مدرسه جامعه اسلامیه باندې د شهراه قومندان عبدالله خان ټانګونه راوستل او د مدرسې او مسجد تعمیر يې له اور لاندې ونیوه او د مدرسۍ ودانۍ يې ډیره سخته زیانمنه کړه خو الحمدلله چې ځاني زیان يې نه درلود.
د تعلیم او تربیې ځايې مسؤلینو په وینا، یو شمیر قومي مخور ولسوالۍ ته ورغلل او شکایتونه يې وکړل چې د تاسو له خوا ولي دیني مدرسې داسې تر بریدونو لاندې راځي نود ولسوالۍ قومندان په ځواب کې ورته ويلي وو چې العیاذ بالله ټوله فتنه له همدې مدارسو څخه را ولاړیږي.
د دسمبر په ۱۵ نېټه د شپې مهال دهلمند ولایت دمرکزلشکرګاه اړوند د کاریز په سیمه کې دمزدورې ادارې د جاسوسې شبکې له لوري په یوه دیني مدرسه چاپه ووهل شوه؛ د چاپې په پایله کې مزدوردښمن دمدرسې ناظم ( مولوي محمدشفیق) له ځان سره بندي کړ له ۱۲ ساعته بند وروسته یې نوموړی په خورا وحشت اوظلم سره په شهدت ورساو. انالله واناالیه راجعون
د دسمبر په ۱۹ د ننګرهار ولایت لعلپوره کې ګډ دښمن چاپه کې د قاري حمید په نوم مدرسه وسوځوله؛ د تعلیم او تربیې د مسؤلینو د راپور په بنیاد په ولسي وګړو او ملکیتونو د ګډ دښمن د بې رحمانه چاپو په لړ کې د شپې ۱۰ بجې اشغالګرو او مهارشوو ګوډاګیانو یې د ننګرهار ولايت، لعلپورې ولسوالۍ اړوند، چيکنور سیمه کې یوه ديني مدرسې ته اور اچولی او ور پکې یې ټول سامان سره سوځولې ده.
د دسمبر د په ۲۰ نیټه دبهسودو ولسوالۍ څخه غني خیلو ته د تقریري سیالیوکي چې د تعلیم او تربیې کمیسیون له لورې برابره شوې وه دګډون په موخه دوه تنه کم عمره طالب العلمان د غلامی ادارې لخوا ونیول شول دوه ورځی وروسته د سپینږیرو په ضمانت بیرته خوشي شول اما په تقربری سیالیو کې دګډون اجازه ورنګړل شوه.
د دسمبر د میاشتی په ۲۲ نیټه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د څلوزی د لیسی مدیر داعشي خوارجو لخوا ذبح کړی شوی او سر یې ورڅخه وړی و او په دویمه ورځ یې بیا قومي مشرانو او سپینږیرو ته له تن څخه جلا کړی سر بیرته ورکړی و.
د ښونیزو چارو مسؤلینو په وینا دغه مدیر یې د دې لپاره بې رحمانه ډول په شهادت رسولی و چې ګویا دی د اسلامي امارت د مجاهدینو سره همکاري کوي.
د دسمبر د میاشتې په ۲۳مه نېټه سهار وحشي یرغلګرو د پکتیکا ولایت، سروبي ولسوالي اړوند د عمر اکا زیارت سیمه کې دبې پیلوټه الوتکې په برید کې د قاری رسول خان د عبد الله خان زوی د مدرسې طالب العلم چې د یادې سیمې اوسیدونکی و په شهادت ورساو.
د دسمبر د میاشتې په ۲۵مه نېټه دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ اوند د ده بابا په سیمه کې ماسپښین ناوخته دیرغلګرو الوتکو دملکي خلکو پر کورونو اوبازار بمباري وکړ ه چې پر نور زیان سربیره یې د دیني مدرسې ۳تنه طالبان ، یو چوکیدار او ۳ تنه نورملکي وګړي شهیدان کړل . انالله واناالیه راجعون
د دسمبر په ۲۵ مه نېټه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د تعلیم او تربیې سیمه یز مسؤلین وايې چې دروزگاني په کلي کې یوه نوی مدرسه اعمار شوې وه له پرانیستلو د مخه اجیرې دښمن پوسته پکې واچوله چې اوس یوه لویه نظامي قرارګاه ده