له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه د ملګرو ملتونواو ناټوسازمان مشرتابه ته د مظلومو بندیانو دکورنیو لخوا پرانیستي لیک

پر افغانستان د امريکايانو له يرغل وروسته، هغه زرګونه افغانان چې د بهرنيانو او د دوی د داخلي ملګرو له لوري د شک پر بنیاد او یا په دې تور چي پلار، ورور ، دوست او یا بل قریب یې مجاهد دی اسیران شوي ؛ په زندانونو کې یې هيڅ ډول بشري حقوق  نه دي […]

پر افغانستان د امريکايانو له يرغل وروسته، هغه زرګونه افغانان چې د بهرنيانو او د دوی د داخلي ملګرو له لوري د شک پر بنیاد او یا په دې تور چي پلار، ورور ، دوست او یا بل قریب یې مجاهد دی اسیران شوي ؛ په زندانونو کې یې هيڅ ډول بشري حقوق  نه دي مراعات شوي ، انساني کرامت ته يې په مسلسل ډول سپکاوی شوی دی .

د بنديانو شکنجه کول، په زندانونو کي ظالمانه چلند ورسره کول  او په مرموز ډول د بنديانو په شهادت رسول د يرغل له پيله تراوسه جريان لري چي د تېري يوې نيمي لسيزي په اوږدو کي نړيوالو ادارو ورباندي مستند راپورونه هم خپاره کړي دي، مګر د کابل د ظالم رژيم او امریکایانو وحشيانه چلند ورځ تر بلي زور اخيستی او دا چي د بشري حقوقو نړيوال سازمانونه او نړيوال مسئول جهتونه دغو کړنو ته په رڼو سترګو ګوري او بې تفاوته پاتي کېږي, د بندیانو شکنجه کوونکي نور هم زړور کیږي او د يوه منظم پروګرام له مخي يې له مظلومو بنديانو سره خپل وحشيانه چلند اوج ته رسولی دی.

دا چې انساني کرامت ته احترام او د بې وسه وګړو د حقوقو رعایت یو منل شوی ارزښت دی چې باید د جګړه ایز وضعیت او سیاسي مناسباتو قرباني نه شي،  موږ ملګرو ملتونو او د ناټو سازمان مشرتابه ته يادونه کوو چي د بنديانو په برخه کي د کابل ادارې د ظالمانه او ناقانونه کړنو مخنيوی وکړي او پدې اړه بې تفاوته پاتي نشي ، همدا اوس د هيواد په زندانونو کي ګڼ شمېر داسي بنديان ساتل کيږي چي د بند قانوني موده يې بشپړه شوي ده او يا د بندي کېدلو وړ نه دي لکه د ډېر عمر لرونکي کسان یا هغه بندیان چې لاعلاجه مریضۍ ولري ، همدارنګه د هيواد په بيلابيلو برخو کي د کابل ادارې اړوند داسي ظالم قوماندانان ګمارل شوي چي شخصي محبسونه لري او په مختلفو تورونو او شکونو محصلين ، طالب العلمان ، کسبګران ، بزګران او تجاران نيسي او بيا يې هلته ساتي، وروسته بيا د ډېرو پيسو په بدل کي دغه بنديان خوشي کېږي او يا په مرموزډول وژل کېږي چي وروسته یې د زیاترو مړي په داسي حال کي موندل شوي چي د شکنجو اثار ورباندي له ورایه ښکاره وي . دکابل ادارې او امریکایې خاصو قواوو لخوا د اختطافونو، وژنو، شکنجو، شخصي زندانونو اوحتی له محبسونو څخه د بنديانو د را ايستلو او بيا په شهادت رسولو، مستند ثبوتونه موجود دي، په دې اړه د دوی کړني کټ  مټ  د جرمني  د نازیانو کړنو ته  ورته  دي، دغه ډول ځیني  واقعات له سره صلیب او د بشري حقوقو له سيمه ايزو او نړيوالو ادارو سره هم ثبت دي .

دبندیانو کورنۍ د دې ملت دمظلومو اسيرانو د وارثینو په توګه  دخپلو بندي اقاربو لپاره د اسلامي او بشري اصولو په رڼا کي د انساني چلند غوښتونکی دي او د ټولو حقوقو د رعايت کلکه مطالبه يې لري .

له بې دفاع بندیانو سره د کابل ادارې دغه ډول ناوړه چلند ، په هیڅ صورت موږ ته د منلو وړ نه دی او دا د بشري ټولني پر ټنډه يو تور داغ ګڼو چي د درست بشریت په وړاندې له یو شمیر بې وسه انسانانو سره داسې وحشت تکرارېږي ، په انساني کرامت لوبي کولي کېږي او نړیواله بشري ټولنه يې په وړاندي د هيڅ ډول مسؤليت احساس نه کوي.

د ملګرو ملتونو اداره په ځانګړي ډول يوناما او د ناټو سازمان چي د کابل ادارې جوړښت يې رامينځته کړی او په سياسي او نظامي برخو کي يې تمويل ، ملاتړ او مديريت ترسره کوي د کابل ادارې د دغو ظلمونو پړه پر غاړه لري ، او دا د دوی یو بشري مسئولیت دی ، په دې اړه بايد وضاحت ورکړي او له بنديانو سره د روان غير انساني او غيرقانوني چلند په اړه خپله چوپتيا ماته کړي ، بشري حقوق بايد د سياست قرباني نشي او نه بايد چا ته دومره  فرصت ورکړل شي چي د سياسي او شخصي موخو لپاره بشري حقوق او انساني ارزښتونه تر پښو لاندي کړي.

د کابل اداره ګومان کوي چي په دې ډول وحشت سره به د افغان ولس د خپلواکۍ روانه مبارزه او مقاومت کمزوری کړي ، خو تیري یوې نیمي لسیزي ثابته کړې چي افغانان د زور او وحشت  له لاري له خپلي برحقي داعیې څخه لاس نه اخلي ، که د وحشت له لاري افغان ولس تسلیمیدلی نو د کمونستانو بربریت او ظلم ته به یې سر ټیټ کړی وای په دې حقیقت باید د کابل ادارې هغه ملاتړي خارجي جهتونه هم پوه شي چي تر اوسه  لا د زور ازمویني او شکنجو له لاري د خپلي کامیابۍ بي تعبیره خو بونه ویني .

په افغانستان کې د مظلومو بندیانو د کورنیو لخوا

۱۴۳۷/۸/۱هـ ق

۱۳۹۵/۲/۱۹ هــ ش