شپنۍ چاپې لا هم د ولس ژوند ګواښي

که څه هم یرغلګرو ځواکونو د ۲۰۱۴ پای افغانستان کې د خپلو عملیاتو پای اعلان کړ، خو لا هم د هیواد په مختلفو سیمو کې دورځې او شپې د یرغلګرو چاپې، هوایي حملې او مځکني بریدونه جاري دي. تیره شپه یرغلګرو ځواکونو د کابل د منفور رژیم په ملتیا د خوست ولا یت د علیشیرو […]

که څه هم یرغلګرو ځواکونو د ۲۰۱۴ پای افغانستان کې د خپلو عملیاتو پای اعلان کړ، خو لا هم د هیواد په مختلفو سیمو کې دورځې او شپې د یرغلګرو چاپې، هوایي حملې او مځکني بریدونه جاري دي.

تیره شپه یرغلګرو ځواکونو د کابل د منفور رژیم په ملتیا د خوست ولا یت د علیشیرو ولسوالۍ د تریزیو په دروازګي سیمه کې د حاجي امین جان پر کور چاپه وهلې، د چاپې پرمهال یې د نوموړي حاجي صاحب زوی حاجي امیر او د حاجي امیر زوی ولي شاه خان شهیدان کړي دي.

نن خلګو د شهیدانو جسدونه د خوست د والي د دفتر مخته د اعتراض په توګه ایښي وو، او چارواکو ته یې ویل چي راشئ وګورئ دواړه شهیدان شوي ولسي وګړي دي.

د جان کیري د تولید شوي غبرګ سري رژیم په پښو دریدو سره د افغان ولس امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې نورې هم پسي زیاتي شوي، په تیره امنیتي مشکلات او ولسي تلفات، ځکه د رژیم چلونکي غني مفکر یرغلګرو ته د ورځي او شپې د چاپو، حملو او بمباریو پراخ اختیارات ور کړل او خپلو وسله والو ته یې د ثقیله وسلو د بې قید و شرط استعمال امر وکړ چې له امله یې په بیلا بیلو سیمو او سمتونو کي لوی لوی ولسي ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي دي، د بیلګې په توګه په لاندي کرښو د ولسي زیانونود دوو پیښو یادونه کوو.

لومړی: د روان کال په لومړۍ شپه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په مر بوطاتو کې د کابل ادارې د وسلوالو د هاوانونو په پیرونو کې د محمد اکا په نوم د یو ملکي هیواد وال چې د زوی واده یې و، کور په نښه شو، په یاد شوي برید کې ۱۵۰ تنه ولسي وګړي چې اکثر یې ښځې او ماشومان وو، شهیدان او ټپیان شول.

دوهم: د جون په ۵ مه هم خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ کې په بټۍ سیمه کې د یرغلګرو ځواکونو د ډرون په برید کې ۳۵ تنه ولسي هیوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول، د یادې شوې پیښې د څرنګوالې په اړه ویل شوي چې هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې یو قومي مشر وفات شوی و، تر دفن کیدلو وروسته یې خلګ پلي او موټرو کې خپلو کورنو ته په لاره وو، چي پر دوو موټرو باندې د یرغلګرو بې پیلوټه الوتکې برید وکړ او له امله یې یاده شوې ولسي مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د خوست ولایت د کوچي قبیلو مخورو دغه پیښه په سختو ټکو وغندله او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې وکړه، دوی هغه اوازې چې په پیښه کې طالبان وژل شوي، په تینګه رد کړې او زیاته يې کړه چې په دغه حمله کې وژل شوي او ټپیان شوي ټول ملکي وګړي دي.

له تیرو څوارلسو کلونو راهیسې دا ډول په زرهاوو پیښې رامنځته شوي او په لسهاوو زره ملکي وګړي پکې شهیدان او ټپیان شوي دي، خو تر اوسه په هیڅ یوې قضیې کې قاتلانو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

شپنۍ چاپې د یرغلګرو د وحشت هغه سترعامل دی چې لا هم متأسفانه د ولس ژوند ته لوی ګواښ دی. الله تعالی دې په خپل قوت او حکمت سره ژر تر ژره نور د یرغلګرو او ګوډاګیانو مخ تور کړي چې افغان ولس یې له شر و شوره خلاص شي. امین!