د کابل ادارې یو ځل بیا ولس د ویر په ټغر کیناوه

د ګران هیواد په بیلابیلا ولایتونو او سیمو کي د ورځي او شپې د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅي رژیم په چاپو، بمباریو،‌ هاوانونو او مخامخ ډزو کي مظلوم ولس ته مرګ ژوبله اوړي، په ډير تاسف سره چي د بشري حقونو ټولني، فعالان، رسنۍ او په انفرادي توګه زیاتره خبریالان حتی د یو […]

د ګران هیواد په بیلابیلا ولایتونو او سیمو کي د ورځي او شپې د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅي رژیم په چاپو، بمباریو،‌ هاوانونو او مخامخ ډزو کي مظلوم ولس ته مرګ ژوبله اوړي، په ډير تاسف سره چي د بشري حقونو ټولني، فعالان، رسنۍ او په انفرادي توګه زیاتره خبریالان حتی د یو راپور او یا اواز او چتولو تر حده هم ارزښت نه ورکوي.

د ښمن له دې خاموشۍ څخه په سوء استفاده نور هم زړور شوی، هر ځای او هر وخت یې چي زړه وغواړي د هستوګني پر سیمو ثقیله وسلې استعمالوي، بمونه پرې شیندي، خلګ وهي، بندي کوي، شکنجه کوي او د ولس په وینوخپله تنده ماتوي.

دوه ورځي مخکي داخلي عسکرو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د جوګي بازار په سیمه توغندي و اورول، توغول شوي توغندي د خلګو په کورونو او دوکانونو ولګیدل چي له امله یې ۱۱ تنه ولسي وګړي د ماشومانو په ګډون ژوبل شول او په ټپیانو کي د ۸ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

همدا راز دهمدې ورځي په ماښام د کابل رژیم وسله والو د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په حاجي اباد کلي باندي د هاوانونو حمله وکړه، په یاد شوي برید کي د یو کور۵ تنه ښځي شهیداني شوې.

تیره اونۍ د بلخ ولایت کشنده ولسوالۍ د پنج په سیمه کي د عطاء نور ملیشو د عملیاتو په نوم د ولسي خلګو پر کورنو بریدونه وکړل، ۷ تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړل، د خلګو کورونه یې تر تلاشي کولو وروسته چور کړل، خلګ یې تهدید کړل او ۲ کورونه یې وسوځول.

د کابل رژیم د یو پلان له مخي ولس په وژلو، بندي کولو او کړولو سره اړباسي چي د مجاهدینو له ملا تړ څخه لاس واخلي، دوی باید ځان وپوهوي چي افغان ولس به په هیڅ صورت هم د مجاهدینو له همکارۍ څخه ډډه ونه کړي، ځکه ولس لیدلي او مشاهده کړي چي مجاهدین یې د سر، مال، عزت، ارزښتونو، خاوري او منافعو څخه د سر ښندلو تر حده دفاع کړې او کوي.

ولس به کله هم د اشغالګرو او د هغوی د ګواډاګیانو په تشو وعدو او نیرنګونو خطاء نشي، ځکه ویې لیدل چي د کابل ادارې چاوراکو له مشره تر کشره د ولس په ارزښتونو، سر او مال لوبي وکړي او لا هم کوښښ کوي چي د خپلو جیبونو ډکولو او د یرغلګرو د ګټو په خاطر د ولس پر سر سودا وکړي.

د اسلامي امارت مجاهدینو په تیر کي د اشغالګرو او کابل رژیم څخه د خپل مظلوم ولس انتقام اخیستی، په راتلونکي کي هم باید د خپل مظلوم ولس قاتلان، اختطافګر او چپاولګران مجازات کړي.

د کابل رژیم وسله والو که په لوګر، کونړ، بلخ او…… کي ولس د غم په ټغر کښېناوه، خو د مظلوم ولس د ازار او غچ څخه دي نه بې غمه کیږي.