د سیداباد غمیزه او په اړه یې د بشري فعالانو چوپتیا

تیره ورځ د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په اوتړیو کلي کي د کابل رژیم د اردو عسکرو په یو توغندیز برید کي ۱۰تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ۸ تنه ټپیان شول، په شهیدانو او زخمیانو کي ماشومان هم شامل دي. د عیني شاهدانو په وینا پیښه په داسي حال کي رامنځته شوه چي […]

تیره ورځ د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په اوتړیو کلي کي د کابل رژیم د اردو عسکرو په یو توغندیز برید کي ۱۰تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ۸ تنه ټپیان شول، په شهیدانو او زخمیانو کي ماشومان هم شامل دي.

د عیني شاهدانو په وینا پیښه په داسي حال کي رامنځته شوه چي خلګ د مسجد مخته راټول شوي وو، اور ته یې ځانونه ګرمول چي د اردو د عسکرو له قرار ګاه څخه هاوان راغی د خلګو په منځ کي ولګید او له امله یې پورته ذکر شوې مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د کابل ادارې د میدان وردګ ولایتي چارواکو دغه پیښه تائید کړه خو ویې ویل چي سیمي ته یې د پلټني په موخه پلاوی لیږلی ترڅو معلومه او کره کړي چي حادثه د چا له خوا او څنګه واقع شوې ده؛ خو سیمه ییز خلګ په څرګندو ټکو وایې چي هاوان د اردو ځواکونو پیر کړی دی.

تر یادې شوي حادثې وورسته خلګو د همدې پیښي په غبرګون کي د کابل – کندهار لویه لار د احتجاج په توګه د ترافیکو پر مخ وتړله، د کابل حکومت پرضد یې شعارونه ورکول او د خپلو خلګو د وژنکو د محاکمې غوښتنه یې کوله؛ مګر چارواکي د دې پر ځای چي د پیښي عاملین د محاکمې میز ته راکش کړي او یا حد اقل ویې نیسي د خلګو د تیر ایستلو په موخه ضد ونقیض کړني او څرګندوني کوي.

د میدان وردګ ولایتي چارواکو ویلي چي د غه پیښه په داسي حا ل کي واقع شوې چي په سیمه کي د دوی د وسله والو او مجاهدینو ترمنځ نښته روانه وه، مګر ولسي خلګ وایې چي په یاده شوي سیمه کي په همدغه ورځ هیڅ ډول نښته نه ده تر سره شوې.

اسلامي امارت د غه پیښه په سختو ټکو غندلې، د کابل رژیم د وسله والو د ضعف څرګند فکټور یې ګڼلی او ویلي یې دي د مفکر وسله وال د مجاهدینو په وړاندي د ماتي کسات له بې دفاع ولسي وګړو څخه اخلي، همدا رنګه اسلامي امارت ویلي چي د دغي حادثې عاملینو ته به سزا ورکوي او ضمنا یې د بشري حقونو پر ټولنو هم ږغ کړی چي د دغي فاجعې په اړه څیړني وکړي او عاملین یې په ګوته کړي.

د نورو غمیزو په څیر د دې فاجعې په اړه هم د بشر د حقونو ټولنو او بشري فعالانو چوپتیا غوره کړې، تجربو ثابته کړې چې دوی ته هغه پیښه ډیره دردونکې ده؛ ولو که ډيره وړه هم وي؛ چي د مجاهدینو له لوري سهوا رامنځته شوې وي او یا د دښمن کړیو مجاهدینو ته منسوب کړې وي.