د افغان ولس د ویني پور به پاته نشي

د افغان ولس وینه دومره مفته شوه، البته د دښمن په ګومان چي خارجي یرغلګر او داخلي اجیران یې د شپې او ورځي بهوي، تیرو څو ورځو کي د هیواد په مختلفو سیمو کي اشغالګرو او د کابل رژیم وسله والو د ډیرو هیوادوالو کورنو کي د ویر ټغرونه وغوړل. تازه خبر کي ویل شوي […]

د افغان ولس وینه دومره مفته شوه، البته د دښمن په ګومان چي خارجي یرغلګر او داخلي اجیران یې د شپې او ورځي بهوي، تیرو څو ورځو کي د هیواد په مختلفو سیمو کي اشغالګرو او د کابل رژیم وسله والو د ډیرو هیوادوالو کورنو کي د ویر ټغرونه وغوړل.

تازه خبر کي ویل شوي چي د یرغلګرو په ډرون حمله کي د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ په نوې اډه سیمه کي اتلس ( ۱۸) تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي، شهیدان شوي کسان د کاکړزو د قوم وګړی وو چي په دریو موټرو کي سپاره وو او په سیمه کي د یوې قومي شخړې د حل په موخه روان وو.

بل طرفته بیا د خوست امنیه قوماندان فیض غیرت اعتراف کوي چي د خوست مرکز ته نژدې په یلګي سیمه کي د یرغلګرو د خاصو ملیشو قوماندان مروت پر یو کور د یرغل په مهال د یوې کورنۍ پنځو تنو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، قوماندان مروت او وسله والو یې دوې ښځي شهیداني کړي، یو نارینه او دوې میرمني یې ټپیاني کړي دي.

د افغان ولس وینه ځکه دومره مفته او ارزانه شوه چي د کابل رژیم د امنیتي تړون په نوم یرغلګرو ته افغانستان کي د هر ډول جرم د سزا څخه مصئونیت ورکړ، اشغالګر که هرڅومره ډير ولسي افغانان شهیدان او ټپیان کړي، د کابل رژیم د افغان ولس له قاتلانو څخه حتی د پوښتني کولو حق هم له ځانه سلب کړی دی.

خو اسلامي امارت به د پخوا په شان د افغان ولس د پاکو وینو پوښتنه هرو مرو کوي، یرغګرو قاتلاتو او داخلي اجرتي وژونکو ته به سزا ورکوي، اسلامي امارت به د افغان ولس وژونکو ته په عمل کي ښیې چي دا ولس دومره بې څوکه نه دی چي د وینو پور یې پاته شي.

اسلامي امارت به د ګران او مجاهد ولس په بشپړ ملا تړ خپلي برحقي مبارزې ته دوام ورکوي، که خدای ته منظور وه، یرغلګر به له خپلي خاوري شړي او اجیرانو ته به یې لازمه سزا ورکوي، دوی دي په خپلو وسلو او وسایلو نه غولیږي، افغانانو د تاریخ په اوږدو کي په تش لاس خو په ایماني وسله سمبال، اشغالګر له خپل ټاټوبي ټیټي سترګي شړلي او خپله خاوره یې ازاده کړې ده.

یرغلګر له تیري یوې نیمي لسیزي څخه باید عبرت واخلي او په دې ځان پوه کړي چي د افغانستان اصلي مالکان او وارثان افغان ولس او په غیږ کي یې پالل شوی اسلامي امارت دی، له دوی سره که نور هر ډول تړونونو لاسلیک کړي او پریکړي ورسره وکړي افغان ولس ته د منلو وړ نه دي، له نیواکګرو سره دغه او هغه تړونونه او معاهدې به فقط د کاغذ پر مخ یو څو کرښي وي.