جنګي جنایتونه( ډسمبر)

لیکوال: سید سعید د ۲۰۱۸ز،کال د ډسمبر دمیاشتې په لومړۍ نیټه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ  دتیل فروشۍ بازار  کې ځایې عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی. دډسمبر په لومړۍ نیټه اشغالګرو او  افغان  عسکرو د غزني ولایت دناوې  ولسوالۍ په بازار چاپه وهلې، درې تنه عام کلیوال یې شهیدان اوپنځه  تنه یې له ځان […]

لیکوال: سید سعید

د ۲۰۱۸ز،کال د ډسمبر دمیاشتې په لومړۍ نیټه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ  دتیل فروشۍ بازار  کې ځایې عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

دډسمبر په لومړۍ نیټه اشغالګرو او  افغان  عسکرو د غزني ولایت دناوې  ولسوالۍ په بازار چاپه وهلې، درې تنه عام کلیوال یې شهیدان اوپنځه  تنه یې له ځان سره وړي دي.پر دې سربېره یې اتلس عرادې موټر، پنځه څلویښت موټرسيکل، یو د تیلو پمپ،  یو باب مستري خانه او یو د تیلو ټانکر سوځولي، د ولسوالۍ وداني، د بازارجامع مسجد اوګڼ شمیردو کانونه يې تخریب کړي، د دوکانونو مالونه او قیمتي اجناس یې چور کړي او شخصي ملکیتونو ته یې دروند مالي زیان اړولی دی.

دډسمبر په ۳مه دهلمندولایت دنوزاد ولسوالۍ داورموز په سیمه کې  یرغلګرو دداخلي عسکرو په ملتیا دملکي خلکو پر کورونو اوبازار چاپه وهلې، د سیمه ییزو خلکو په وینا ګډو ځواکونودچاپي په مهال  واده ته پر راغلیو خلکو بمبار هم وکړ چې اووه  تنه ولسي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې شهیدان شوي،همداراز ګډو ځواکونو  یوتن ډاکتر، یو دبازارچوکیدار، اودوه تنه نور کلیوال  دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د ډسمبر په ۳مه  دفراه ولایت مرکز فراه ښار   هوایي اډې ته  څیرمه دیرغلګرو دتوپچي په ډزو کې اته تنه ملکي وګړي ژوبل او یو تن شهید شوی دی.

د ډسمبر په ۳مه  د فاریاب ولایت داندخوی ولسوالۍ  د سلدوز  په سیمه کې ځایې عسکرو یو ځوان (  سیدامین) شهید کړی دی.

د ډسمبر په ۳مه دغزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په چهارکلا، کډي، ملا کلا، ولي کلا اوګاجه خیلو کلیوباندې  ګډو ځواکونو چاپه وهلې، پنځه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي،ګڼ دوکانونه یې  لوټ کړي او شپږ تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

د ډسمبر په ۴مه  اشغالګرو او د صفریک قطعې عسکرو د لوګر ولایت  مرکز  بابوس او زوري په کلیو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، د تالاشۍ په مهال یې  له کورو څخه قیمتي اجناس وړي او د حاجي نبي د کور په ګډون یې د ملکي خلکو اووه کورونه په بمونو وران کړي او اته   تنه ولسي وګړي پکې شهیدان شوي دي.

 

د ډسمبر په ۴مه  دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ  د شیوان په سیمه کې دګډو ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د ډسمبر په ۵مه دهلمند ولایت  دنادعلي ولسوالۍ دلوى مانده دتور پله په سيمه کې دیرغلګرو په بمبار کې پنځه تنه عام وګړي شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۵ مه  دخوست ولایت  د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په پلوسۍ سيمه کې د کمپاين ځانګړو عسکرو  د ولسي وګړو پرکورونو چاپه وهلې،پنځه تنه ملکي وګړي یې له خپلو کورونو رایستلي او بیا یې شهیدان کړي دي.

د ډسمبر په ۶مه دهلمندولایت دګرشک ولسوالۍ د قلعه ګز  دپلانو په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې درې تنه بزګران چې په خپلو کروندو کې یې اوبه لګولې شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۸مه د جوزجان ولایت  د قوشتیپې ولسوالۍ په  شیربیګ کلي کې دیرغلګرو په بمبار کې دښځو او ماشومانو په ګډن درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۹مه دهلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ د لجې په سیمه کې یرغلګرو دطالبانو پر یو زندان بمبار کړی، په یاد شوي بمبار کې درې تنه اسیر عسکر شهیدان او دیارلس تنه ټپیان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۱مه  دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د ښوره کي په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون برید کې یو کروندګر  چې په خپل پټي کې یې اوبه لګولې  شهید او یو بل تن ټپي شوی دی.

د ډسمبر په ۱۰مه دکندهار ولایت دنېش ولسوالۍ مرکز ته  نژدې دداخلي ځواکونو په بمبار کې دوه تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۲مه  د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په  ولي داد کلا، کنډه لغ، چاکر اولوګرو کلیو باندې ګډو ځواکونوچاپه وهلې،شپږ تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي، یو مسجد یې ویجاړ کړی او خلکو ته یې پراخ مالي تاوانونه رسولي دي.

دډسمبر په ۱۳مه  یرغلګرو او داخلي عسکرو د کونړ ولایت دشیګل ولسوالۍ په چوګام، برغنډو او سوکنو سیمو  چاپه وهلې،لسګونه ملکي هیوادوال یې له خپلو کورونو رایستلي او شهیدان کړي او بیا یې ګڼ کورونه چې ښځې او ماشومان پکې وو، بمبار کړي، دسیمه ییزو خلکو په وینا په دې چاپه  او بمبارکې پنځه شپیته( ۶۵) تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او لسګونه کورونه له خاورو سره برابر شوي دي. یادشوی بمبار دکونړ  دولایتي ادارې چارواکو هم تائید کړی،خو ادعاء یې کړې چې په دغه حمله کې څو تنه طالبان هم وژل شوي دي.

 

د ډسمبر په ۱۳مه  د پکتیا ولایت دسيدکرم ولسوالۍ په  کاريز سيمه کې  داشغالګرو په ډرون حمله کې دوه ولسي وګړي شهیدان او یو تن ژوبل شوی دی.

د ډسمبر په ۱۳مه دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د سره ګودر په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې څلور تنه ملکي هیوادوال چې په موټر کې سپاره وو، شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۴مه  د غزني ولایت د ر شیدانو ولسوالۍ کې یرغلګرو او داخلي کمانډویانو چاپه وهلې، دوه ملکي وګړي یې شهیدان کړي،دوکانونه یې لوټ کړي او دوه تنه ډاکټران یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د ډسمبر په ۱۵مه  دفراه ولایت دخاکسفید ولسوالۍ د خوشکاوې په سیمه کې دیرغلګرو  په ډرون حمله کې یو واکسیناتور او ملګری یې چې پر موټر سایکل سپاره وو، شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۵مه شپې مهال دهلمند ولایت دګرمسیر ولسوالۍ  د امیراغا په نامه بازار باندې یرغلګرو  اوداخلي عسکرو چاپه وهلې،لومړی یې له ډیرودوکانونه  قیمتي توکي اوپیسې اخیستي او وروسته یې پر بازار بمبار کړی چې له امله یې خلکو ته ملیونونه افغانۍ زیان رسیدلی دی.

د ډسمبر په ۱۶مه  د غزني مرکز کې د والي (کلیمزي) وسله والو  یوعام وګړی( اسلم الدین) چې د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی و ، شهید کړی دی.

دډسمبر په ۱۶مه  دهلمند ولایت دمرکزلشکرګاه د کاریز په سیمه کې داخلي عسکرو پر یوه  مدرسه چاپه وهلې،لومړی یې د یادې شوې مدرسې ناظم ( مولوي محمدشفیق) بندي کړی او بیایې شهید کړی دی.

د ډسمبر په ۱۶مه  د لوګر ولایت مرکز څخه څرخ ولسوالۍ ته په غزیدلي سړک  باندې  داشغالګرو په هوایې برید کې دسپرلۍ یو موتر په نښه شوی او پکې سپاره شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۷مه  د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په مرکیخیلو سیمه کې  دیرغلګرو په بمبار کې  یوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۷مه  د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په کوټکیو سیمه باندې ګډو ځواکونو چاپه وهلې،د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، قیمتي توکې یې ترې وړي، څلور تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او پنځلس تنه یې بندیان کړي دي.

د ډسمبر په ۱۹مه دفراه ولایت دبکوا ولسوالۍ  دغوریانو په سیمه کې د اشغالګرو په  ډرون برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی او دهمدې ولسوالۍ په چربک سیمه کې هم د یرغلګرو په ډرون حمله کې یو کلیوال شهید شوی دی.

دډسمبر په ۲۰مه د پکتیکا ولایت دسروبي ولسوالۍخان زمان کلي ته څېرمه  دیرغلګرو په ډرون حمله کې یو ملکي وګړی او یوه ماشومه شهیدان شوي دي.

د دسمبر په ۲۰مه  اشغالګرو او داخلي عسکرو د غزني ولایت د شلګرو لسوالۍ په بازار، معاش کلي، میري، جمال کلا اوحبیب ګودلو باندې چاپه وهلې، د کورونو اودوکانو دروازې یې په بمونوالوزولې او دروند مالي تاوان یې خلکو رسولی دی. په ځانګړې توګه جمال کلا کې یې دیو ملکي هیوادوال ( حا جی سلطان اکا) پر کور بمبار کړی چې له امله یې یوه ښځه، دوه ماشومان او یو سړی شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۲۰مه دفراه ولایت دبکوا ولسوالۍ په  سرحد سیمه کې دیرغلګرو په  ډرون حمله کې څلورتنه ملکي وګړي شهیدان او یو تن زخمي شوی دی .

دډسمبر په ۲۱مه دفاریاب ولایت دپشتونکوټ ولسوالۍ د یکه توت په سیمه کې  دیرغلګرو  په ډرون حمله کې دیني عالم  (مولوي عبدالباسط) او ملګری یې شهیدان شوي او د همدې ولایت  دخیبر  ولسوالۍ په میرزاکه سیمه کې هم داشغالګرو په یو ډرون برید کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۲۱مه دفراه ولایت دپشتکوه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دیرغلګرو  په ډرون برید کې درې تنه کلیوال چې دمرغانو ښکار یې  کاوه، شهیدان شوي دي. همداراز  دهمدي ولایت دپشترود ولسوالۍ دګنهکان په سیمه کې هم داشغالګرو په ډرون برید کې درې تنه کلیوال شهیدان شوي دي. .

د ډسمبر په ۲۲مه دکندهار ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ د چغنیانو په سیمه کې  یرغلګرو او حکومتي  عسکرو چاپه وهلې، دیوې کورنۍ څلورتنه نارینه یې شهیدان او درې میرمنې یې ټپیانې کړې او په همدې کلي کې  یې درې تنه نور کلیوال له خپلو کورونو رایستلي او بیا یې شهیدان کړي دي، دسیمه ییزو خلکو په وینا یرغلګرو او داخلي عسکرو دهمدې چاپې په مهال خلکو ته مالي تاوانونه هم رسولي او په اخر کې یې شپږ تنه کلیوال دبندیانو په توګه له ځان سره نا معلوم ځای ته وړي دي.

د ډسمبر په ۲۴مه دکندهار ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ د باختوپای  د دیفال په سیمه کې یرغلګرو  او داخلي عسکرو چاپه وهلې،یو ملکي وګړی یې شهید کړی، اتلس تنه نور کلیوال یې بندیان کړي او دخلکو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د ډسمبر په ۲۴مه دهلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ د ده بابا په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلکو پر کورونو او سیمه ییز بازار بمبار کړی، په دې بمبار کې اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د ډسمبر په ۲۷مه  د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د مکتب بازار او نوري کلي  کې ګډو ځواکونو چاپه وهلې، دیادشوي بازار ګڼ دوکانونه یې په بمونو الوزلي، پیسې او قیمتي سامانونه یې ترې  وړي او په اخر کې یې د حضرت نور په نوم یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د ډسمبر په ۲۷مه  د ننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ په  دواب سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال څلور تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او څلور کسان یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د ډسمبر ۲۹مه ګډو ځواکونو د ميدان وردګ ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په  پټانخيلو  سيمه کې د يوې ديني مدرسې یوولس تنه طالب العلمان شهیدان کړي دي.

د ډسمبر په ۳۰مه  د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په  مموزو او سورکۍ  سیمو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې دقومي مشر حاجي نعیم کور بمبار شوی،په دغه بمبار کې حاجي نعیم، دوه وروڼه او درې زامن  یې او دوه تنه نور کلیوال شهیدان شوي دي.د عیني شاهدانو په وینا په دې عملیاتو کې دولسي وګړو یو دتیلو پمپ، مسجد او ګڼ شمېر دوکانونه  په یومخیزه توګه ویجاړ او له مځکې سره برابر شوي دي. خلکو داحتجاج په توګه دشهیدانو جسدونه دولایت مقام مخې ته راوړي او له حکومته غواړي چې یایې جرم ثابت کړي او یاجاسوس ورته په ګوته کړي او ددې پیښې عاملینو ته سزا ورکړي.

د ډسمبر په ۳۰مه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ د  قاسم بازار په سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال لومړی ګڼ دوکانونه چور کړي او بیا یې سوځولي، دولسي وګړو نقلیه وسایط یې هم سوځولي او دوه تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]