جنګي جنایتونه( مارچ)

سید سعید: د ۲۰۱۹ز، کال دمارچ دمیاشتې په ۳مه  نیټه دفاریاب ولایت ددولت اباد ولسوالۍ په  قوزي بای قلعه  کې حکومتي ځواکونو یو مسجد او کلینک بمبار کړي دي.  د مارچ په ۴مه ګډو ځواکونو دکندهار  ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ د سرناوې په سیمه کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او پنځه تنه […]

سید سعید:

د ۲۰۱۹ز، کال دمارچ دمیاشتې په ۳مه  نیټه دفاریاب ولایت ددولت اباد ولسوالۍ په  قوزي بای قلعه  کې حکومتي ځواکونو یو مسجد او کلینک بمبار کړي دي.

 د مارچ په ۴مه ګډو ځواکونو دکندهار  ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ د سرناوې په سیمه کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او پنځه تنه یې بندیان کړي دي.

د مارچ په ۵مه  د لغمان ولایت دپادپښ ولسوالۍ په ګړوچ سیمه کې دیرغلګرو په څو ډرون حملو کې نهه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د مارچ په ۵مه  حکومتي عسکرو( ضربتیانو)د خوست ولایت دصبریو ولسوالۍ په  کرړو کلي کې یو زده کونکی شهید کړی، دشهید پلار او څلور نور کلیوال یې بندیان کړي دي.

د مارچ په ۵مه  د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې  ګډو ځواکو دچاپې په مهال  پنځه کورونه ویجاړ کړي او دوه کلیوال یې شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۷مه دهلمند ولایت دنوزاد ولسوالۍ په  تنګي  سیمه کې  یرغلګرو او داخلي  عسکرو دکلي ملاامام ،دوه تنه ډاکټران او درې  تنه نور کلیوال دبندیانو په توګه  له ځان سره وړي دي.

دمارچ په ۸مه  د هلمند ولایت دموسی کلا ولسوالۍ په  خوجداد  سیمه کې دیرغلګروپه  ډرون برید کې دوه ملکي وکړي شهیدان شوي دي.

د مارچ په ۸مه اشغالګرو او داخلي عسکرو د ننګرهار  لایت د حصارک ولسوالۍ په ناصرخیلو سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې ماتې کړي، قیمتي توکي یې له کورونو وړي او په اخر کې یې  پر سیمه بمبار کړی، په دغه بمبار کې د ډاکټر نظرګل په نوم ملکي هیوادوال  د کورنۍ دیارلس تنه غړي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي او دوه  تنه  ټپيان دي.

دمارچ په ۸مه  د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ دتنګي درې په حسن خیلو، جوی زرین او دولت خیلو کلیو باندې د اشغالګرو او داخلي عسکرو  په چاپه  او بمبا رکې یو باب مسجد، یو کلینیک او ګڼ شمیر کورونه  ویجاړ شوي او اووه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دمارچ په ۸مه د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په اصغر او دوکوهي کلیو باندې ګډو ځواکونو چاپه وهلې، یو باب مسجد، دیارلس کورونه او یو باب دوکان یې نړولي او څلور تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

دمارچ په ۹مه  ګډو قواوو د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ په بدري او میرداد کلا کې دچاپو په مهال ۱ مسجد، ۱۰دوکا نونو او ۱۳ کورونه زیانمن کړي او د میرداد کلا د مسجد ملا امام یې له درو تنه شاګردانو سره  بندي کړی دی. همداراز دقرباغ ولسوالۍپه  باران کلا کې یې دګڼو کورونو دروازې  په بمونو الوزولې،  قیمتي شیان یې ترې وړي او دوه تنه کلیوال یې شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۹مه د بادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ په سرخلنگ سیمه کې دګډو ځواکونو په بمبارکې  د یو ماشوم په شمول څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دمارچ په ۹مه  د پکتيکا ولایت د برمل ولسوالۍ په رخه سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال اته تنه ولسي وګړي شهیدان کړي.

د مارچ په ۱۲مه  ګډو ځواکونو د ننګرهار ولایت  دخوګیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې ماتې کړي، قیمتي شیان یې ترې وړي او شپږ تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.

دمارچ په ۱۲مه ګډو قواوو د غزني ولایت دشلګر  ولسوالۍ په شیرکلا سیمه کې د ملکي خلکو یو پلانکوچ موټر په نښه کړی،اته تنه سپرلۍ پکې شهیدان شوي، ځایې خلک چې د شهیدانو په انتقالولو بوخت شوي  الوتکو بیا بمبار پرې کړی چې له امله یې لس تنه نور ملکي هیوادوال  شهیدان او ټپیان شوي دي.

دمارچ په ۱۲مه  دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د قلعه ګز په سیمه کې  دیرغلګرو  په ډر ون حمله کې یوه ښځه اویو سړی شهیدان شوي دي .

دمارچ په ۱۳مه د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ د اشکین دتخت غونډۍ په سیمه کې  یرغلګرو او داخلي عسکرو درې تنه ولسي وګړي( حیمدالله ، تورجان او نورالله ) شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۱۳مه دارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ  په  مراباد سیمه کې  دګډو ځواکونو په بمبار کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

دمارچ په ۱۳مه  د هلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ په کرو چارراهي کې یرغلګرو یو موټر ویشتلی او پکې سپاره درې تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د مارچ په ۱۴مه ګډو ځواکونو دپکتیا ولایت  دزرمت ولسوالۍ د سهاکو په هېبت خیلو سیمه کې چاپه وهلې،پنځه تنه ولسي وګړي یې شهید ان کړي دي.

دمارچ په ۱۴مه یرغلګرو او حکومتي قواوود میدان وردګ ولایت دسیدآباد ولسوالۍ شیخ آباد، زرین خیلو، کوډي، نوریو او خړیانو سیمو باندې چاپې وهلې،دوه مسجدونه یې ویجاړ کړي،د یو ملا امام  په ګډون یې څو تنه کلیوال  شهیدان کړي او ګڼ نور کلیوال یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

دمارچ په ۱۴مه دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په   فیض اباد  سیمه کې دحکومتي قواوو دهاوان په ډزو کې یوه میرمن، یو ماشوم او دوه نارینه شهیدان شوي دي.

دمارچ په ۱۶مه  د کندوز ولایت  د چهاردرې ولسوالۍ په خلازيي سیمه کې ګډو ځواکونو اووه تنه عام کلیوال شهیدان او ټپیان کړي دي.

دمارچ په ۱۶مه  حکومتي عسکرو د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په سمن خېلو کې یو ملکي هیوادوال( حاجی لونګ) د کورنۍ دنورو غړو په مخ کې شهید کړی دی.

دمارچ په ۱۷مه  حکومتي عسکرو د زابل ولایت په  شهرصفا ولسوالۍ کې د حاجي عبدالجبار کور ویجاړ کړی او څلور تنه بزګران یې شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۱۷مه  داخلي عسکرو د خوست ولایت مرکز  اړوندپیرکلي  کې په یوه مدرسه چاپه وهلې، یو طالب العلم یې شهید کړی او درې نور یې په ټپي حالت کې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

دمارچ په ۱۸مه یرغلګرو د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په خواجه بلند سیمه کې دملکي وګړو د سپرلۍ موټر په نښه کړی او پکې سپاره څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۱۹مه   د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په   فولاد کلي کې ګډو ځواکونو دسیمه ییز کلینیک ډاکټر عبدالمحمد  بندي کړی، ورور یې ورشهیدکړی او دنوموړي دکورنۍ دوې میرمنې ټپیانې کړي دي.

دمارچ په ۲۰مه دپکتیکا ولایت  د  چاربران ولسوالۍ په  سپینه  کلي کې ګډو ځواکونو  دمسجد دملاامام   مولوي محمدیوسف  په شمول دوه تنه نور ملکي وګړي( حاجي عبدالبصیر او جلال الدین)  شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۲۰مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د قلعه ګز  د کنجک  په سیمه کې یرغلګرو دوه تنه عام کلیوال شهیدان کړي دي.

د مارچ په ۲۰مه  د هلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ په شرافت سیمه کې ګډو ځواکونو دطالبانو یو زندان په نښه کړی، په یاد شوي محبس کې حکومتي عسکر او جنایي اسیران بندیان وو، چې د بمبار له امله  لسګونه بندیان شهیدان شوي دي.

دمارچ په ۲۲مه  د کندز مرکز تیلاوکه سیمه کې ګډو ځواکونو په یوه کوربمبار کړی، چې له امله یې دیارلس تنه د یوه کور غړي شهیدان شوي دي. ددې ولسي وژنې په غبرګون کې خلکو پراخ لاریون وکړ، دشهیدانو جسدونه یې داعتراض په توګه له ځان سره لیږدول،مظاهره کونکو وویل چې پر کورونو دې بمبارۍ او چاپې ودول شي، کنه غچ به واخلي.

د مارچ په ۲۳مه  د غزني ولایت دزنخان ولسوالۍ په ګوګیراو فقیر کلیو باندې  یرغلګرو چاپه وهلې، په ګوګیر کلي یې یوه دیني مدرسه او یو مسجد ویجاړ کړی،شپږ تنه  دمدرسې زده کونکي یې شهیدان او درې  تنه  ټپيان کړي.  په فقیرکلا کې یې هم یو مسجد او ګڼ کورونه په بمونو الوزولي  دي.

د مارچ په ۲۳مه  د ننګرهار ولایت دبهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې  اشغالګرو او داخلي عسکرو  دچاپې په مهال  شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او خلکو ته یې پراخ مالي تاوانونه اړولي دي.

دمارچ په ۲۳مه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازارکې  داخلي عسکرو په یو ملکي وګړي ( خیرمحمد) ټانګ خیژولی او نوموړی یې  شهید کړی دی.

دمارچ په ۲۴مه   د نورستان ولایت دنورګرام ولسوالۍ په  دمه ګل کلي باندې دداخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې پنځه تنه عام وګړي شهیدان او ژوبل شوي دي.

دمارچ په ۲۵مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ  په ښورکي سیمه کې   دیرغلګرو په  ډرون  حمله کې یو سپین ږیری ، درې ماشومان  ا و څلورښځې شهیداني شوي دي .

دمارچ په ۲۵ مه  دکندز ولایت مرکز اړوند کنم اوبزکندهاري سیمو کي دیرغلګرو په ډرون حملو کې دجوماتونو دوه امامام په نښه او شهیدان شوي دي.

د مارچ په ۲۵مه  اشغالګرو او داخلي عسکرو د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ کرګو قلعه کلان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څوارلس تنه  ملکي وګړي شهیدان  او ټپیان کړي  او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

دمارچ په ۲۵مه  د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې دیرغلګرو په چاپه کې پنځه تنه عام کلیوال شهیدان شوي او ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

دمارچ په ۳۰مه  د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په یرګتو سیمه کې د ملا نوح بابا لیسه باندې  حکومتي عسکرو دهاوان اوایسفیجینین توپونو مرمۍ ویشتلې، چی له امله یې  د یو تن استاد په ګډون څلور  تنه شاګردان شهیدان اویو ولس تنه نور ژوبل شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]