جنګي جنایتونه ( مئ)

 سید سعید دروان (۲۰۱۵،ز) کال  دمئ دمیاشتي  په لومړۍ نیټه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په  باغتو کلي کي کورنیو عسکرو د چاپې پرمهال  د یو ملکي سړي (حاجي عبدالباري) پنځلس کلن زوی د بندي په توګه له ځان سره وړی دی . دمئ په ۴مه د هرات ولایت د شینډنډولسوالۍ په  بارتخت سیمه […]

 سید سعید

دروان (۲۰۱۵،ز) کال  دمئ دمیاشتي  په لومړۍ نیټه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په  باغتو کلي کي کورنیو عسکرو د چاپې پرمهال  د یو ملکي سړي (حاجي عبدالباري) پنځلس کلن زوی د بندي په توګه له ځان سره وړی دی .

دمئ په ۴مه د هرات ولایت د شینډنډولسوالۍ په  بارتخت سیمه کي داخلي عسکرو پر یو  موټرسایکل   ډزي کړي چي له امله یې  یوه ښځه شهیده شوې او سړی ژوبل شوی دی .

د مئ په ۴مه د فاریاب ولایت د المارولسوالۍ په دیوانه خانه  سیمه  کي  له طالبانو سره ترجګړې وروسته د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کي څلور کوچنیان اویو تن ملا امام ژوبل شوی دی .

دمئ په ۵مه  د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شوراب کلي کي د داخلي عسکرو د هاوان په برید کي چي  توغندی یې پر یوکور لګیدلی یو ماشوم شهید شوی دی .

 دمئ په ۷ مه د پران ولایت د بګرام ولسوالۍ   په ګجر خېلو کي یرغلګرو عسکرو پر لمونځ کونکو ډزي کړي، چي له امله یې یو تن  سخت ژوبل شوی دی ، خلګو د یرغلګرو ددې عمل پر ضد د کاپیسا – پروان لار  داحتجاج په توګه د ترافیکو پرمخ تړلې وه او مرګ بر امریکا شعارونه یې ورکول .

دمئ په ۹ مه د هرات ولایت د  شینډنډ ولسوالۍ په بازار کي کورنیو عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی، ددې پیښي په غبرګون کي  یوه ورځ وروسته خلګو دشینډنډ په بازار کي مظاهره وکړه او دمجرم د محاکمه کولو غوښتنه یې کوله .

د مئ په ۱۰ مه یرغلګرو دافغان عسکرو په ملتیا د ننګرهار ولایت  د خوږیاڼو ولسوالۍ په خیرمني او ژوري  سیمو کي د عملیاتو په لړ کي د ملک نقیب الله په شمول د نوموړي د کورنۍ دوې میرمني شهیداني کړي او په لسهاوو ملکي وګړي یې بندیان کړي دي .د ځایې خلګو په وینا په دغو عملیاتو کي  عسکروددوی  له کورونو څخه  قیمتي شیان  له ځان سره وړي دي .

د مئ په ۱۳ مه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ  په امبیر سیمه کي د یرغلګرو په بمبار کي دوه تنه ملکي وګړي چي ښکار ته روان ووشهیدان شوي او یو نفر ژوبل شوی دی .

د مئ په ۱۴ مه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کي داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړ ی د ی.

دمئ په ۱۴ مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ خلګو رسنیو ته  وویل چي اربکیانو د یادي شوي ولسوالۍ  ۱۴ کلي کډه کولو ته اړ  ایستلي دي، دوی وایې چي اربکیان یې پرکورونو چاپې وهي، په یو او بل نوم یې ځوروي او ځوانان یې بندیانوي .

د ولسي وګړو په وینا اربکیانو په تېرو څو ورځو کي  له شهبازوال کلي، ۱۷ تنه، له خز کلي ۱۸ تنه، له مرادي کلي ۱۶ تنه، له اتل کلي ۱۴ تنه، له غوله کلي ۱۱ تنه، له ميدادوال کلي ۱۲ تنه، له دبلي کلي ۱۰ تنه، له عاقل کلي ۱۰ تنه، له ګلو کلي ۱۴ تنه، له خوشحال کلي ۹ تنه، له روستم کلي ۱۲ تنه، له منار کلي ۱۳ تنه او له نظروالو کلي څخه ۱۸ تنه ځوانان   د بندیانو په توګه  له ځان سره د ولسوالۍ مرکز او یوشمېر  پوستو ته وړي دي .

 دولسي خلګوپه وینا چي کله  دخپلو بچیانو دراخلاصولو په موخه ولسوالۍ ته ولاړل د اربکیانو قوماندان لطف الله کامران او سلطان جاسو ورته وویل چي  یادي د دوی په ملګرتیا ټوپک غاړي ته  واچوي  کنه نوله  سیمي څخه دي  کډي وکړي .

د مئ په ۱۵ مه د بدخشان ولایت د وردوج  ولسوالۍ په خاشبین او استرب سیمو کي د کورنیو عسکرو د توپچي په ډزو کي درې کوچنیان شهیدان شوي او دوې ښځي  اودوه نارینه ژوبل شوي دي، د توپخانې په یادشوی برید کي د ولسي خلګوڅلور کورونه هم ویجاړ شوي دي .

دمئ په ۱۶ مه د ميدان وردګ ولايت د جلريز ولسوالۍ د زيولات په زيمنیو سيمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي درې ماشومان ژوبل شوي دي.

د مئ په ۱۷ مه د کندهار ښار صرافۍ مارکیټ ته نژدې  دجنرال رازق عسکرو یو ټکسي چلونکی شهید کړی دی .

د مئ په ۱۸ مه د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ  په شش قلعه سیمه کي  پر یو کور باندي د یرغلګرو په  بمبار کي یو ملکي وګړی شهید شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي، د عیني شاهدانو په وینا  وروسته له هغه  بمبار وشو چي په دغه سیمه کي د بهر نیو ځواکونو یو ټانګ د ماین  په انفجار کي پارچه پارچه  شو .

دمئ په ۲۰ مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ خلګو رسنیو ته  ویلي چي : د ګډ حکومت په عملیاتو کي چي د تېرو شلو ورځو راهیسي په سیمه کي روان دي لس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او اته ویشت تنه ژوبل شوي دي،خلګو ویلي چي په شهیدانو اوټپیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي .

د مئ په ۲۱مه  د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ په کټارالمازو سيمه کي د یرغلګرو په بمبار کي درې تنه ولسي وګړي چي په لاره روان وو شهیدان شوي دي .

دمئ په ۲۱مه د پکیتا ولایت د پټان ولسوالۍ په مقبلو غونځي سیمه کي د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کي یوه ښځه او دوه کوچنیان ټپیان شو ي دي .

د مئ په ۲۷ مه د غزني ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ  په کاریز  او زاړه ښار سیموکي د کورنیو عسکرو د هاوان په ډزو کي دوې ښځي اودوې ماشومي نجوني ژوبلي شوي دي .

د مئ په ۳۱مه د  لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ په طورخيل کلي باندي داخلي عسکروچاپه وهلې، د خلګو کورونه یې تلاشي کړي او مالي زیانونه یې ورته اړولي دي، وروسته  د عسکرو د هاوان په ډزو کي چي د استوګني  پر سیمه او یو  مکتب لګیدلي یو معلم او دوه زده کونکي شهیدان شوي او دوې ښځي ، یو ماشوم او یو سپیږیری ژوبل شوی دی .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]