نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دروان ( ۲۰۱۵،ز) کال د فبروري دمیاشتي په لومړۍ نیټه دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالي په نهرین سیمه کي وروسته له هغه چي دطالبانو اوداخلي عسکرو تر منځ نښته وشوه ، کورنیو عسکرودولسي خلګو پر کورونو حمله کړې ، دیوې ښځي اوماشوم په شمول یې څلور تنه شهیدان کړي او دملکي هیوادوالودوه سوه ( ۲۰۰) کورونه […]
دروان ( ۲۰۱۵،ز) کال د فبروري دمیاشتي په لومړۍ نیټه دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالي په نهرین سیمه کي وروسته له هغه چي دطالبانو اوداخلي عسکرو تر منځ نښته وشوه ، کورنیو عسکرودولسي خلګو پر کورونو حمله کړې ، دیوې ښځي اوماشوم په شمول یې څلور تنه شهیدان کړي او دملکي هیوادوالودوه سوه ( ۲۰۰) کورونه یې سوځولي دي .
دفبروري په ۳ مه دپکتیکاد یحی خیلو ولسوالۍ په غیبي خېلو او یاخېلو سیمو کي اربکیانو یوه مدرسه او داستادانو کورونه یې نړولي دي ، ځایې خلګو رسنیو ته ویلي چي اربکیانو لومړی دیادي شوي مدرسې داستادانوکورونه چور کړل اوبیا یې وسوځول ، دوی وایې چي: اربکیانونورو سلو کورنیو ته اخطار ورکړی چي ژر تر ژره دغه سیمه پریږدي کنه دکورنۍ غړي به یې ووژني .
دفبروري په ۳مه دغور – هرات په ګډه پوله د دره تخت په سیمه کي اربکیانوجوماتونه تړلي ، ملا امامان یې له سیمي ایستلي او خلګو ته یې ګواښ کړی چي نور دي څوک مسجدونو ته دعبادت لپاره نه ورځي .
دفبروري په ۳ مه د غزني ولايت د شلګر ولسوالۍ په غنډو کلي کي اربکیانو د شهيد محمد زي اکا په کور چاپه وهلې او وروسته یې دنوموړي کور سوځولی دی .
دفبروري په ۴مه دهرات ولایت دګذره ولسوالۍ په زیارتجای کلي کي داردو عسکرویو اویا کلن سپین ږیری شهید کړی دی .
دفبروري په ۵مه دهلمندولایت دسنګین ولسوالۍ د څاروان کلا دزیدانانوپه سیمه کي ځایې غسکرو یوملکي وګړی چي په لاره روان ؤ شهید کړی دی .
دفبروري په ۵مه د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په زيولات ، اسماعيل خيل او محمد نورخيلو سيمه کي داخلي عسکروچاپه وهلې ، دخلګو کورونه یې تلاشي کړي، مالي تاوانونه یې ورته اړولي او درې تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي .
دفبروري په ۸ مه دکندهارولایت د معروف ولسوالۍ په جر سیمه کي دکورنیو عسکرودهاوان په ډزو کي یو ماشوم شهید شوی دی .
دفبروري په ۸ مه دننګرها رولایت داچین ولسوالۍ باندر سیمه کي دیرغلګرودبې پیلوټه الوتکي په برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .
دفبروري په ۱۲مه د ننګرهار ولايت د نازيان ولسوالۍ په سپيني ژی سيمه کي دیرغلګرودډرون په برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي .
دفبروري په ۱۳مه دکا پيسا ولايت د اله سای ولسوالۍ د بازار په جامع مسجد داخلي عسکروډزي کړي چي له امله یې شل تنه لمونځ کونکي ژوبل شوي دي . دفبروري په ۱۶ مه دهلمندولایت د سنګین ولسوالۍ دمالمند بازار په سیمه کي یرغلګرو دافغان عسکرو په ملتیا دطالبانو سره سخته جګړه کړې ، ترجګړې وروسته اشغالګرودمالمندبازاردوه سوه ( ۲۰۰ ) دوکانونه اویودموټرو شورم چي دوه ویشت عرادې موټرپکي ولاړ وو سوځولي دي .
دفبروري په ۱۷مه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په قيلغو مياګانو کلي کي اشغالګرو بمبار کړی ، دعیني شاهدانو په ویناپه دغه بم ورۍ کي درې تنه ملکي هیوادوال ( دل اغا ولد لعل زمان، نقيب الله ولد سيدملا او نياز محمد ولد ميرزا) شهيدان شوي دي .
دفبروري په ۱۸ مه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په پټي خرګي سیمه کي دنیواکګرو جيټ الوتکې په يو ټکسي موټر بمبار کړی، شپږ تنه ولسي وګړي پکي شهیدان شوي او موټر یې ویجاړ شوی دی .
دفبروري په ۱۹ مه یرغلګرو ځواکونود پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو او نیکنامو کلیو تر منځ په غځیدلي سړک په موټر سایکلونو سپاره دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړ ي دي .
دفبروري په ۲۰ مه دکندوز ولایت دقلعه زال ولسوالۍ په مربوطاتو کي داربکیانوپه ډزو کي یو ملکي وګړی شهید شوی دی .
دفبروري په ۲۱مه دزابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په دانیزو کلي کي دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي یو سپین ږیری او ماشوم ژوبل شوي دي .
دفبروري په ۲۲ مه دکندهارولایت د میوند ولسوالۍ دشنه سړک په سیمه کي داخلي عسکرو دطالبانو سره تر جګړې وروسته ګڼ شمېر ولسي خلګ بندیان کړي دي .
دفبروري په ۲۳مه دهلمندولایت د سنګین ولسوالۍ دچرخکیانو مانده ، پیروزو ، میرحمزه کلي او ګارو په سیموکي داخلي عسکرو دذوالفقار دعملیاتو په لړ کي دولسي خلګو شپیته کورونه اوګڼ فصلونه په بلدوزرونونړولي او وران کړي دي .
دفبروري په ۲۴مه داخلي عسکرودکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په انارجوی، سين زيه، کرم خيل، قورغل، تترخيل او ملايانو سيمو باندې د هاوانونو ډزي کړي چي له امله یې دښځو اوکوچنیانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي .
دفبروري په ۲۷ مه دننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ په خنجر سیمه کي داربکیانو دهاوان په ډزو کي یو ماشوم شهید شوی او څلور کوچنیان ټپیان شو ي دي .
مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.