جنګي جنایتونه (سپتمبر)

سید سعید د ۲۰۱۸ز، کال دسپټمبر دمیاشتې په لومړۍ(۱) نیټه یرغلګرو اوداخلي عسکرو دننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په کوزبهار سیمه کې دچاپې په مهال یوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي دي. د سپتمبر په ۳مه د شپې مهال اشغالګرو او داخلي عسکرو د ننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ په  ګاړي سیمه کې د ملکي وګړو […]

سید سعید

د ۲۰۱۸ز، کال دسپټمبر دمیاشتې په لومړۍ(۱) نیټه یرغلګرو اوداخلي عسکرو دننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په کوزبهار سیمه کې دچاپې په مهال یوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي دي.

د سپتمبر په ۳مه د شپې مهال اشغالګرو او داخلي عسکرو د ننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ په  ګاړي سیمه کې د ملکي وګړو په کورونو چاپه وهلې، دتلاشۍ په وخت کې یې نهه تنه دښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان او درې کسان ټپیان کړي دي .

د سپتمپر په ۴مه  اشغالګرو دمیدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ دتنګي درې په  علم خیلو او ورسک کلیو  چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، د تلاشۍ په  مهال یې دخلګو مالونه وړي،دخلګو موټر یې سوځولي، د ورسک او علم خیلو تر منځ د لسګونه زره ډالرو په لګښت جوړ پل یې  الوزولی او په اخر کې یې څلور تنه ملکي وګړي دبندیانو په توګه له  ځان سره وړي دي.

د سپټمبر په ۴مه دغور ولایت د ساغر  ولسوالۍ مرکز ته څیرمه داخلي عسکرو  د دارالعلوم عاليې  دیني مدرسې  ټول کتابونه او اسباب سوځولي دي.

د سپټمبر په ۵مه  داخلي عسکرودلغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ په ګړوچ سیمه کې عملیات کړي،د ځایې خلګو په وینا په دې عملیاتو کې  عسکرو یوولس تنه ملکي وګړي په ډله ییزه توګه شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۹مه  دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په ډاګیانو سیمه کې دحکومتي قواوو دهاوان په پیرونو کې یوولس تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

دسپټمبر په ۱۱مه یرغلګرو او داخلي عسکرو دننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په  نکړخیلو سیمه کې د ملکې هیوادوالو په کورونو چاپه وهلې،یو سپین ږیری یې شهید کړی، دخلګو مالونه یې لوټلي،په سیمه کې دیوازیني روغتون درمل یې سوځولي او د سیمه ییز ښوونځي یو برخه یې ویجاړه کړې ده.

دسپټمبر په ۱۶مه  د پکتیکا ولایت د ووړممۍ ولسوالي په سید خېلو سیمه  کې اربکیانو د ملکې خلکو په کورونو دهاوانونو مرمۍ اورولې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دیوې کورنۍ اته تنه غړي شهیدان شوي دي.

د سپتمبر په ۱۷مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په وډيسار سیمه کې یرغلګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال شپاړس تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .

د سپټمبر په ۱۷مه د فراه ولایت دشیبکوه ولسوالۍ د  کین په سیمه کې دداخلي عسکرو په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د سپټمبر په ۱۷مه دارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د چتو په سیمه کې  یرغلګرو دداخلي عسکرو په ملتیا دچاپې په مهال دخلګو په کورونو کې خوراکي توکي او سامانونه سوځولي او یو ملکي کلیوال یې شهید کړی دی.

د سپټمبر په ۱۷مه  اشغالګرو دداخلي عسکرو په ملتیادارزګان ولایت د مرکزترینکوټ په کوټوالوپه سیمه کې چاپه وهلې او څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د سپتمبر په ۱۸مه  دارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند دپای ناوي د  ابردي  په سیمه کې  دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږتنې  نجونې شهیدانې او دوه تنه ماشومان  زخمیان شوي دي.

د سپټمبر په ۱۹مه  د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په  پیټلاو سیمه کې یرغلګرو او کورنیو عسکرو دچاپې په مهال د ملکي خلکو د کورونو دروازې په بمونوالوزولې، کورونه یې  لوټ کړي او لس تنه عام کلیوال یې شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۲۰مه  د پکتیا ولایت د څمکنوولسوالۍ  د نوزی په کلي دیرغلګرو په  بمبار کې  څلور تنه ملکیان شهیدان او څلوارلس ماشومان زخمیان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۰مه  د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په  سرخ آب سیمه کې  اشغالګرو او داخلي عسکرو  د ملکې وګړو په کورونو چاپه وهلې، نولس تنه ملکي هیوادوال  یې شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۲۲مه دکندهار ولایت دمعروف ولسوالۍ د اسحاقزو په سیمه کې یرغلګرو او داخلي کمانډویانو  دچاپې په مهال دوه تنه سپین ږیري شهیدان کړي او خلګو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

د سپټمبر په ۲۳مه د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ  په مختلفو سیمو  کې دحکومتي قواوو په عملیاتو کې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د سپټمبر په ۲۳مه دکندهار ولایت  د ميوند ولسوالۍ د سره بغل او کانټېنربازار  په سيمو کې داخلي سپېشل فورس او یرغلګرو عسکرو عملیات کړي،دځایې خلګو په وینا په دغوعملیاتو کې یرغلګرو او داخلي عسکرو لس تنه ولسي وګړي شهیدان کړي، چې دوه جسدونو ته یې اور هم اچولی او یویشت تنه کلیوال یې بندیان کړي دي. په دې عملیاتو کې ولس ته پر ځاني زیان  سربیره خورا دروند مالي تاوان هم اوښتی دی.

د سپټمبر په ۲۷مه  د فاریاب ولایت دالمار او قیصار ولسوالیو ترمنځ  دسقه کوتل په سیمه کې  یرغلګرودملکي خلکو پر یو موټر بمبار کړی چې  له امله یې په موټر کې سپاره ملکي وګړي ټول شهیدان اوسوځیدلي دي.

د سپټمبر په ۲۸مه دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د برنوزاد  په سیمه کې  یرغلګرو او داخلي سپیشل فورس عسکرو دخلګو په کورونو چاپه وهلې،وروسته یې دوه کورونه او یو مسجد بمبار کړي،چې لس تنه ولسي وګړي پکې شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۳۰مه د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ د بازار په مربوطاتو کې دځایې عسکرو په ډزو کې دوې ښځې شهیدانې شوې دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]