جنګي جنایتونه ( جون)

سید سعید  دروان ( ۲۰۱۵،ز) کال د جون د میاشتي  په ۴مه نیټه د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په پخي خوړ سيمه کي د یو ملکي هیوادوال (غلام نبي) په مازدا موټر  یرغلګرو ډرون حمله کړې، په حمله کي نوموړی شهید شوی او موټر یې ویجاړ شوی دی . دجون په ۴مه د نورستان […]

سید سعید

 دروان ( ۲۰۱۵،ز) کال د جون د میاشتي  په ۴مه نیټه د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په پخي خوړ سيمه کي د یو ملکي هیوادوال (غلام نبي) په مازدا موټر  یرغلګرو ډرون حمله کړې، په حمله کي نوموړی شهید شوی او موټر یې ویجاړ شوی دی .

دجون په ۴مه د نورستان ولایت دوانت وایګل ولسوالۍ بیله سیمه کي داخلي عسکرو یو قومي مشر (حاجي عبدالبصیر)د طالبانو سره داړیکو درلودو په تورشهید کړی دی .

دجون په ۴مه د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په رحيم خيل سيمه کي دداخلي عسکرو د هاوان مرمۍ دواده په مراسمولګېدلې ده،چي له کبله یې درې ماشومان شهیدان شوي او پنځه تنه ژوبل شوي دي .

 دجون په ۵ مه  د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ په بټي سیمه کي د یرغلګرو ځواکونو د ډرون په برید کي  پنځه دیرش تنه ولسي هیوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي ،د یادي شوې پیښي د څرنګوالي په اړه ویل شوي چي   هغه مهال رامنځته شوه چي په سیمه کي  یو قومي مشر  وفات شوی ؤ،تر دفن کیدلو وروسته یې  خلګ پلي اوموټرو کي خپلو کورنو ته په لاره ووچي پر دوو موټرو باندي  د یرغلګرو  بې پیلوټه الوتکي   برید وکړ چي له امله یې یاده شوې ولسي مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. د خوست ولایت د کوچي قبیلو مخورو دغه پیښه په سختو ټکو وغندله او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې وکړه ،دوی هغه اوازې  چي په پیښه کي طالبان وژل شوي په تینګه رد کړه او زیاته کړه چي په دغه حمله کي وژل شوي او ټپیان شوي ټول ملکي وګړي دي .

  همدا راز د جون په ۵مه د غزني ولایت د مرکز مربوط په نوغي کلي باندي داخلي عسکرو هاوانونه اورولي،هاوانونه په سیمه کي د رحمت الله پرکور لګیدلي، د نوموړي په کور کي د واده مراسم ووچي له همدې امله یې پراخه مرګ ژوبله رامنځته کړې ده ،د عیني شاهدانو په وینا چي دتوپخانې په یاد شوي برید کي اووه تنه ملکي هیوادوال ( احمد دشیرمحمدزوی، ذکی الله او رفیع الله د علم الدین زامن، میرزاخان د عبدالرحمن زوی، امیرمحمد دشیرآغا زوی، سميع الله او اخترمحمد) شهیدا ن شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي .

د جون په ۵مه د بدخشان ولايت  د جرم ولسوالۍ په فرغامنج سيمه کي عسکرو یو ملکي وګړي  شهيد کړی دی.

دجون په ۷مه رسنیو داسي خبرونه خپاره کړل چي د غزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په  جرکنه، کاکا کلا او اکبر کلا سيمو کي اربکیانو د خلکو شنه فصلونه او باغونه له منځه وړي، او دوه سوه کورنۍ یې له سیمي څخه کډه کولو ته اړیستلي دي،خلګو رسنیو ته ویلي چي کوم وخت طالبان پر اربکیانو برید وکړی،اربکیان دخپلو ټوپکو خولې پر دوی وروګرځوي او ولسي وګړي په نښه کوي .

د جون په ۸ مه د پکتیکا ولایت د نګه ولسوالۍ په ورسکي سیمه کي داخلي عسکرو د طالبانو سره ترجګړې وروسته دیرش تنه ولسي وګړي د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي .

د جون په ۸مه د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ په سعادت کلا کلي کي د ځایې عسکرو دثقیله وسلو په ډزو کي یوه ښځه شهیده او دوې نجوني زخمیاني شوي دي .

دجون په ۹مه د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ  د محمدخان کاریز په سیمه کي  دداخلي  عسکرو د توپخانې په برید کي یو ملکي سړی شهید شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده .

دجون په ۱۳مه   د هرات ولایت  دشنډنډ ولسوالۍ په زوال سیمه کي د داخلي عسکرو په ډزو کي نهه تنه ولسي وګړي وژل شوي او پنځلس نفره ژوبل شوي دي .  دهرات ولایتي شوری پخواني غړي تور محمد ظریفي ویلي چي امنیتي ځواکونو بې له څېړني د خلګو پر کورونو هاوانونه اورولي دي ، د پیښي په غبرګون کي ولسي وګړي د شینډنډ ولسوالۍ مخ ته را غونډ شوي وو او ددغي  فاجعې د عاملینو دژر ترژره محاکمې غوښتنه یې کوله  .

دجون په ۱۳مه د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ په قرا سيمه کي  دیرغلګرو د ډرون په برید کي درې تنه ولسي هیوادوال  ( معلم عبدالقدوس اودوه تنه  لاروي)  شهيدان شوي دي .

د جون په ۱۴مه د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍپه تاشګذر سیمه کي د ځایې عسکرو د هاوان  مرمۍ  پر یو کور لګیدلې،په یادشوي کو رکي څلور تنه کاریګر په کار بوخت وو چي ټول په دغه برید کي شهیدان شو ي دي .

دجون په ۱۴مه د غزني ولایت د قره باغ  ولسوالۍ په شا غولي سیمه کي د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کي دوې ښځي شهیداني شوې او د یوې ښځي په شمول درې کسان ژوبل شوي دي،د غزني دولایتي شوری غړی عصمت الله جامرادوال هم رسنیو ته ویلي چي ذکر شوی ولسي زیان  د اردو د ډزوله امله رامنځته شوی دی .

دجون په ۱۴مه دفراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په مربوطاتو کي دکورنیو عسکرو د هاوان په ډزو کي یوه میرمن شهیده شوې او یوه ښځه او سړی ژوبل شوي دي .

دجون په ۱۴مه دفراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کي دداخلي عسکرو د هاوان په ډزو کي دوې میرمني او درې سړي ژوبل شوي دي .

دجون په ۱۴مه دزابل ولایت د مرکز (قلات) اړوند سیجان  کلي کي د کورنیو عسکرود هاوان په برید کي د یوه کور دوه ځوانان شهیدان شوي او یو نفر زخمي شوی دی .

د جون په ۱۵مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په افغانیه سیمه کي د کورنیو عسکرو دهاوان په برید کي دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي ،یو تن ژوبل شوی او ګڼ کورونه زیانمن  شوي دي .

دجون په ۱۶مه دغورولایت دشینکوټ  ولسوالۍ په نورک  سیمه کي داخلي عسکرو  وروسته له هغه چي رینجرموټر  یې د مځکني ماین ښکار شودولسي خلګو لس کورونه سوځولي  دي .

دجون په ۱۷مه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ  د ګاجوی په سیمه کي داخلي عسکرو پر دوی د یوې چاودني څخه وروسته ګڼ ولسي خلګ وهلي او پنځه تنه یې بندیان کړي د ي.

د جون په ۱۹مه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په بازارکي  اربکیانو  یو ملکي وګړی چي دموټرسایکلونو مستريخانه  یې کوله شهید کړی دی .

د جون په ۲۰ مه د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ  په ماڼوګي کلي کي د داخلي عسکرو د توپخانې په حمله کي یو ماشوم شهید شوی او درې کوچنیان ټپیان شوي دي .

د جون په ۲۳ مه  د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د سرک بالا په خان رسول سیمه کي یرغلګرو پر یو مسجد دډرون په حمله کي اته تنه ماشومان چي د قران شریف په زده کړه بوخت وو شهیدان او ټپیان کړي دي  .

د جون په ۲۷ مه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په  مردیان  سیمه کي د ځایې  عسکرو دهاوانونو په برید کي څلور کورنه تخریب شوي او یوه ښځه پکي ژوبله شوې ده .

دجون په ۲۸ مه د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په جلاله سیمه کي د اردو عسکرو له طالبانو سره تر نښتي وروسته  دولسي وګړو یو ټونس ډوله موټر په نښه کړی  دی، د عیني شاهدانو په ویناپه دغه برید کي  درې تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

دجون په ۲۸ مه د دایکندي ولایت د اجرستان ولسوالۍ په  سیدخیلو سیمه  کي د کورنیو عسکرو د هاوان په ډزو کي یوه ښځه شهیده شوې او دوه نفره ټپیان شوي دي .

دجون په ۲۹مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په مزارکلي کي د داخلي عسکرو دهاوان یوه مرمۍ پر یو کور لګیدلې چي له امله یې د ښځو او کوچنیانو په ګډون دولس تنه ولسي وګړي ژوبل شوي  دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]