بشري تېروتنه، که جنګي جنايت

تېر کال کندوز کي د بې پولي ډاکترانو پر روغتون برید چي څه کم سل تنه ناروغان، پایوازان او ډاکټران پکي شهيدان او ټپیان شول، د جینوا د کنوانسیون او جګړیزو قوانینو له مخي جنګي جنایت بلل کیږي، خو امریکایې چارواکو دې ستر جنګي جرم ته د بشري تېروتني نوم ورکړ. پنټاګون د خپل دغه […]

تېر کال کندوز کي د بې پولي ډاکترانو پر روغتون برید چي څه کم سل تنه ناروغان، پایوازان او ډاکټران پکي شهيدان او ټپیان شول، د جینوا د کنوانسیون او جګړیزو قوانینو له مخي جنګي جنایت بلل کیږي، خو امریکایې چارواکو دې ستر جنګي جرم ته د بشري تېروتني نوم ورکړ.

پنټاګون د خپل دغه یاد شوي جنګي جرم په تړاو ویلي چي دا یو غیر ارادي کړنه وه او امریکایي پوځیان نه پوهیدل چي روغتون تر هدف لاندي دی، نو ځکه جنګي جرم نه ګنل کیږي، مګر د بې پولي ډاکټرانو د سازمان مشر هماغه مهال دا واضح کړه چي پر روغتون د نیم ساعته برید په پیل کي یې د امریکایي ځواکونو د قوماندې له مرکز سره اړیکه ونیوله او دا یې ورته روښانه کړه چي برید یې پر روغتون روان دی.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولني د پنټاګون د دغي پریکړي په ځواب کي ویلي چي دومره ستره بمباري بشري تېروتنه نشي ګڼل کیدای، د ټولني په اعلامیه کي ویل شوي چي امریکایې ځواکونو د دوی پر روغتیایې مرکز د پوځي او بشري قانون او درناوي څخه په پوره بې پروایې حمله وکړه، نو دا حمله بشري تېروتنه نه، بلکي یو جنګي جرم دی او عاملین یې باید مجازات شي.

د کابل رژیم د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د برید په اړه د پنټاګون د وروستۍ څیړني او پریکړې (چي دغه برید پکي بشري تېروتنه بلل شوې) په اړه خوښي ښکاره کړې او د دې پریکړې تائید یې کړی دی.

د پنټاګون یو افسر جنرال جوزف کندوز کي د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د برید د توجیه په خندونکې هڅه کي وایې چي:« د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د حملې علت دا و چي د پرله پسې جګړو له امله د دوی عسکر ستړي شوي وو او د کره معلوماتو موندل ګران کار و».

د پنټاګون د توجیه له مخي که څوک ستړي وي، نو څه یې چي زړه وغواړي هغه دي ترسره کوي، ځکه ستړیا جرم په تېروتنه بدلوي، بله دا چي که د معلوماتو ترلاسه کول ممکن نه وو، نو بیا هم د کورونو، جوماتونو، روغتونونو او عام المنفعه تاسیساتو بمبارول او د ملکي خلګو وژل جنایت نه دی!!.

وګورئ د مهذبي نړۍ د بشر دوستانو منطق ته چي تر خپلي ستړیا او سرټمبګۍ د نورو ملتونو ژوند او تمدن قربانوي او بیا په همدې منطق سره له جنایت څخه ځان ته برئت ورکوي.

یرغلګرو، کابل رژیم او ورسره پیوند رسنیو او مدني ټولنو ته بشري حقونه او انساني ارزښتونه هغه مهال ارزښت لري چي د دوی سیاسي او اقتصادي ګټي پکي موجودي وي، که یې ګته پکي نه وي نو بیا نه یوازي دا چي د بشري حقونو په نوم کوم ارزښت پیژني نه، بلکي د انساني ارزښتونو او حقونو د پایمالونکو اکمال او ملاتړ کوي.

د نړۍ په مختلفو برخو په ځانګړې توګه افغانستان کي په ځلونو لیدل شوي چي اشغالګرو او کابل ادارې ولسي وګړي وژلي، ژوبل کړي، بندي کړي، کورونه یې وران کړي، جوماتونه یې په نښه کړي، غونډي، جنازې او د خوښیو مراسم یې بمبار کړي، خو نه یې په اړه د مهذبي نړۍ عدلي او قضایې ارګانونو څه ویلي او نه هم ځایې زیاترو رسنیو او مدني ټولنو د مظلومانو اهونو او فریادونو ته غوږ نیولی دی.

کندوز کي د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون برید په هیڅ صورت بشري تېروتنه نشي بلل کیدای، دا یو بربنډ تجاوز او جنګي جنایت و، ځکه دا یو پلان شوی برید و چي په قصدي توګه ترسره شو، امریکایانو او کابل رژیم په لومړیو کي د دغي حملې څخه دفاع کوله او دا یې خپله قهرماني بلله چي په نښه شوي روغتیایې مرکز کي یې ګویا ټپي مجاهدین له منځه وړي دي، چي په واقعیت کي په نښه شوي روغتون کي ټول زیان ولسي وګړو او د روغتون ډاکټرانو او کار کونکو ته ورسید.