نوی نسل په خپله غېږ کې وساتئ!

سليمان سعيد غلجی کفار د مسلمانانو پر خلاف داسې اوږد مهاله پلانونه او دسيسې جوړوي، چې تر سره کېدل به يې ډېر وخت وغواړي، خو پايلې يې هم بيا اوږد مهاله او يا هم همېشنۍ وي. اوس د کفارو دا ارمان پوره دی چې مسلمانان واحده رهبري او خلافت نه لري، اسلامي امت يې په […]

سليمان سعيد غلجی
کفار د مسلمانانو پر خلاف داسې اوږد مهاله پلانونه او دسيسې جوړوي، چې تر سره کېدل به يې ډېر وخت وغواړي، خو پايلې يې هم بيا اوږد مهاله او يا هم همېشنۍ وي. اوس د کفارو دا ارمان پوره دی چې مسلمانان واحده رهبري او خلافت نه لري، اسلامي امت يې په لسګونو برخو تقسيم کړی او بيا يې داسې حکومتونه پرې مسلط کړي چې ټول يې يو بل ته؛ ګوته په ماشه دي. يعنې اسلامي هېوادونه هيڅ خپل منځي همکاري او انسجام نه لري، د اقتصاد، امنيت او سوکالي له پلوه بيخي کمزوري او د ضعف په حالت کې دي، همداراز په ټول امت کې د بې ديني، بد اخلاقي او فحشاء خپرولو لپاره هم ګړندۍ هڅې روانې دي. بيا مجموعاً دا هر څه د کفارو د دسيسو او د مسلمانانو د غفلت له امله راپېښ دي.
خو د کفارو زموږ په حالت لا هم زړه نه دی یخ، هغوی غواړي چې د نړۍ پر مخ هيڅ خاوره د اسلام په نوم نه وي اباده. او د خپل همدې ارمان او مقصد د تر لاسه کولو لپاره يې داسې اوږده پلانونه جوړ کړي، چې پر اساس يې اسلامي امت د تل لپاره ختم او د ملا تير يې ور مات کړي. ځکه خو لګيا دي؛ هڅه کوي چې زموږ نوی نسل په خپله غېږ کې واخلي، خپل افکار پرې ومني، له اسلام څخه يې زړه توري کړي، بې ديني، بد اخلاقي، فحاشي او عياشي سره يې روږدي او اسلامي امت بيا ځل سر راپورته کولو ته پرې نږدي. دوی پوهيږي چې ځوانان د ملا د تير حيثيت لري او همدا ځوانان د سبا ورځې واکمن دي.
کفارو د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو د بې لارېتوب لپاره په لسګونو پروګرامونه په کار اچولي. د راډيو، تلويزيون، انلاين رسنيو او له هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې خپل تبليغات د مسلمانانو هر کور او هر فرد ته ورسوي. هغوی په تعرضي حالت کې دي، خو موږ حتی خپله دفاع هم نه شو کولای!
سره له دې چې زموږ دين حق دی او که رښتيا هم ځان پرې پوه او دعوت يې عام کړو، نه يوازې دا چې خپل ځوانان او نوی نسل به مو ژغورلی وي، بلکې ډېر کفار به هم د اسلام په حقانيت قانع او مسلمانان شي. ځکه چې اسلام د خالق له خوا رالېږلی شوی دين دی، يوازنی داسې دين چې له فطرت سره برابر او د بشريت نجات، نيکمرغي، کاميابي او سوکالي پکې خوندي ده.
نو خلاصه دا چې که موږ خپلو ځوانانو ته د اسلام حقانيت بيان کړو، د کفارو د باطلو افکارو او نظريو په نيمګړتياؤ، زيانونو او د هغوی په بدو ارادو يې خبر کړو، نو د کفارو ټولې دسيسې به خنثا شي او خپله راتلونکې به مو تضمين کړې وي. مګر که موږ همداسې خاموش او غافل يو، نو په ياد ولرئ! دښمن مو زموږ په شان ګنګس او ويده نه دی، هغوی ډېر هوښيار، مکار او بيدار دي، زموږ ځوانانو ته يې غېږې خلاصې دي، په ګبينو کې د زهرو ورکولو په چل ډېر ښه پوهيږي.
نور مو خوښه چې خوبونه کوئ، که رابيدارېږئ…!