خپل ځانونه وپيژنئ ـ څلورمه برخه

ليکوال: علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله ژباړن: نسيـم زاده وه غوټېو ته وينا: (د ۱۹۶۵ میلادي کال د نومبر‌ په ۲۲ مه کشرانو طالبانو ته د انعاماتو ورکولو په مناسبت په متوسطه مدرسه کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې ډېرى ګډونوال يې ماشومان وو؛ نو علامه ندوي رحمه الله لاندې نصيحتونه په لنډه […]

ليکوال: علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله
ژباړن: نسيـم زاده

وه غوټېو ته وينا:
(د ۱۹۶۵ میلادي کال د نومبر‌ په ۲۲ مه کشرانو طالبانو ته د انعاماتو ورکولو په مناسبت په متوسطه مدرسه کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې ډېرى ګډونوال يې ماشومان وو؛ نو علامه ندوي رحمه الله لاندې نصيحتونه په لنډه توګه ور واورول.)

ګرانو بچيانو!
لکه څنګه چې د يوى کورنې مشر د خپل کور د ماشومانو په ليدلو خوشحاله کيږى نن زه هم دغه رنګ ستاسو په ليدلو د خوشحالۍ احساس لرم، زه وه تاسې ته مبارکي وړاندې کوم چې زيار مو ايستلى او د جائـزو وړ ګرځېدلي ياستى.

ښکاره خبره ده چې ستاسى استاذانو په لومړي ګام کې ستاسو صلاحيتونه آزمايلي دي او وروسته يې جائزې درته چمتو کړي دي، که څه هم دا انعامات چې د کتاب يا نورو شيانو په بڼه تاسو ته وړاندې کيږي په بازار کې لوړ ارزښت او پورته بيه نه لري، خو له بل اړخه بيا ځکه د ارزښت وړ ګرځي، چې ستاسې د استاذانو په حضور کې تاسو ته سپارل کيږي او هغوی ستاسو څخه مننه او ستاينه کوي.

زه اوس ډېر افسوس کوم، ځکه ډيرې هغه جائزې چې ما ته په ماشومتوب کې راکړل شوې وې ضايع کړي مې دي؛ خو تاسې ته دا وصيت کوم چې خپې جائزې په صحيح توګه پوره وساتئ.

ستاسو عمر او استعداد ته په کتلو سره مو ويناوې ډيرې خوندورې وې چې د ځلانده او روښانه راتلونکي ترجماني يې کوله، خو زه ډېره لېوالتيا لرم چې ستاسو ويناوې د تکلّف څخه پرته په ساده او روانه ژبه تر سره شي، تر څو د اورېدونکو په زړونو کې د پام وړ ځاى پيدا کړي او تاثير يې زيات شي، ځکه زما له انده غوره وينا هغه ده چې د تکلّف څخه خالى وي او په ساده ژبه وړاندې شي.

تاسو د ستاينې وړ ياستى او ستاسې استاذان په خپلو اهدافو کې تر ډېرع بريالي شوي دي، په اوسني لاس ته راغلي فرصت کې غواړم ستاسو پاملرنه څو لاندې نصيحتونو ته را واړوم، اساسي خبره دا چې هر انسان که د ماشومتوب په موسم کې د يو شي په اړه ډير زيات فکر وکړى هرو مرو به الله تعالى يوه ورځ هغه شى وه دغه انسان ته په لاس ورکوي؛ نو تاسو چې هره هيله لری د هغې په اړه له پوره او ژور فکر څخه کار واخلئ خداې مکړه يوه ورځ به بيا پښېمانه ياستى.

دا خبره تاسو ته د تجربې په خوله خو د عقل له زړه څخه کوم چې د ماشومتوب هيلې يوه ورځ خامخا په حقيقت بدليږي نو همدا اوس اراده وکړئ، چې د اسلام نوم ته به ځلا او ښکلا وربخښی، د الله تعالى پيغام به هر ځاى ته رسوی او ريښتيني داعيان به جوړېږى.

د نورو ماشومانو په څېر هيڅ کله دا فکر مه کوئ چې د امنيه قومندانۍ، قومندان يا د ټکټ پلورنې څارګر به در څخه جوړيږي، دا کارونه هم کيدای شي چې بریمن ثابت شي، خو تاسو خپل د فکر وه مارغه ته تر دې لوړه الوتنه ور زده کړئ، الله تعالى د ماشومتوب معصوميت دومره زيات خوښوي چې که ماشوم له ځان سره په ذهن کې هره هيله ولري الله تعالى به يوه ورځ هغه هيله ور پوره کوي، نو ځکه بايد تاسو په ذهن کې د غوره شيانو هيلې وپالئ او دا به مو باور وي ”هغه کار به تر سره کوم چې د الله تعالى پيغمبرانو تر سره کړى دى؛ عالم، پوهاند او د الله تعالى له دوستانو څخه به جوړېږم او د الله تعالى وه بندګانو ته به خدمت کوم.“

دا خبره حتماً په ذهنونو کې له ځانونو سره وساتئ چې الله تعالى په انسانانو کې ډېر لوړ صلاحيتونه د وديعت په توګه ايښى دي، انسان چې هر څه وغواړى هغه ور څخه جوړيدای شي آن تر دې چې تر ملائکه‌ وو هم وړاندې کيدای شي، ځکه انسان له داسې صلاحيتونو څخه برخمن دى چې ملائکې يې هم نه لري؛ نو کله چې خبره داسې وي تاسې به ولې په ذهن کې ټيټې او پاتې موخې وساتى؟ بلکې ښه خبره دا ده چې تاسى ټول د الله تعالى وه دين ته د خدمت کولو هيله ولرئ.

الله تعالى دې موږ ټولو ته توفيق را په برخه کړي او ستاسو څخه دې هغه ګټه واخلي چې اسلامي نړۍ ور ته اړتيا لري ـ آميـن ـ زموږ هيله ستاسو لپاره همدغه ده.

نور بيا ان شآء الله…