خپل ځانونه وپيژنئ ـ نهمه برخه

ليکوال: علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله ژباړن: نسيم زاده هڅـه او زيار زه د تاريخي څېړنو او خپل شخصي تجربو په استناد ويلای شم چې هيڅ مدرسه او کتابتون نه شي کولاى نېک او ښه انسان وروزى، بلکې موږ زرګونه بېلګې لرو چې پرمختللي څېرې په خپلو رښتينو هڅو، پرته له دې چې سرپرست […]

ليکوال: علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله
ژباړن: نسيم زاده

هڅـه او زيار
زه د تاريخي څېړنو او خپل شخصي تجربو په استناد ويلای شم چې هيڅ مدرسه او کتابتون نه شي کولاى نېک او ښه انسان وروزى، بلکې موږ زرګونه بېلګې لرو چې پرمختللي څېرې په خپلو رښتينو هڅو، پرته له دې چې سرپرست ولري په ډېرو نابرابرو شرائطو کې هم د ولايت مقام ته رسېدلي دي او د آذرانو په کورونو کې ابراهيميان زيږيدلي دي، امام غزالي رحمه الله د پلار په نه شتون کې یوازې په خپلو هڅو او جديت سره دومره لوړ مقام ته رسيدلى چې ډېر ستر وليان يې په وړاندې راټيټ دي.

سيـد عبدالقادر ګيلاني رحمه الله
تاسو د سيدنا عبدالقادر ګيلاني رحمه الله ژوندليک وواياست، پلار يې نه عالم و، نه ولى، خو د مرګ پر مهال يې وصيت وکړ چې زما زوى دې د علم زدکړې ته واستول شي، مور يې د څرخي په ورېشلو د خپل زوى ښوونه او روزنه پيل کړه، د وخت په تېرېدو سره شيخ عبدالقادر رحمه الله دومره لوړ مقام تر لاسه کړ چې ډېرو خلکو پرې غبطه خوړل.

د شيخ ګيلاني رحمه الله د ژوندون په تړاو د ندوة العلماء کتابتون کې تر هر ځای زيات کتابونه موندل کيږي، خو ما تر اوسه په هيڅ کتاب کې نه دي لوستلي چې د شيخ عبدالقادر رحمه الله پلار دې لوى عالم يا مشهور ولي تېر شوى وي، په همدې دليل پرمختګ او ترقي ميراثى شى نه ده، بلکې د انسان له همت، هڅو او زيار سره تړاو لري د هر چا همت چې ډېر لوړ وي هغومره به ستر مقام تر لاسه کوی.

دست از طلب ندارم تا کام من برآيد
يا جان رسد به جانان يا جان ز تن بر آيد

تاسې د حضرت شرف الدين يحیٰ منيري بهاري رحمه الله حکايت مطالعه کړئ کله چې د علم د زدکړې په موخه له کور څخه ووتى دومره يې ځان مصروف کړ چې د کور او خپلوانو له خوا څخه راغلي ليکونه يې نه لوستل، هغه به يې منګي ته واچول او پټ به يې کړل، له فراغت وروسته يې ټول ليکونه مخ ته کېښودل او په لوستلو به يې کله غمجن کله خوشحال ښکارېدى.

همدېته ورته خورا زياتې بېګې لرو چې پلار ستر ولي تېر شوى وي، د پرمختګ او زدکړې ټول شرائط او امکانات چمتو شوي وي؛ خو زوى يې د نه هڅې او جديت له امله وه هيڅ ځای ته نه دى رسېدلى، په اردو ژبه څومره خوندور ويل شوي دي:
”رنگ لانى هى حنا پتهر پہ گہس جانی کے بعد“ يعنى: د حناء پاڼه چې کله په ډبره ووهل شي له هغه وروسته رنګ ښکاره کوي.

قدرمنو طالبانو!! ډېر ځله انسان په غير مشهور او وړې مدرسې کې سبق وايي، د شيخ الاسلام توب مقام ته رسيږي او د کمال خاوند ګرځي، کله خو بيا د قاهرې په پوهنتون، دارالعلوم ديوبند، مظاهر العلوم سهارنپور او ندوة العلماء کې درس وايي، خو قطعي تصميم او هوډ نه لري ښکاره خبره ده چې هيڅ مقام ته نه شې رسېدلاى.

نو نن ورځ د الله تعالى په کور کې دا پرېکړه وکړئ، خپل ځان دومره ارزښتناک کړئ چې هيڅوک ستاسو د رانيولو بيه و نه لري او ټوله نړۍ ستاسو د قېمت وړاندې کولو واک و نه لري، د دين ډېرو سترو امامانو اعلان کړى چې هيڅوک نه شي کولاى د هغوی بيه اداء کړي تاسو هم د هغوی غوندې په خپل ارزښت پوه شئ.

باور وکړئ کله چې موږ د وزيرانو سره ليده کاته لرو هيڅکله دا تصور نه کوو چې دا کار به زموږ لپاره د وياړ سبب وي، بلکې د هغوی لپاره وياړ دى چې موږ وخت ورکړ او ورسره کېناستلو، نور خو خپل پر ځای حتى ستاسو په دغه غونډه کې داسې کسان شته چې نه يې غوښتل د جواهر لعل نهرو سره وويني؛ نو په خپل قدر پوه شئ الله تعالى ستاسو د راتلونکي ژوند ضامن دى.

خدای ﷻ مه کړه که مو صلاحيت له لاسه ورکړ بېرته بيا نه راګرځي، ستاسو صلاحيت د الماس د ټوټې په څېر دى، چې له خرابېدلو وروسته دویم ځل نه جوړيږي، نو د ژوند ټول اړخونه بايد غنيمت وګڼئ او هڅه وکړئ د دې زمانى غوره انسانان در څخه جوړ شي، دا ځکه چې له نبوت پرته نور ټول شيان امکان لري يوازې د نبوت دروازه تړل شوې ده.

څوک پوهېدل چې هندوستان کې به مولانا محمد الياس او مولانا محمد يوسف رحمهما الله سترګې وه نړۍ ته غړوي او پوره نړۍ به تر خپل اغيزو لاندې کښېباسي؟ دا سلسله تر اوسه هم پر مخ روانه ده، هغه شاعر څومره ښه ويلى چې ” که تاسو له خپل ځانونو څخه کليم جوړ کړ د طور له ونې به خامخا د لاتخف ږغ واورئ”.

د الله تعالى دا قانون ابدي دى چې فرمايلى يې دى: ”ألا إنَّ أوليآء الله لا خوفٌ عليهم و لا هم يحزنون“ نو راويښ شئ او د خپلړ استاذانو څخه په مرسته اخيستلو سره د اخلاص او تخصص په لار کې زيار وباسئ، امکان شته ځینې کسان د مدرسې کمبودتياوې د خپل ځان لپاره بهانه وګرځوي، موږ هم دا منو چې دلته نيمګړتياوې شته خو تاسو بايد صبر او شکر د خپل ژوندون سرليک وګرځوئ او کار ته مو په دوام داره توګه توجوه ولرئ دا شيان نه بايد ستاسو په پاخه هوډ کې سستي راولي، ما خپله په داسې مدرسه کې سبقان ويلي، چې د کټو رانيولو لپاره يې ډېر لږ څه راکول خو موږ به صبر کاوه او خپلې موخې ته د رسېدو په لار کې مو پوره زيار ايستى.

په پای کې بيا هم درته وايم چې که تاسو په اوسپنيز هوډ او فولادي همت د علم او عمل په ترلاسه کولو بوخت شی، الله تعالى به نړۍ تاسو ته تسخير کړي ځکه چې فرمايي: ”إن الذين آمنوا و عملوا الصالحات سيجعل لهم الرحمن ودّاً “ يعني: بېشکه هغه کسانو چې ايمان راوړى او نېک کارونه تر سره کوي الله تعالى به هغوی ته محبوبيت او د خلکو په زړونو کې مينه ور په برخه کوي، د الله تعالى قانون هم د تغيير وړ نه دى (فلن تجد لسنة الله تبديلاً).

ستاسو فکر بايد پر سبق ويلو احاطه ولري د کور، ښو جامو، آرامتيا او هوساينې فکر هېر کړئ تر څو په دنيا او آخرت کې نېکمرغه شئ.

نور بيا ان شآء الله…