خپل ځانونه وپيژنئ ـ اومه برخه

ليکوال: علامه سيد ابو الحسن ندوي رحمه الله ژباړن: نسيم زاده وه پوره پاملرنې ته اړتیا: د قدر وړ محترمينو! اوس چې مدرسې ته راغلي ياستى هڅه وکړئ خپله ټوله پاملرنه د علم وه زده کړژ ته راواړوئ، د خيال مارغه مو د مدرسې له چاپيریال څخه بهر بل هيڅ ځاى ته مه استوئ، نه […]

ليکوال: علامه سيد ابو الحسن ندوي رحمه الله
ژباړن: نسيم زاده

وه پوره پاملرنې ته اړتیا:
د قدر وړ محترمينو! اوس چې مدرسې ته راغلي ياستى هڅه وکړئ خپله ټوله پاملرنه د علم وه زده کړژ ته راواړوئ، د خيال مارغه مو د مدرسې له چاپيریال څخه بهر بل هيڅ ځاى ته مه استوئ، نه بايد داسې وي چې يوه پښه مو په مدرسه کې وي او بله پښه مو د مدرسې څخه بهر د اسلام له دښمنانو سره وي، له جسمي پلوه په مدرسه کې اوسی خو زړه مو خارج وي، يا خپله دلته اوسى خو پام او توجه مو بهر وي، موږ نه شو کولاى تاسو ته د دې کار تر سره کولو اجازه درکړو، هيڅ نظام او هيڅ مٶسسه د داسې کار د تر سره کولو اجازه چا ته نه ورکوى نو موږ به څنګه تاسو ته دا اجازه درکړو، چې خپله دلته اوسى خو فکر مو د پوهنتون په ټولګي کې وي؟

څنګه امکان لري چې د مدرسې وه علومو ته پاملرنه و نه کړى خو د پوهنځي لپاره چمتووالى ونيسى؟ آيا دا کار ديانت دى چې مـوږ ستاسو لپاره سوال کوو او تاسـو ناوړه ګټه ترې اخلى!؟

د اقتصاد خبره:
پوهه شئ چې الله تبارک و تعالى ستاسو د رزق او روزي ضمانت کړى دى، د الله تعالى وعده ده وه هغه کسانو ته چې د هدايت او دعوت لپاره راپورته شوي دي رزق به يې ورکوي لکه څنګه چې فرمايى: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىٰ (132)
فکر وکړئ چې د ” لا نسئلک رزقاً ” مقصد څـه دى؟ وه دې کلمې ته څه اړتيا وه؟ سره له دې چې الله تبارک و تعالى له هيڅ چا څخه د رزق غوښتونکى نه دى بيا يې هم دا جمله وکاروله، نو ځکه وه پوره پاملرنې ته اړتيا شته ځکه دا جمله ډير اړين مقصد ته اشاره کوي.

مقصد يې دا دى چې موږ له تاسو څخه نه غواړو چې د خپلې روزۍ مسئوليت پر غاړه واخلئ، بلکې د رزق مسئوليت مو زما سره دى په دې شرط چې تاسې نورو خلکو ته د لمانځه د اداء کولو امر وکړئ او د لمانځه پر ويلو ټينګار وکړى.

خبره به لنډه کړو چې الله تعالى هيڅ کله وه خير ته بلونکى انسان بې ياره نه پريږدي او هغه د فقر سره نه مخامخ کوي بلکې زرګونه نور انسانان د هغه له برکته خپله روزي تر لاسه کوي لکه زمرى چې ښکار وکړي او په ځنګل کې سلګونه نور حيوانات د هغه له برکته خپل ځانونه مړوي.

تاريخ وواياست، د علامه نظام الدين رحمه الله او نورو وليانو سترخوانونه دومره زيات پراخ وو، چې هر چا به له هغوى څخه خوراک کوى، د شيخ الحديث مولانا محمد زکريا او مولانا سيد حسين احمد رحمهما الله وه ژوندون ته وګورئ چې خلکو څومره د هغوى له سترخوانونو څخه استفاده کوله، تاسو په دې ډاډه شئ چې که زيار وباسئ، هڅه وکړئ او د اخلاص نعمت تر لاسه کړئ، د لوى څښتن او رزاق خداى رحمتونه او نعمتونه به خامخا در رسيږي.

په پاې کې بیا ځلې په زغرده درته وايم چې له دې وينا وروسته د ځان سره پوره غور وکړئ يا په شرف او عزت له دې ځای څخه ستانه شئ او يا په غښتلي هوډ او لوړ همت دلته پاتې شئ، د علم، عمل، اخلاص او اخلاق تر لاسه کولـو ته زيار وباسئ.

نور بيـا ان شآء الله …