د محکمې واکمنۍ بنسټ اېښودونکی!

محمدعلي عظمت اتلو هېوادوالو په یوه پېړۍ کې درې سترواکۍ وځغلولې، د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې یې شوروي اتحاد راچپه کړ او له نړۍ یې د کمونېزم ټغر ور ټول کړ. ولې مشران د نظام په جوړولو کې پاتې شول، د واک په سر یې خپلمنځي جنګونه ونښلول. هغو دومره شدت ونيو چې […]

محمدعلي عظمت

اتلو هېوادوالو په یوه پېړۍ کې درې سترواکۍ وځغلولې، د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې یې شوروي اتحاد راچپه کړ او له نړۍ یې د کمونېزم ټغر ور ټول کړ. ولې مشران د نظام په جوړولو کې پاتې شول، د واک په سر یې خپلمنځي جنګونه ونښلول. هغو دومره شدت ونيو چې هر لوري ته پاټکسالاري پیل شوه، له ښځو سینې غوڅې شوې، د انسانانو په سرونو کې د هغو د عمرونو مطابق میخونه ټک وهل شول، د مړو نڅاوې ننداره شوې او له ټولو بده خو یې لا دا چې له هلکانو سره نکاح ګانې وتړل شوې، د غیور ملت لوړې شملې ښکته/ کږې شوې. کوم نوم چې افغانانو د شوروي اتحاد په ماتولو ګټلی و، هغه بې ارزښته شو.

له هرې تیارې وروسته رڼا وي، له هرې سختۍ وروسته اسانتیا وي، نو الله جل جلاله په افغانانو هم د رحم دروازې راخلاصې کړې او د دې ټولو نادودو او ناخوالو د ختمولو لپاره ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له څو طالبانو سره د ولس په ملاتړ راپورته شو او د هر اړخیز ظلم ټغر یې ور ټول کړ.

امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د مولوي غلام نبي زوی د مولو محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی و، چې په ۱۳۳۹ هـ.ش کال یې په یوه دینداره عالمه کورنۍ کې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ، د چاه همت کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړی په قوم هوتک و، د ګرګین او د هغه د بړېڅو شړونکی (میرویس نیکه) هم هوتک و.

د ارواښاد امیرالمؤمنین په پنځه کلنۍ کې پلار وفات شو. نو کورنۍ یې د ارزګان دهراود ولسوالۍ ته کډه او له خپلو ترو سره میشت شو. لومړنۍ زده کړې یې هلته وکړې، لا یې د عمر اتلسم پسرلی نه و وهلی چې د لینن زامنو (افغاني کمونستانو) کودتا وکړه، نو ده هم د جهاد سنګرونو ته ودانګل، درسونه نیمګړي ترې پاتې شول، په ډېرو جنګونو کې یې د خپلې خوښې وسله (RPG7) د دښمن په ټانکونو چلوله، څلور ځله زخمي شو، چې یوه سترګه یې هم د الله جل جلاله په لاره کې قربان کړه. په بېشماره عملیاتو کې یې برخه اخیستې او توره یې ځلولې وه . کله چې د کمونستانو نظام چپه شو او مجاهدینو کابل ونیو، نوموړي هم راکټ له اوږو ښکته کړ او د نیمګړو درسونو بشپړولو ته یې مخه کړه، هم یې خپله لوستل او هم یې افغان بچیانو ته ور ښوودل. ولې تر ډېره یې دوام ونه کړ او د ظلم او ناروا خلاف د خپلو ملګرو او ولس په ملاتړ په ۱۹۹۴م کې بیا راپورته شو. ډېر ژر یې زورواکان او پاټکسالاران ځینې په ګونډو او بعضې یې کابل ته وځغلول. په ډېرې چټکۍ سره یې ډېر ولایتونه، ولسوالۍ او سیمې ونیولې. هماغه و چې د ۱۹۹۶ م کال پرمهال د هېواد ګڼو جيدو علماؤ د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، چې په خپله وینا کې یې داسې وویل: (اې علماؤ! تاسو د خپل شرعي علم له مخې د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د وارثانو حیثیت لرئ، تاسو چې نن ما ته د غه دروند مسؤلیت په اوږو را واچاوه، په حقیقت د هغه د استقامت او انحراف مسؤلیت ټول ستاسو په غاړه دی.)

ارواښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د یو داسې محکمې واکمنۍ بنسټ کېښود چې ګران هېواد یې یوځل له شر او فساده خلاص کړ، د پاټکسالارانو ګیلم یې ورټول او د هېواد په ۹۵ سلنه خاوره یې سپین بیرغ ورپاوه او اسلامي حدود یې نافذ کړل. 

د ۲۰۰۱م کال د سټمبر له ۱۱مې وروسته چې صلیبیانو یرغل وکړ،نو هغه او مخلصو شاګردانو یې د صلیبي اشرباڼیو په خلاف،  له غوره جهاد کولو وروسته له هېواده ټیټې سترګې وځغلول او اوس بیا اسلامي امارت د هېواد د چارو واګې په لاس کې اخیستي دي.

د ۲۰۰۱م کال د ستمبر له ۱۱مې پس د امریکا دیکتاتور جورج واکر بوش د پېښو مسؤل  القاعده وبلله او په ۷م اکتوبر یې په افغانستان یرغل وکړ. د افغانستان اسلامي امارت هم ښه مقاومت وکړ، ولې د ولسي تلفاتو د ډېرېدو له امله یې شاتګ وکړ. هېواد د صلیبیانو له خوا اشغال شو. اما د کلک عزم خاوند ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د امریکایانو نظامي مرکز ته نژدې مېشت شو، د امارت ټولې چارې یې له هغه ځایه تنظیمولې او پر مخ بېولې. تر څو هغه ته د اجل پرېښته راغله. هېڅکله یې کوم ګاونډي هېواد ته  هجرت ونه کړ. که کړی یې وای نو د خپلو نژدې ملګرو په برخلیک به اخته شوی و!! بل د صلیبي دښمنانو له  لوري هرې خوا ته جاسوسان له لویو ډالیو سره خپاره واره وو، څو د اسلامي امارت په لیکو کې اختلاف او افتراق ایجاد کړي. 

خو هوډمن امیرالمؤمنین رحمه الله هیڅ ځای ته نه لاړ او په خپل هېواد کې یې هستوګنه غوره کړه، د جهاد چارې یې سمبالولې. په ۲۰۱۳م کال ناروغ شو، چې رنځورتیا یې ورځ تر بلې سختېده او بالاخره د همدې کال د اپریل میاشتې په ۲۴مه وفات شو( رحمة الله علیه رحمة واسعة). د نوموړي له وفاته وروسته ټول امورات ملا اختر محمد منصور رحمه الله پر مخ بېول څو نوموړی هم د امریکایي ډرون په واسطه په شهادت ورسېده.

ارواښاد لوی ملا صاحب رحمه الله د محکمې واکمنۍ بنسټ کېښود، چې تر اوسه هیڅ اختلاف په کې نه دی راغلی. ټول چارواکي یې د وروڼو په څېر سره چلېږي.

نوموړي داسې شخصیت درلود چې نه یوازې ملاتړو بلکې دښمنانو یې هم د هوډ، زړورتیا او تدبیر ستاینه کوله او هغه یې په ښه نوم یاداوه.

تل او همېشه دې وي د افغانستان اسلامي امارت

++++++