ټرمپ او طالبان په 2018م کال کې…!!

موسی فرهاد ټرمپ د 2016م کال په وروستیو کې انتخابات وګټل، د 2017م کال د لومړۍ میاشتي پرشلمه یې د امریکا د 45 م ولسمشر په توګه د سپیني ماڼۍ رسمي واګ چاري تر لاسه کړي. د کمپاین پرمهال یې شعار دا وو چې د ده په واکمنۍ کې به د امریکا عسکر او ډالر […]

موسی فرهاد

ټرمپ د 2016م کال په وروستیو کې انتخابات وګټل، د 2017م کال د لومړۍ میاشتي پرشلمه یې د امریکا د 45 م ولسمشر په توګه د سپیني ماڼۍ رسمي واګ چاري تر لاسه کړي.
د کمپاین پرمهال یې شعار دا وو چې د ده په واکمنۍ کې به د امریکا عسکر او ډالر په نوره نړۍ کې له ضایع کیدلو را ګرځوي، او دا دواړه به په امریکا کې د امریکا په ګټه کاروي.
ټرمپ د خپل سوګند په مراسمو کې وویل، موږ په ټریلیونو ډالر پر نورو هیوادونو مصرف کړل، نور هیوادونه مو ماړه کړل، خو خپله امریکا مو هیره کړه، موږ د نورو هیوادونو پولي وساتلې خو خپلي مو هیري کړې. ده وویل، له دې وروسته به د امریکا ولس ته پاملرنه کیږي.
نوموړي له اته میاشتي خاموشۍ وروسته، د 2017کال د اګست پر 22 نیټه د افغانستان په اړه له توقع خلاف نوې جنګي ستراتیژي اعلان کړه، د توقع خلاف ځکه ګڼل کیده چې د ټرمپ د مخکنیو څرګندونو او د ده د مخکني دریځ سره يې په ښکاره توپیر درلود.
د بي بي سي په خبره، ټرمپ وویل: « تر هغه به افغانستان کې امریکايي ځواکونه جګړه کوي چې ویې ګټي او تر هغه به له وسله والو طالبانو سره جنګ کوي چې مات یې کړي»
خو په مقابل کې یې طالبانو په یوه مختصره اعلامیه کې ټرمپ خطا وباله او هغه ته یې داسي خط کش کړ: ” ترهغو چې یو امریکايي عسکر هم زموږ په هېواد کې موجود وي او امریکايي مشران جګړییزه تګلاره تعقیبوي موږ به په پیاوړې روحیه، پوره عزم او لا ډېر متانت سره د هغوی په وړاندې خپل جهاد کوو، د خدای په نصرت به مو بریا هرو مرو په برخه وي، دښمن به مو بالاخره، مات او له نړیوالي رسوایي سره مخ وي.»
ټرمپ د خپلو ټویټونو له لاري په پرلپسې توګه له جنګي جنرالانو غوښتنه کوله چې په شپږو میاشتو کې جنګ ورته وګټي، طالبان مات کړي، او په افغانستان کې خپلي دائمي آډې د خپلو ګوډاګیانو په مرسته مضبوطي کړي.
په همدې هیله 2018م کال ورباندې د بره سو ، نیمایی تېر، او پای ته نژدې شو خو د ټرمپ ارمان بیا هم پوره نشو. بلکي برعکس یې خپل جنرالان دروغجن او ناکام وګڼل، چې دی یې له خپلي اصلي تګلاري چې د جنګ مخالفت و؛ تېر او نوي جنګي ستراتیژي یې ورباندي اعلان کړه. له همغي مایوسانه نقطې نه یې سمدستي خپله کابینه امر کړه چې له طالبانو سره د سولي لاره غوره کړي، ترڅو امریکایی عسکر د جګړې له ډګره را وایستلای شو. له همدې ځایه وه چې لومړی یې الیس ویلز او بیا زلمی خلیلزاد طالبانو ته د ننواتي مرکچیان وټاکل.

د طالبانو عکس العمل،

2018 کال نه یوازي د ټرمپ، بلکي د طالبانو لپاره یې هم، ننګوني او چیلنجونه درلودل. په ځانګړي توګه له رواني پلوه داسي ګمان کیده چې د ټرمپ ستراتیژي، د هغه په نتیجه کې بې مخیني هوایی او ځمکنی وحشت، او دغي ستراتیژي ته په پراخه کچه د غربي رسنیو له لوري پراخ تبلیغ او پروپاګند؛ ښایي د طالب جنګیالیو روحیه ټکنۍ کړي.
چې له دې سره طبعاً په نظامي میدان کې کمزوري هم رامنځ ته کیږي، او د هغه له امله بیا په نړیواله کچه سیاسي پرمختګ د طالبانو لپاره ستونزمن بریښیده.
مګر څرنګه چې د ټرمپ ستراتیژي له میډیا راپیل او عملي شکل ېې پر ړندو هوایی بمبارونو او د شک پر بنا د عامو خلکو پرکورونو د شپنیو عملیاتو ترسره کولو پوري متمرکز شو، چې له امله یې عام ولس په بې ساري او وحشیانه ډول هدف وګرځید، ځکه چې طالبان خو هسي هم جګړه په چریکي بڼه کوي، او په چریکي جنګ کې د بمبار، ټانګ او توپ هیڅ ډول ګنجایش نه وي. او په ډېره مشکله چریک جنګیالی په نښه کولای شي. نو له دې کبله په دغه ډول ړندو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو رامنځ ته کیدل یوه طبعي او حتمي خبره وګرځیده.
له همدې امله د ټرمپ د نوي ستراتیژۍ له اعلان را وروسته تر دا مهاله په زرګونو عام ولسي وګړي په ښکاره د ګډو ځواکونو په ګډو ځمکنیو او هوایی بریدونو کې په شهادت رسیدلي. یوازي په تېر 2018 کال کې شميرې ښیي چې له 4نیم تر 5000 زرو پوري تنها ملکي وګړي د ګډو ځواکونو په هوایی بریدونو او چاپو کې وژل شوي دي. چې له امله یې په ټول ولس کې د امریکا او د هغوی د کورنیو لارویانو پرضد بې ساري کرکه راپورته شوي.
همدا پورتنی لامل و چې د طالبانو په وړاندي د ټرمپ ستراتیژي نه یوازي اغیزمنه ثابته نشوه ، بلکي برعکس طالبانو ته یې هم د پوځي پرمختګ زمینه سازي وکړه، هم یې په ولس کې له هغوی سره د خواخوږي ګراپ ترپخوا نور هم اوچت کړ.
مطلب دا چې د ګډو ځواکونو د وحشتونو په پایله کې د ملکي تلفاتو ډېرښت، په ولس کې د حکومت او بهرنیانو پرضد په پراخه پیمانه کرکه زیاتیدل او پرځای یې له طالب سره محبوبیت هغه څه وو چې د ټرمپ ستراتیژۍ یې په کلي ډول له ناکامۍ سره مخ کړه.
د ټرمپ د ستراتیژۍ د نه بریا له امله، په اوتومات شکل د طالبانو سیاسي وجاهت هم په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه غښتلی شو، نړیوالو په پټه او ښکاره ورسره د اړیکو د زیاتولو هڅي پیل کړي. چې بالاخره ټرمپ هم دې ته اړ شو چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته اماده شي.
دغه کار بیا په اوتومات شکل د طالب جنګیالیو مورال دومره اوچت کړ، چې نور یې په افغانستان کې په بشپړ ډول خپل فاتحانه حضور په نژدې راتلونکي کې حتمي وګاڼه او د دښمن د شکست شیبې یې د ګوتو پرسرو شمیرل پیل کړل.

سیاسي پرمختګ

2018م کال د تیري یوې نیمي لسیزي په پرتله د طالبانو لپاره د سیاسي بریاوو کال په دې وجه وو چې امریکا پس له اتلسو کالو دې ته اړ ایستل شوه چې طالبان په علني ډول په رسمیت وپیژني او مخامخ خبرو ته ورسره کښیني. وروستۍ بېلګه یې همدا د ابوظبۍ مخ په مخ مذاکرات دي.
همدارنګه د مسکو وروستی کنفرانس یو ښه ثبوت دی چې طالبانو نړیوال سیاسي وجاهت ترلاسه کړی، د لویو قدرتونو په شمول نړۍ اوس حاضره ده، چې د طالبانو موقف د افغانستان د اصلي نماینده په حیث تسلیم کړي.
د څیړونکو له نظره دغو مسائلو چې څومره د طالبانو سیاسي حیثیت اوچت کړی؛ په همغه اندازه یې په مقابل کې د افغان حکومت سیاسي حیثیت ته لویه ضربه رسولي. چې دا هرڅه څرګند دي.
دا راز د رسمي اعلامیو له لاري د ټولګټو پروژو ساتني ته د طالبانو ژمنتیا، او په ورځنیو عدلي او حقوقي قضایاوو کې له هیوادوالو سره همکارۍ هم د طالبانو محبوبیت زیات کړی دی.
ځکه چې په مقابل کې یې د کابل د حکومت قضايی سیسټم دی چې بنسټ یې پر رشوت ایښودل شوی، په دوه زره شپاړسم کال کې رسنیو د یوې سروې راپور خپور کړ چې ویلي وو په تېر یوه کال کې د کابل ادارې قضايي او نورو چارواکو له هیوادوالو څخه 3 میلیارده ډالره په رشوت کې اخیستي دي. نو طبعي ده چې په داسی برملا بډي اخیستونکي نظام کې د هیوادوالو ستونزي هیڅکله هواريدی نشي بلکي د ژوند چاري یې په ټپه ورسره دريږي.

خلاصه دا چې تېر کال ټرمپ په داسي حال کې پیل کړی و چې د طالب د ختمولو او د خپلي حتمي بریا لپاره یې د جنګي ستراتیژیو اعلانونه کول او درانه بمونه یې اورول، د خپلو دروغجنو جنرالانو له خولې یې د طالب د ختمیدلو راپورونه اوریدل، خو طالب یې په وړاندي داسي بې ساری مقاومت وکړ چې له امله یې ټرمپ د جنګي جنون دریځ پریښودلو او سوله ایز موقف غوره کولو ته اړ کړ.

پای………………!!
2018-دسمبر31
موسی فرهاد