په ۲۰۱۸ز،کال کې دجنګي جنایتونو څو بېلګې

لیکوال: سید سعید تېر( ۲۰۱۸) ز، کال  هم افغانستان کې دیرغلګرو او ګډ حکومت په بمبارونو، چاپو او دتوپچي په ډزو کې  زرګونه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ  کورونه،دوکانونه،بازارونه، فصلونه، باغونه،مسجدونه، مدرسې، ښوونځي او کلینیکونه ویجاړ شوي او زرګونه تنه بې دفاع ملکي وګړي دطالبانو سره […]

لیکوال: سید سعید

تېر( ۲۰۱۸) ز، کال  هم افغانستان کې دیرغلګرو او ګډ حکومت په بمبارونو، چاپو او دتوپچي په ډزو کې  زرګونه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ  کورونه،دوکانونه،بازارونه، فصلونه، باغونه،مسجدونه، مدرسې، ښوونځي او کلینیکونه ویجاړ شوي او زرګونه تنه بې دفاع ملکي وګړي دطالبانو سره داړیکو او خپلوۍ په تور نیول شوي، شکنجه شوي او بې محاکمې په زندانونو کې ساتل شوي دي.

په ډیر تاسف سره د بشري حقونو سازمانونو، فعالانو،رسنیو او مدني ټولنو تر ډیره پر ملکي مرګ ژوبلې چوپتیا غوره کړې او په ډیرو کمو مواردو کې یې دا جرئت کړی چې ځیني خورا بوږنونکې پیښې رسنیزې کړي او یا یې وغندي.

رسنۍ،د بشر دحقونو ټولنې او مدني فعالان خپل مسؤلیت ته باید متوجه شي،له انساني حقونو او ارزښتونو سره بایدسیاسي او اقتصادي چلند ونه کړي،جنایتکار او قاتلان هیوادونه او بنسټونه باید تهدید کړي چې که له جنګي جرمونو او بشري جنایتونو لاس وانخلي، دهاګ نړیوالې جنایې محکمه کې به یې پر ضد دوسیه درج کړي او په نړیواله کچه به یې پر وړاندې اعتراضونه وکړي.

۲۰۱۸کال کې دملکي تلفاتو څو بېلګې:

دجنوري په ۲۲مه سنیو خبر ورکړ چې:د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې امریکايي او داخلي ځواکونو دطالبانو پر ضدعملیات ترسره کړي،په عملیاتو کې دواړو لورو ته دمرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ملکي هیوادوالو ته هم پراخ ځاني او مالي زیانونه رسیدلي دي. دراپورونو په اساس په یادووشوو عملیاتو کې دچهار درې ولسوالۍ مربوط په  خرکارو، میاګانو، سجاني، زاخیلو، قریه یتیم  او….. کلیو کې په لسګونو ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي، دخلګو کورونه، جوماتونه ویجاړ شوي او ډير مالي زیانونه ورته رسیدلی دی.عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې: دهوا څخه امریکایي الوتکو بمونه پر ې اورول او دمځکې څخه داخلي عسکرو دتوپونو ډزې پرې کولې.

دجنوري په ۳۰ مه  داخلي عسکرو دیرغلګرو دالوتکو په ملاتړد کندهارولایت دمیوند ولسوالۍ دبند تیمور په سیمه کې  چاپه وهلې، دچاپې په مهال یې  یو دیرش تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړي،دوودیرش نفره یې بندیان کړي او دملکي خلګو په لسګونو عرادې نقلیه وسایط یې ویجاړ کړي دي.

دمارچ په ۲۹مه   دکندهار  ولایت د میوند ولسوالۍ په  سره بغل سیمه کې  یرغلګر  او داخلي عسکر دعملیاتو په مهال دوه ویشت تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ګڼ نور زخمیان کړي دي. یرغلګرو او داخلي عسکرو په یادوو شوو عملیاتو کې یوه دواخانه ویجاړه کړې، دخلګو موټر او نور شیان سوځولي او ملکي خلګو  ته یې پراخ مالي زیان هم رسولی دی.

دمارچ په ۲۹مه دبدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په  آب راغک او فرغامیرو سیمو کې داخلي  عسکرو دهستوګني پر سیمو هاوانونه پیر کړي،په دې بریدنو کې دښځو او ماشومانو په شمول اته تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او شل تنه ولسي هیوادوال چې میرمنې او کوچنیان هم پکي شامل دي ټپیان شوي دي. همدارنګه په یادو شوو توغندیزو بریدونو کې دیرش کورونه زیانمن شوي او ډير زیات مواشي هم له منځه تللي دي.

داپریل په ۲مه داخلي ځواکونو د کندز ولایت ددښت ارچي ولسوالۍ د دپتاڼو بازار سیمه کې په هاشمیه مدرسه باندي چې ددستار بندۍ مراسم پکې روا ن وو، بمبار کړی، په دغه بمبار کې یو نیم سل( ۱۵۰) تنه علماء، طالب العلمان، حافظان او عام وګړي شهیدان او تر دو سوه زیات ټپیان شوي دي.دې پیښې دحکومت پر ضد خلګ راوپارول، لاریونونه یې وکړل او دحکومت ضد شعارونه یې بدرګه کړل. همداراز دغه پیښه له هیواده بهرهم  ډیره وغندل شوه او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه شوه.

دجون دمیاشتې په ۲مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په تنګي سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، دیوې ماشومې په ګډون یې نهه تنه ولسي وګړي شهیدان او دښځو په شمول اته تنه ټپیان کړي دي. همداراز په همدې نیټه دیادې شوې ولسوالۍد دیوانه ورخ  په سیمه کې هم دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ښځې او ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۲مه د لوګر ولایت د پل علم په  علیزو سیمه کې اشغالګرو  او داخلي عسکرو چاپه وهلې،وروسته یې پر سیمه بمبار ه کړی، چې له امله یې تر شل تنه ډیر ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي او په سیمه کې یو مسجد هم ویجاړ شوی دی.

د جولای په ۱۲مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په شمولزیو سیمه کې دحاجي خاصدار پر کور یرغلګرو بمبار کړی، په یادشوی بمبار کې دنوموړي حاجي صاحب دکورنۍ پنځلس تنه غړي چې اکثره یې میرمنې او ماشومان دي شهیدان شوي. تر بمبار وروسته چې خلګو له خاورو څخه دشهیدانو جسدونه رایستل، پر سیمه بیا بمبار شوی چې شل تنه نور ملکي هیوادوال پکي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۹مه  د کندز ولایت دچهاردرې ولسوالۍ په خلازیو سیمه کې یرغلګرو دخلګو په کورونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دښځو او ماشومانو په ګډون اته ویشت تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي. په یاد شوي بمبار کې پر ولسي مرګ ژوبلې یرغلګرو او حکومتي چارواکو هم اعتراف کړی دی.

د جولای په ۲۹مه  اشغالګرو او حکومتي ځواکونودکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍ د شهیدانو له  سیمې ترګل زمان بازار پوري  دملکي خلکو په کورونو چاپې وهلي،شپاړس تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي،ګڼ نور ولسي وګړي یې بندیان کړي او دخلګو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د اګست په ۱۵مه  د فاریاب ولایت دچهلګزي ولسوالۍ د دوآبي په سیمه کې اشغالګرو دملکي خلکو په کورونو بمبار کړی، چې له  امله یې دښځو اوماشومانو په ګډون  لس تنه شهیدان او پنځه تنه زخمیان شوي دي.

داګست په ۱۴مه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کال قلعه ، شیوان ، اوسجویي سیموکې یرغلګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال په سیمه کې بمبار کړی، په بمبار کې خلګو ته پر پراخ مالي زیان سربیره شپاړس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

داګست په ۲۸مه دکندهار ولایت  د شاوليکوټ ولسوالۍ د لوړې شاوبې په سيمه کي یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال لس تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

 

د ۲۰۱۸ز، کال دسپټمبر دمیاشتې په لومړۍ(۱) نیټه یرغلګرو اوداخلي عسکرو دننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په کوزبهار سیمه کې دچاپې په مهال یوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۵مه  داخلي عسکرودلغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ په ګړوچ سیمه کې عملیات کړي،د ځایې خلګو په وینا په دې عملیاتو کې  عسکرو یوولس تنه ملکي وګړي په ډله ییزه توګه شهیدان کړي دي.

د سپتمبر په ۱۷مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په وډيسار سیمه کې یرغلګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال شپاړس تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .

د سپټمبر په ۱۹مه  د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په  پیټلاو سیمه کې یرغلګرو او کورنیو عسکرو دچاپې په مهال د ملکي خلکو د کورونو دروازې په بمونوالوزولې، کورونه یې  لوټ کړي او لس تنه عام کلیوال یې شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۲۰مه  د ننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په  سرخ آب سیمه کې  اشغالګرو او داخلي عسکرو  د ملکې وګړو په کورونو چاپه وهلې، نولس تنه ملکي هیوادوال  یې شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۲۸مه دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د برنوزاد  په سیمه کې  یرغلګرو او داخلي سپیشل فورس عسکرو دخلګو په کورونو چاپه وهلې،وروسته یې دوه کورونه او یو مسجد بمبار کړي،چې لس تنه ولسي وګړي پکې شهیدان شوي دي.

داکتوبر په ۱۰مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د ګل اغا بازار سیمه کې  د اشغالګر + داخلي عسکر و او طالبانو ترمنځ نښته شوې، تر جګړې وروسته  دیرغلګرو په بمبار او توغندیو پیرونو کې دوولس تنه ماشومان او ښځې شهیدانې او څلور تنې  ټپیانې شوې دي.  په یاد شوي بمبار کې خلګو ته پر ځاني  زیان سربیره مالي تاوان هم اوښتی دی.

داکتوبر په ۱۱مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په  میرمندآب  سیمه کې یرغلګر او داخلي کمانډویانو له طالبانو سره ترجګړې  وروسته لس تنه ملکي هیوادوال دښځو او کوچنیانو په ګډون شهیدان کړي او یوولس تنه یې بندیان کړي دي.

د نومبر دمیاشتې په ۵ مه  د پکتیکا ولایت  دګیان ولسوالۍ په بازار او نژدې کلیو باندې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،د سیمه ییزو خلګو په وینا ګډو ځواکونو په دې چاپه کې  یوویشت تنه ولسي هیوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، په مرمیو ویشتلي او ټول شهیدان کړي دي.همدارنګه په دې چاپه کې د ګډو ځواکونو له لوري ګڼ شمېر دوکانونه چور شوي او دخلګو له کورنو هم قیمتي توکي وړل شوي دي.

د نومبر په ۲۰مه  د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په  آب بازک کلي کې  اشغالګرو او  داخلي ځواکونو بمبار کړی، بمبار د ملنګ په نامه یو ملکي  سړي پرکور شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون  دکورنۍشل( ۲۰ )تنه غړي یې شهیدان شوي دي.

د نومبر په ۲۷مه دهلمند ولایت دګرمسیر ولسوالۍ په ځنځیر ډراب او کوشتې سیمو کې یرغلګرو بمبار کړی،داشغالګرو په دغه بمبار کې دیرش تنه ولسي هیوادوال دښځو او کوچنیانو په ګډون شهیدان شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.یاده شوې پیښه حکومتي چارواکو هم تائید کړې ده.

دډسمبر په ۱۳مه  یرغلګرو او داخلي عسکرو د کونړ ولایت دشیګل ولسوالۍ په چوګام، برغنډو او سوکنو سیمو  چاپه وهلې،لسګونه ملکي هیوادوال یې له خپلو کورونو رایستلي او شهیدان کړي او بیا یې ګڼ کورونه چې ښځې او ماشومان پکې وو، بمبار کړي، دسیمه ییزو خلکو په وینا په دې چاپه  او بمبارکې پنځه شپیته( ۶۵) تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او لسګونه کورونه له خاورو سره برابر شوي دي. یادشوی بمبار دکونړ  دولایتي ادارې چارواکو هم تائید کړی،خو ادعاء یې کړې چې په دغه حمله کې څو تنه طالبان هم وژل شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]