د روان جهاد په تړاو د ځينو علماؤو د وروستیو دریځونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

کله چې شل کاله وړاندې امریکا په افغانستان یرغل وکړ، نو مظلوم او بې چاره افغان ولس د هیواد د جیدو علماء کرامو په فتوا په تش لاس خو قوي ایمان د خپل مشروع حق آزادۍ اخیستلو او د اسلامي نظام له سقوط څخه د ژغورلو لپاره د مسلح جهاد پيل ته مجبور شو. په […]

کله چې شل کاله وړاندې امریکا په افغانستان یرغل وکړ، نو مظلوم او بې چاره افغان ولس د هیواد د جیدو علماء کرامو په فتوا په تش لاس خو قوي ایمان د خپل مشروع حق آزادۍ اخیستلو او د اسلامي نظام له سقوط څخه د ژغورلو لپاره د مسلح جهاد پيل ته مجبور شو.
په شلو کلونو کې يې دغه ستره فریضه له ډيرو کړاوونو، ستونزو، هجرتونو، نیونو، قرباني کیدلو او مشقتونو سره سره په خورا ښه توګه تردې ځایه را ورسوله.
اوس امریکايي اشغالګر قوتونه دې ته تیار شوي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو لا يې بالکل انخلا نه ده راغلي، همدا ډول هغه څيرې چې په تیرو شلو کلونو کې د اشغالګرو د مامورینو په څير د امریکايي موخو د تحقق لپاره په افغان ولس تپل شوې وې، هغوی لا هم په واک دي.
د دغه تحمیل شوي رژیم په چوکاټ کې افغان ملت له سترو معنوي ضرباتو سره مخ شوی، اخلاقي فساد اوج ته رسیدلی، ادارې فساد په دود بدل شوی، چور، غصب، رشوت، اختلاس، د خلکو د حقوقو خوړل، په شخصي حریمونو تیري او تجاوزونه خو د ورځني معمول خبره ګرځيدلې.
ورسره يې په افغان ملت باندې له بهر څخه را وارد شوی سیستم تپلي او د هیواد دیني اقداروته يې لوی زیان اړولی دی.
افغانستان يې له تفرقو، تعصباتو، قومي او مذهبي کرکو او نورو ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی.
په داسې حال کي چې افغان مجاهد ملت له اشغالګرو سره خپل ستر جهاد دلته د سوچه اسلامي نظام د اقامې لپاره پيل کړی وو، په دې لاره کې يي په لکونو قربانۍ ورکړې، اوس يې مسلم شرعي او قانوني حق دی چې خپلو مشروعو اهدافو ته له نظامي او سیاسي لارو په سالمه استفاده ځان ورسوي.
د جهاد نهايي هدف اعلا کلمة الله (سوچه اسلامي نظام) جوړول دي، ترڅو چې دغه لوی شرعي هدف نه وي ترلاسه شوی، ترهغو پورې به جهاد له خپل مشروعیت او افضلیت سره دوام لري، هيڅوک نشي کولای د افغان ولس د دغه ستر آرمان په لاره کې خنډونه واچوي او موانع ایجاد کړي.
په دا وروستیو کې په هیواد دننه او بهر د ځينو په اصطلاح عالمانو غونډې چې يوه ورځ يې هم د جهاد ستړیا نه ده ګاللې اونه هم په افغانستان کې په روانو جریاناتو باندې له نیږدې آګاهي لري، فتواوې ورکول او دغه ستر جهاد ناجایز بلل د تأسف وړ خبره ده.
اسلامي امارت له رهبرۍ څخه تر وروستي مجاهده پورې مطلق اکثریت يې دینداره ولس او دیني عالمان او په اسلامي احکامو خبر خلک دي، که کوم علماء د روان جهاد په مشروعیت کې شک لري، یا دقیق معلومات ورته نه وي، نو له لرې څخه دې باطلې فتواوې نه ورکوي، بلکې د شرعي اصولو سره سم دې، لومړی له نیږدې په قضیه ځان دقیق خبر کړي، د مجاهدینو دلائل دې واورې بیا دې د موضوع په اړه قضاوت وکړي.
داچې دکابل اداري ځينې هغه درباري ملایان چې په تیرو شلو کلونو کې يې د دین، هیواد او ارزښتونو په اړه هيڅ تشویش نه درلود، بلکې برعکس يې د باطلو حیلو په تراشلو سره له امریکايي اشغالګرو څخه معاشونه تر لاسه کول او ځان يې مستضعف ګاڼه، هغوی را غونډيږي او فرمایشي فتواوې ورکوي، دا پخپله د دین، اسلامي شریعت او افغان ځوریدلي ولس په ضد ستره او تاریخي جفا ده چې باید ترسره يې نه کړي.
موږ پوهیږو چې دغه دسیسې د دښمنو کړیو په لمسون، مصرف او تشویق ترسره کیږي، چې په روان جهادي بهیر به هيڅ اثر ونه لري. ان شاءالله و ماذالک علی الله بعزیز . والسلام

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۰/۳/۱۴۴۲هـ ق
۶/۸/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/10/27م