نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په هلمند ولایت کې له وروستیو تحولاتو بعد امریکايي عسکرو په بې موردو بمبارونو سره د دوحې له تړون څخه ګڼې سرغړونې کړې دي. د دوحې د تړون له مخې امریکايي عسکر نشي کولای چې ماسوا له جنګي سیمې او د جنګ له وخته په نورو ځایونو کې بمبار وکړي او څوک په نښه کړي. […]
په هلمند ولایت کې له وروستیو تحولاتو بعد امریکايي عسکرو په بې موردو بمبارونو سره د دوحې له تړون څخه ګڼې سرغړونې کړې دي. د دوحې د تړون له مخې امریکايي عسکر نشي کولای چې ماسوا له جنګي سیمې او د جنګ له وخته په نورو ځایونو کې بمبار وکړي او څوک په نښه کړي. خو په تیرو ورځو کې يې د ورځې او شپې له مخې د ډرون او نورو الوتکو په مټ د هلمند ولایت په نهرسراج، خوشکاوه، باباجي، د ګرشک ولسوالۍ په مالګیراو بند برق، د سنګین، مرجې، ناوې او نادعلي ولسوالیو په مختلفو سیمو کې يې ګڼې بمبار ۍ وکړې، همدا ډول يې په فراه او ځينو نورو ولایتونو کې هم بمبارونه کړي دي چې د دوحې له تړون څخه ښکاره او څرګند تخلف دی. د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون ټول محتویات څرګند دي، ولې مقابل جانب دا څوم ځل دی چې د تړون څخه سرغړونه کوي، په پارونکو کړنو لاس پورې کوي او د جنګ له ساحې او د جنګ له جریان څخه پرته په نورو سیمو کې بمبارۍ کوي. د دغه راز کړنو په تکرار سره به د عواقبو مسؤلیت امریکايي جهت ته راجع وي.
قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند ۱/۳/۱۴۴۲هـ ق ۲۷/۷/۱۳۹۹هـ ش 2020/10/18
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.