په غزني او تخار کې د شهیدانو د جسدونو د بې حرمتۍ په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د کابل ادارې عسکرو په غزني او تخار ولایتونو کې د اسلامي امارت د شهیدو شوو مجاهدینو جسدونوته سپکاوی کړی. څو ورځې وړاندې د غزني د ګیلان ولسوالۍ په جنډه سیمه کې د اسلامي امارت څو تنه مجاهدین په بمبار کې شهیدان شول چې بیا يې جسدونه د کابل ادارې وحشي عسکرو ته په لاس […]

د کابل ادارې عسکرو په غزني او تخار ولایتونو کې د اسلامي امارت د شهیدو شوو مجاهدینو جسدونوته سپکاوی کړی.
څو ورځې وړاندې د غزني د ګیلان ولسوالۍ په جنډه سیمه کې د اسلامي امارت څو تنه مجاهدین په بمبار کې شهیدان شول چې بیا يې جسدونه د کابل ادارې وحشي عسکرو ته په لاس ورغلل.
یادو عسکرو د یو شهید څخه جامې ایستلې او په ونه پورې يې ځړولې، د نورو شهیدانو هم سپکاوي کوي چې تصویرونه يې ټولنیزو رسنیوکې خپاره شوي دي.
همدا ډول دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت چال ولسوالۍ کې د معاذ په نامه یوتن مجاهد په زخمي حالت کې دښمن ته په لاس ورغی، چې وروسته يې دغه ټپي په ډير قساوت سره په شهادت رسولی، سترګې يې ورڅخه ایستلې دي، غوږونه يې ورڅخه پریکړې او مخ يې هم ورته خراب (مثله) کړی دی.
اسلامي امارت د مزدور دښمن دغه وحشیانه کړنه په ترټولو سختو ټکو غندي او د وحشي ګرۍ د برملاکیدو وروستی حد يې بولي.
له ټولو بشري نهادونو او حقوقي سازمانونو څخه هم غواړي چې د غلام دښمن دغه د انساني کرامت ضد عمل وغندي.
د اسلامي امارت مجاهدین به د مزدور دښمن په صفوفو کې د هغو ټولو شریروقومندانانو او عسکرو کلکه څارنه پيل کړي چې د دا ډول جنایت تر شا لاس لري.
له یادو جنایتکارانو سره به د اسلام له حکم سره سم جدي چلند وشي او په سخته سزا به ورسیږي. ان شاءالله
د مزدور دښمن لخوا په کراتو زموږ د شهیدانو د جسدونو بې حرمتي شوې، په موټر او ټانګونو پسې کش کړل شوي او په تبرونو ټوټه شوي دي.
دغه راز عمل د دښمن د مایوسۍ، لار ورکي او منفورکیدو ښکاره دلائل دي چې د کابل غلامان ورسره لاس او ګریوان دي.
د دښمن لخوا دغسې جنایات په داسې مهال تکراریږي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د دښمن ټپي عسکر د تداوۍ او علاج په موخه بیرته خوشي شوي، او د وژل شوو جسدونه په درناوي سره خپلوانوته سپارل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۳/۱۴۴۲هـ ق
۵/۸/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/10/26م