نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
راپورونه تر لاسه شوي چې د کابل ادارې عسکرو او اربکیانو د بدخشان ولایت، د نسی، کوف او د دروازونو په نورو ولسوالیو کې د خلکو په مخ مواصلاتی لارې تړلي دي. دا جنایت د دې سبب ګرځيدلی چې ښځې، نر، ماشومان، سپين ږیري، مریضان او نور محتاج خلک د خوراکي توکو، دوا او نورو […]
راپورونه تر لاسه شوي چې د کابل ادارې عسکرو او اربکیانو د بدخشان ولایت، د نسی، کوف او د دروازونو په نورو ولسوالیو کې د خلکو په مخ مواصلاتی لارې تړلي دي. دا جنایت د دې سبب ګرځيدلی چې ښځې، نر، ماشومان، سپين ږیري، مریضان او نور محتاج خلک د خوراکي توکو، دوا او نورو اړتیا وړ موادو له سخت کمبود سره مخ شي او د توکو قیمتونه د خلکو له توانه پورته شي. د کینې او انتقام له مخې د خلکو په وړاندې مواصلاتي لارې تړل، هيڅ توجیه نه لري، بلکې د دښمن د نهایت ضعف او مایوسۍ ښکارندوي کوي، چې غواړي د داسې غیرمعقولو لارو څخه خلک تر فشار او زجر لاندې ونیسي. اسلامي امارت د دې ترڅنګ چې د خلکو په وړاندې دا ډول بندیزونه او ځورونې غندي، له بشري بنسټونو، خیریه مؤسساتو او نورو مسئولو جهتونو څخه غواړي چې د دغه ظلم او تعدا مخه ونیسي، همدا ډول د هیواد رسنۍ هم باید د یادو مظلومو خلکو غږ پورته کړي، راپورونه پرې خپاره کړي، ترڅو خلک له هلاکت څخه وژغورل شي او لارې يې خلاصې شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۲۶/۷/۱۴۴۲هـ ق ۲۰/۱۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/3/6م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.