د کابل په پغمان کې د دښمن په عملیاتي عسکرو بریدونه وشول، تر ۴۵ پورې افسران او عسکر مړه او ژوبل دي

په هیواد کې د دښمن د وروستیو وحشتونو په غبرګون کې، نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د کابل پغمان ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه کې د کابل ادارې د ځانګړو عسکرو یو ستر قطار تر موټربم او تکیتي بریدونو لاندې ونیول شو. دغه بریدونه په میدان وردګو کې د عملیاتي مرکز او نظامي قرارګاه په […]

په هیواد کې د دښمن د وروستیو وحشتونو په غبرګون کې، نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د کابل پغمان ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه کې د کابل ادارې د ځانګړو عسکرو یو ستر قطار تر موټربم او تکیتي بریدونو لاندې ونیول شو.
دغه بریدونه په میدان وردګو کې د عملیاتي مرکز او نظامي قرارګاه په هغو کاسټر موټرو ترسره شو چې ځانګړي عملیاتي ځواکونه پکې لیږدیدل.
لومړی د ځينو مجاهدینو لخوا یاد قطار ودرول شو او تر بریدونو لاندې راغی چې د دښمن تر شلو پورې عسکر په کې ووژل شول، وروسته د دښمن نور عسکر سیمې ته را ورسیدل چې له هغو سره جګړې دوام وکړ.
په ټولو عملیاتو کې د افسرانو او عسکرو په ګډون د دښمن تر ۴۵ پورې ځواکونه مړه او ژوبل شول، ګڼ وسائط يې هم له منځه لاړل.
برید کونکي ټول مجاهدین د الله په نصرت له سیمې څخه روغ رمټ ووتل او هيڅ زیان نه لري.
یاد عملیات د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د مزدرو او اشغالګر دښمن د وروستیو وحشتونو په غبرګون کې ترسره شول.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۲/۸/۱۴۴۲هـ ق
۱۵/۱/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/4/4م