د څرخي پله زندان بندیانو ته د ورپيښ خطر په اړه د اسلامي امارت خبرداری

د اسلامي امارت د استخباراتي معلوماتو په اساس یو شمیر داعشي ملیشي د کابل ادارې د په اصطلاح (ملي امنیت) د ادارې په همکارۍ او لارښونه، د څرخي پله زندان د توقیف په بلاک کې په هغو بندیانو باندې د برید اراده لري چې د اسلامي امارت اړوندي دي. د دغه کرغیړن هدف لپاره زندان […]

د اسلامي امارت د استخباراتي معلوماتو په اساس یو شمیر داعشي ملیشي د کابل ادارې د په اصطلاح (ملي امنیت) د ادارې په همکارۍ او لارښونه، د څرخي پله زندان د توقیف په بلاک کې په هغو بندیانو باندې د برید اراده لري چې د اسلامي امارت اړوندي دي.
د دغه کرغیړن هدف لپاره زندان ته ځانګړې وسلې ننویستل شوې او نور هم لوازم په اختیار کې ورکړل شوي دي.
اسلامي امارت په دې اړه جدي خبرداری ورکوي، که په زندان کې زموږ هر بندي ته د چا لخوا زیان ورسید، مسئولیت به يې د کابل ادارې په غاړه وي.
موږ پخوا هم دا ډول راپورونه کشف کړي وو چې د کابل ادارې (امنیت ملي) د خپلو ناروا اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له داعشي ملیشو څخه په مکرر ډول استفاده کوي، چې د جلال آباد په زندان برید، د کابل په پوهنتون وروستی برید، د کوثرپه تعليمي کورس ځای برید، په ځینو علماؤو، کارپوهانو، ژورنالستانو اوفعالانو باندې بریدونه د همداسې دسیسو برخې وې.
اسلامي امارت د خپلو بندیانو د ساتنې په اړه ژوره انديښنه لري، په دې اړه باید ټول مسئول او ذيدخله جهتونه متوجه و اوسي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱/۴/۱۴۴۲هـ ق
۲۶/۸/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/11/16م