د ځینو هیوادونو د استازو د اعلامیې په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ځينو اروپایی او نورو هیوادونو استازو د یوې اعلاميې په ترڅ کې په اسلامي امارت باندې بې اساسه تورونه پورې کړي چې ګنې هغوی بې موجبه جنګ ته دوام ورکوي، ملکي خلک وژني، عام المنفعه ځایونه ویجاړوي او په هدفي وژنو کې لاس لري. د افغانستان اسلامي امارت دا ډول تورونه ردوي. کوم تورونه […]

د ځينو اروپایی او نورو هیوادونو استازو د یوې اعلاميې په ترڅ کې په اسلامي امارت باندې بې اساسه تورونه پورې کړي چې ګنې هغوی بې موجبه جنګ ته دوام ورکوي، ملکي خلک وژني، عام المنفعه ځایونه ویجاړوي او په هدفي وژنو کې لاس لري.
د افغانستان اسلامي امارت دا ډول تورونه ردوي.
کوم تورونه چې دوی لګولي حقیقت نه لري، د افغانستان اسلامي امارت د ملکي خلکو په هيڅ ډول وژنو کې لاس نه لري، په هيڅ ځای کې يې عام المنفعه تأسیسات له منځه ندی وړی؛ بلکې د عام المنفعه تاسيساتو ژغورنه او ساتنه خپل مسئوليت ګڼي.
له پيله د افغانستان اسلامي امارت پاليسي دا ده چې ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې شي.
په افغانستان کې د روان بحران اصلي او د لومړۍ درجې عامل بهرنی اشغال دی چې له امله يې پوره شل کاله افغانان ووژل شول، دلته يې یوه بې کفایته اداره په خلکو تپلې او لا هم د همدې په فساد ککړ رژيم حمایت ته دوام ورکوي.
د ډير تأسف ځای داده چې په تیرو شل کلنو غمیزو، ورانیو، بمبارونو، وژنو او ډول ډول جنایاتو کې چې زموږ پرملت تحمیل شوي، د اروپايي ټولنې په شمول اکثره هیوادونه مخامخ یا بالواسطه ښکیل وو او ځينې يې لاهم هڅه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو شتون تمدید شي او روانه جګړه لاهم دوام وکړي.
اسلامي امارت حق لري چې خپل هېواد له هرې مشروع لارې، له اشغالګرو ځواکونو څخه خلاص کړي.
که د دوحې تړون عملي شي، هم د امریکا او نورو ښکیلو هیوادو په خیر او ګټه دي او هم د افغانانو، خو برعکس که څوک د دوحې تړون له نظره وغورځوي، د جګړې دوام او د اشغال تمدید ته بهانې ولټوي، نو افغان مجاهد ولس لکه په تاريخ کې چې یې ثابته کړې له خپلو ارزښتونو، خاورې، هيواد او حقوقو څخه په میړانه دفاع کولی شي.
داچې موږ د مذاکراتو او تفاهم خبره کوو، باید څوک ورڅخه سوء استفاده ونه کړي او نه يې هم باید څوک زموږ د کمزورۍ دلیل وبولي.
موږ تر شا یو ویاړلی او آزاد ملت لرو چې د هر ډول دسیسو او پردیو توطئو په وړاندې به ودریږي. ان شاءالله تعالی

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۹/۶/۱۴۴۲هـ ق
۱۳/۱۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/2/1م